د افغانیو ارزښت ولی راټیټ شوی دی؟؟/ ناصرخان شیرزی

0 1,204

د تیرو څو کلونو راهیسي د افغانیو ارزښت مخ په ښکته روان دی ، دغه حالت خلک سخت اندیښمن کړي دي ، د جلال اباد ښار یوتن اوسیدونکی امیدالله یې په اړه وایې، ( د افغانیو ارزښت کموالي تشویشونه راته پیداکړي دي ، ځکه دلته د خلکو معاشونه کم دي او هغه هم په افغانیو دي ، نو چې د افغانیو ارزښت کم شوو ، زمونږ له معاشه هیڅ هم نه جوړیږي ، د کور اړونده اړین لوازه او خوراکي شیان هم پرې نشو اخیستلی ، نو دا یوازې ماته نه به بلکي ټولو خلکو ته د تشویش وړ خبره ده.

امیدالله زیاتوي ، ( که دغه حالت دوام ولري ، نو شاید ډیرېنورې ستونزې راپیدا کړي او خلک خپلې وظیفې ترک کړي ، یا به د نورو پشان بل هیواد ته ځي او یا به په غیر قانوني چارو لاس پورې کوي.)

اوس پوښتنه داده چې دافغانیو ارزښت ولی ورځ تر بلې ټیټیږي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان ملي بانک ویاند ایمل عاشور راته داسي وویل: ( د افغانیو ارزښت کمیدو یو دلیل دادی چې په نړیوال مارکیټ کې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی ، ډالر ځکه لوړ شوی ، چې په امریکا کې د اوزګارتیا کچه کمه شوې ده، نه یوازې افغانۍ بلکې د نورو هیوادونو پولي واحدونه هم د ډالرو په مقابل کې راټیټ شوې دي .

دوهم دلیل یې په افغانستان کې د بیکارۍ کچې لوړیدل دي، همداشان ناامنۍ یې هم ستر دلیل کیدای شي  چې هره ورځ یې بیلګې وینو، دې ته ورته ډیر نور عوامل ددې سبب ګرځي چې د افغانیو ارزښت راکم کړي.)

د یادولو وړ ده چې د ملي وحدت حکومت په راتګ سره د افغانیو په ارزښت کې بې ساري کموالی راغلی دی ، د اقتصادي چارو کار پوهان د افغانیو ارزښت کمښت  دملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونو دلیل نیسي او همداشان ددغو سترو حیاتي پروژ وریښمو لارې او چاه بهار بندر کارونو کې خنډ او ځنډ پیداکیدل هم ډیر منفي اثرات کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply