پاکستان د آزادو قبایلو د حقوقي حالت په بدلولو سره پخپله…./ دوکتور م، ع، تره کي

0 942

پاکستان د آزادو قبایلو د حقوقي حالت په بدلولو سره پخپله دیورند کرښه تر سوال لاندې راوړي

فاتا او پاتا په حقوقي لحاظ  لانجمنه سیاسي او جغرافیایي سیمه ده. پاکستان حق نلري چه د ګاوندي افغانستان د موافقت نه پرته د هغې حقوقي جوړښت ته بدلون ورکړي.

دغه سیمه په هند کې واکمن انګریز د نولسمې پیړي په پاي کې د وخت د تحت الحمایه افغانستان نه جلا کړه. برتانیه  د 2430 کیلومټره د ډیورنډ لاین د کرښې راښکلو سره ټوله فاټا ( 27000 کیلو میټرمربع ) برتانوي هند سره وتړله. د پښتنو د پرلپسې  مقاومتونو نه وروسته ښکیلاکګر انګریز دیته اړ شو چه پاتا ته په اروپا کې ’’ موناکو ‘‘ ،’’ واتیکان ‘‘ او ’’ هاندور ‘‘ ورته،  حقوقي  خپلواکه  دولتي  حیثیت  ورو پیژني او فاتا ته کورني خود مختاري ور په برخه کړي. خو په 1947 کې د پاکستان په رامنځته کیدو د یو یونت ډنډوره وغږوله شوه چه په ترڅ کې یې پښتونخوأ سیمه د پاکستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راغله او آزاد قبایل نیمه خپلواکه پاتې شو. خو سره له دې عملاً د سیمې  پښتانه مشران د لوېی جرگې د استازو په توگه کابل ته تلل. اَن په شلمه پېړۍ کې به هم د اوسني پاکستان د مومندو او باجوړو نمایندگانو دا لړۍ روانه ساتلې وه.

نن پاکستان پدې لټه کې ده چه په یوه اړخیزه توګه ( د افغانستان د توافق او په سیمه کې د رفرندوم د پروسې نه پرته ) په  افغانستان کې د پردیو تر تحکم لاندې د یوه ملي ضد  او کمزورې حکومت  د شته والې نه په ګته اخیستو سره آزاد قبایل  مرکزي حکومت تر ولکې لاندې راوړي.

 دغه توره ورځ که له یوې خوا سیاسي ناوړه پایلې به ولري له بلې خوا پاکستان د آزادو قبایلو د حالت په بدلولو سره،  په قبایلو کې د استعمار نه پاتې شوې حقوقي نظام او د هغې جملې نه د ډیورند د کرښې حقوقي بنست  پخپله تر سوال لاندې راوړي. افغانستان ته د داعیې د یو اړخ په توګه حقوقي پیاوړې لاسوند ور په برخه کوي.       ’’ پای ‘‘

24/05/2018

دوکتور م، ع، تره کي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply