افغانستان باید له مالي پلوه پر ځان بسیا شي/محمدروښان ښاد

0 479

افغانستان د مالي سیاستونو له مخې د کورنیو عوایدو د زیاتېدو پر لور روان دی  او په ځانګړي ډول ولسمشر غني غواړي دغه بهیر لا چټک کړي، دومره چټک چې په راتلونکو څو کالو کې افغانستان وتوانېږي خپله عادي او انکشافي بودجه چې د کال اته میلیارد ډالره ده له خپلو عوایدو پوره کړي.

دا کار او هڅه د دې لپاره کوي چې له یوې خوا افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، د پردیو له مالي احتیاجه خلاص شي او بله عمده موخه داده چې تر هغو افغانستان له مالي پلوه پر نورو متکي وي، نو خپلې ملي برنامې خپلو اړتیاو او لومړیتوبونو ته په پام نشي تطبیقولی، ځکه اکثره نړیوالې مرستې له یوې خوا مشروطې او مقیدې وي او له بل پلوه نړیوالې مرستې د اوږدمهال لپاره د افغانستان درد نشي دوا کولی.

افغان ولسمشر غواړي له بېلابېلو عایداتي سرچینوڅخه د مالیاتو راټولولو له لارې خپله دغه اړتیا پوره او خپل داخلي عواید زیات کړي. له نېکه مرغه په تېرو درېوو کلونو کې د افغانستان عواید په بې سارې توګه مخ په زیاتېدو دي او آن په دغه موده کې د راټولو شویو عوایدو اندازه له ټاکل شوي هدف څخه د پام وړ فیصدي زیاتوالی درلود.

افغانستان اوس هم کافي داخلي عواید لري، خو ستونزه داده چې د روانو ناامنیو او شته فساد له امله حیف او میل کېږي او د دولتي خزانې پرځای شخصي جیبونو ته ځي، نو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د فساد ضد مبارزه باید چټکه او لا جدي شي. تر هغو چې له عایداتي سرچینو لکه ګمرکونو او نورو ځایونو څخه د مفسدو کړیو لاسونه لنډ نشي او د شته فساد مخه ونه نیول شي، نو افغانستان له مالي پلوه په خپلو پښو نشي ودرېدلی.

د هېواد د مالیې وزارت د راپورونو له مخې، که څه هم په ۱۳۹۳ کې د افغانستان کورني عواید له ټاکل شوي اندازې کم و، خو په ۱۳۹۴ کې جمعا۱۲۱٬۸ میلیارد افغانۍ له بېلابېلو سرچینو راټولي شوې چې له ټاکل شوي هدف څخه ۷ فیصده زیاتي وې. دا اندازه په ۱۳۹۵ کې۱۶۵ میلیارد افغانیو ته و رسېده او په ۱۳۹۶ کې ( چې هدف ۱۵۲ میلیارده افغانۍ و) څه باندې ۱۶۹ میلیارد افغانیو ته  ورسېد.

په تېرو درېوو کلونو کې د عوایدو د لوړیدو تر ټولو مهم عوامل د نویو عایداتي سرچینو زیاتوالی او د حکومت په عایداتي سرچینو کې د اصلاحاتو تطبیق او کلکه نظارت و، مګر په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده. د دې ترڅنګ په مالي او اداري برخو کې شته اصلاحاتو هم د دغو عایداتو له زیاتوالي سره مرسته وکړه.

څومره چې له اداري فساد سره قاطع او دوامداره مبارزه وشي، نو همغومره ورسره داخلي عایدات لوړېدلی او افغانستان په خپلو پښو ودرېدلی شي. حکومت په پام کې لري چې په دې برخه کې د نړیوالو بریالیو تجربو ترڅنګ نوي او عصري وسایل هم نصب کړي تر څو په ګمرکونو او عایداتي چینو کې د فساد او درغلیو کچه بېخي راکمه شي.

د کورنیو عوایدو په زیاتولو کې حکومت تل هڅه کړې داسې سرچینې په پام کې ونیسي چې بېوزلو او لږ عاید لرونکو خلکو ته پکې زیان و نه رسوي. یانې د حکومت ټول پام یوازې د عوایدو زیاتوالي ته نه دی، بلکې ترڅنګ یې د خپلو خلکو، په ځانګړي ډول د بې وزلو او کم وسه خلکو ژوند ته هم پام کوي، تر څو هم دوی متضرر نشي او هم افغانستان له مالي پلوه په پښو ودرېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply