په افغانستان کې شر پالنه شعار دی / سمیع الله صدیق

0 734

نږدې شپږ کاله کېږي چې د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې دنده ترسره کوم او له بشري ناورینونو سره مو سرو کار دی.

زما په اند زموږ ګران هیواد به د بشري تاریخ په اوږدو کې له دومره ناوړه بشري حالت سره نه وي مخامخ شوی، خصوصا په تېره څلویښت کلنه جګړه کې هیوادوال د مهاجرت ترڅنګ له ګڼو بدبختیو او ناخوالو سره مخ شول،اما جاري حالت بې سابقې بولم.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو یو ریپوټ خپور کړ، چې په افغانستان کې په تېرو (۵) پنځو میاشتو کې (۱۰۸) زره کسان د جګړې له امله له خپلو کورونو کډه شوي.

زموږ ارزیابي هم دا ښیي،چې تر (۱۰۰) زره زیات کسان بې ځایه شوي، اما دې بیځایه شویو خلکو یواځې خپل سرونه له کورنو ایستلي، د کور وسایل او هرڅه یې په کورونو کې پریېښي او نشي کولای بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د غزني ولایت د اندړو او اجرستان ولسوالۍ خلک له څه مودې را پدیخوا په سختو شرایطو کې ژوند کوي،لارې بندې دي، کورونه یې پریېښي دي او هیڅ راز اسانتیاوو او حتا خوړو ته لاسرسی نلري، دغه شان د بغلان،فراه،هلمند،کندز….او ګڼو نورو ولایتونو خلک په سختو شرایطو کې له خپلو کورونو کډه شوي.

په اکثره سیمو کې روغتیایي خدمات صفر دي، ښه مثال یې د پکتیکا او غزني ځیني ولسوالۍ دي،چې حتا یو ابتدایي روغتیایي مرکز پکې وجود نلري او په مجموع کې د نا امنه ولایتونو لري پرتې سیمي له بشري او صحي ناورینونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر ملي او نړیوال سازمانونه د بشري خدماتو او مرستو درسولو مسؤلیت لري، اما یواځي د راپورونو په خپرولو خپل مسؤلیت رفعه بولي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه هغه سازمان دی، چې د خپلو اصولو(بې طرفۍ،نا پیلتوب،بشرپالنه،رضاکارنه خدماتو رسولو،جهانشمولیت او خپلواکۍ) پر مټ د هیواد په ګوټ ګوټ کې فعالیت لري او د جګړې ښکيلې خواوي یې د اصولو او بشري پروګرامونو درناوی کوي، دغه راز د خپلو نږدې(۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره رضاکارنو پر مټ د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمنه ده او فعالیتونه یې د هیواد په کچه محسوس او د قدر وړ دي، خو متاسفانه د جنګ ځپلو سیمو او هغو ساحو لپاره ښکاره پالیسي نلري، چې نور ملي او نړیوال سازمانونه هلته کار نشي کولای،چون د سره صلیب له ملاتړ سره د دې نهاد بودیجه د دومره لوی بشري ناورین لپاره د هیواد په کچه تکافو نه کوي.

نړیوالې مؤسسې او سازمانونه په هیواد کې یواځې سروې تر سره کوي او هغسې مرسته یې نده کړې،څرنګه چې ښایي او څومره چې د خلکو ضرورت دی.

څومره چې زه معلومات لرم د نړیوالو بشري سازمانونو لویه برخه بودجه،چې باید د بشري او روغتیایي خدماتو په رسولو کې مصرف شي، هر کال بیلانس کېږي،چون دوی ساحې او مصیبت ځپلو سیمو ته لاسری نلري.

په دې ورستیو کې د جګړې د نړیوالو اصولو خلاف عامو خلکو ته ګڼ تلفات او مالي زیانونه رسېدلي،ښځې، ماشومان او سپینږري په بمونو او مرمیو شهیدان شوي،اما متاسفانه هیڅ یوې بشرپاله ادارې یې په اړه متناسب غبرګون و نښود،چې دا د نورو سترو بشري ناورینونو د رامنځ ته کېدو لامل کیدای شي،

د جګړې زیانونه ورځ تر بلې د ولس پر اوږو زور کوي، ماشومان مو له ښوونې محرومېږي،عام خلک مو د فقر له سخت حالت سره مخامخ دي او روغتیایي ستونزې د ناورین حد ته رسېدلې.

ولي متاسفانه هیڅ داسې څرک نه لیدل کېږي،چې ملي او نړیوال بشرپاله سازمانونه دا تکل ولري څو دې ستونزو ته د رسیدګۍ او یا مخنوي لاره ولټوي،يواځې د تظاهر لپاره په رسنیو کې ظاهرېږي او په دې سره د افغان بشر په حق مې لوی ظلم او جفا کوي.

موږ وار وار د دې غوښتنه کړې، چې لري پرتو او جنګ ځپلو سیمو ته باید د بشري مرستو او روغتیایي خدماتو رسولو لپاره لازمه او عملي طرحه جوړه شي او د افغاني سرې میاشتې  ټولنې له رهبري څخه مو په هر مجلس کې دا غوښتنه کړې،چې د یوې دقیقې ارزیابۍ له ترسره کولو وروسته باید تر ټولو ځپل شویو او محرومو هیوادوالو ته رسیدګي وکړو او هغه سیمې تر پوشش لاندې راولو چیرته،چې نورې ادارې کار نشي کولای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply