په هند کې د راشید خان تاریخي کارنامه!

0 910

په هند کې د راشید خان تاریخي کارنامه!
نن ورځ افغان ملي اتل! د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ لوبغاړي راشید خان ارمان، چې د دویم ځل لپاره د نړۍ په تر ټولو ستر او لومړی درجه د هندوستان کورني کریکټ د ۲۰۱۸م کال یوولسم پړاو سترو تجارتي شل اوریز سیالیو یا IPL کې د سنریزر حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبیږي.

نن یې یو ځل بیا نړیوالو ته خپله وړتیا د لوبې په ټولو برخو توپ اچونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې وښوده، افغان اتل راشید خان لومړی په توپ وهنه کې په ۱۰ توپونو ۳۴ ناسوځیدلي منډې ترسره کړې چې له امله یې مقابلې لوبډلې ته هدف لوړ شو، ورپسې په توپ اچونه کې په څلورو اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره، د سیالې کلکتې لوبډلې ۳ مخکښ لوبغاړي وسوځول، چې له امله یې مقابله لوبډله هدف ته په راسیدو کې بې وسه کړه.

ترڅنګ یې په ډګر ساتنه کې هم ۳ مخکښ لوبغاړي رن اوټ او کیچ اوټ کړل، چې له امله یې مقابلې لوبډلې ونه شوای کړای چې ټاکلي ۱۷۵ منډې هدف ته ځان ورسوي، له همدې امله سنریزر حیدراباد لوبډلې په ډیر غورر سره وکولای شول، چې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړي، چې له امله یې افغان اتل راشید خان ارمان هم د نننی سیالی غوره لوبغاړی هم ونومول شو، د خپلو ټولو افغان ملي اتلانو د لا ډیرو بریاوو په هیله، چې د نړۍ له هرې برخې افغان ملت ته خوښي راوړي.

تحسین طاقت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply