په ناروې کې د افغانی تحصیلي اسنادو د تایید مراحل!

0 605

حمید احمدي

په ناروې کې د افغانی تحصیلي اسنادو د تایید لپاره باید دا لاندی مراحل طی کړی!

  • د نوکوت ویب پاڼی ته مراجعه وکړی « NOKUT.NO
  • وروسته بیا د Utdanning fra utlande برخی ته ولاړ شی.

 

  • وروسته بیا د Godkjenning av utenlandske høyere utdanning برخی ته ولاړ شۍ  او د هیوادونو له لست څخه افغانستان انتخاب کړی.

 

  • کله چی تاسی افغانستان انتخاب کړ په اتوماتیک شکل به دا پیغام NOKUT har en egen vurderingsordning for personer med høyere utdanning fra Afghanistan. Denne godkjenningsordningen heter UVD-ordningen. )نوکوت د هغو کسانو لپاره چی په افغانستان کی یی لوړی زده کړی کړي وي، ځانکړی بررسي لري او دا ډول بررسی د UVD-ordningen په نامه یادیږي) راشي . تاسی باید د دی پیغام په لوستلو دلسرد نشۍ او د پروسې له طی کولو څخه لاس وانخلی . خپل درخواست په نورمال شکل نوکوت ته ولیږی.

 

  • نوکوت په لمړي ځل تاسی ته د رد ځواب درکوی او د UVD-ordningen پروسی ته مو معرفي کوي.

 

  • وروسته له دی چی تاسی د رد ځواب واخیست بیا کولای شی چی د UVD- ordningen  پروسی ته درخواست وکړی.

 

  • وروسته له درخواست څخه به نوکوت تاسی ته یو ۲۴ فورمه ولیږی او په دی فورمی که به د ټولو هغو مظامینو نومونه ولیکی کوم چی تاسی په پوهنتون کی لوستلي دي. د مظامینو سر بیره به د ټولو هغو عمده موضوعاتو او عناوینو نومونه ولیکی کوم چی تاسی په ذکر شوو مظامینو کی لوستلي دي.

 

  • وروسته به بیا نوکوت تاسی انټرویو ته وغواړي. دا انټرویو به مو له یو حقوق دان سره وی او هغه به د انټرویو په جریان کی له تاسی څخه د ستاسی د تحصیل د څرنګوالي او مودی په هکله پوښتنی کوي. د دی انټرویو مقصد دا دی چی نوکوت غواړي خان مطمین کړي چی دا تحصیلی اسناد ستاسو خپل دي، او جعلي نه دي. په دی انټرویو کی مسلکی سوالونه نه مطرح کیږي.

 

  • وروسته بیا نوکوت تاسی امتحان ته راجع کوي. د امتحان پروسته داسی ده چی لومړی تاسی ته تقریبآ ۳۰ سوالونه د ایمیل پواسطه لیږي. سوالونه د هغو موضوعاتو او مظامینو مطابق وي کوم چی تاسی په فورمه کی ذکر کړي وو.

 

  • تاسی به د سوالونو د حل لپاره ۲۴ ساعته وخت ولری او ځوابونه به یی هم د ایمیل پواسطه بیرته نوکوت ته لیږی.

 

  • په اخره کی به له تاسی څخه تقریري امتحان واخیستل شي. تقریري امتحان د یوی کمیټی له خوا اخیستل کیږي. په کمیټه کی به دوه د مختلفو پوهنتونو استادان او همغه حقوق دان شامل وي کوم چی له تاسی څخه اپتدایی انټرویو اخیستلې وه. تقریري ازموینه به مو مسلکي ازموینه وي. ازموینه د همغو سوالونو د حل د څرنګوالي څخه شروع کیږي کوم چی تاسی وخته ځواب کړي وو. مسلکی پوښتنی د پوهنتون د استاذانو له خوا مطرح کیږي او هغوی پوښتنی په داسی ډول سره مطرح کوي چی معلوم کړي چی ایا تاسی په رښتیا سره هم پوهنتون او په پوهنتون کی همغه مضامین لوستلي کوم چی تاسی په هغه فورمه کی ذکر کړي وو.

 

  • د امتحان نتیجه به وروسته له دوو هفتو تاسو ته په پوست کی درولیږل شي.

 

ستاسو د بریا په هیله

 

په درناوی

حمید احمدي 47949560

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply