«پاکستان ته د حنیف اتمر د سفر په پلمه»/ ودان روښان  

0 627

فرانکلن روزولت د خپل تدبیر او امریکایانو ته د رښتینولۍ له امله په استثنایي ډول څلور ځله د امریکا ولسمشر شوی(۱۹۳۳ – ۱۹۴۵) دا داسې مهال ده چې د امریکا اساسي قانون له مخې یو څوک یوازې دوه ځله حق لري چې په پرله پسې توګه د ټاکنو له لارې د هغه هېواد ولسمشر شي خو ورزولت بیا له دغه امره مستثنا و. هغه ډېر لوی سړی ځکه و چې په داسې یو پړاو کې د امریکا ولسمشر شو چې یاد هېواد له سخت اقتصادي، سیاسي او ټولنیز کړکیچ سره مخ و. دغه سړي په ډېره هوښیاري دغه کړکیچ قابو کړ خو همدغه وخت  دویمه نړیواله جګړه ونښته نو ځکه خو ولس وپتېېله چې د جګړې په بهیر کې د هم دی ( روزولت) د چارو واګې په لاس کې ولري. ده ته له کورنو ستونزو او بهرنیانو سره په اړیکو کې جوته شوې وه چې تر ټولو ښه تدبیر له نورو یا ګاونډیانو سره ښې اړیکې دي خو کله هم د هغوی په ښو اړیکو باور نه دی په کار بلکې تل باید چمتو وي چې بدنیتي ګاونډیان پر خپل ځای کینولی شي نو ځکه خو یې ویلي و:«زه له ګاونډیانو سره ښې اړېکې پالم خو کوتک له لاسه نه غورځوم». دا خبره مې ځکه یاده کړه چې وښییم زموږ ستونزه داده چې موږ د ګاونډیانو په پستو او غوړو ژمنو باور کوو خو ګاونډیان مو هغسې نه دي لکه موږ چې یې انګېرو. هغوی تل په کمین کې ناست او هره شیبه یې چې واره برابره شي ګوزار راباندې کوي.

له بده مرغه هغوی هله پر موږ ګوزار کوي چې د خبرو راشه درشه راسره ښه توده کړي بیا په همدغه وخت کې نیښ وهي. د بېلګې په توګه کله چې د افغانستان دفاع وزیر طارق شا بهرامي په تهران کې له ایراني چارواکو سره په خبرو اترو بوخت و ایران خپل لاسپوڅي فراه ته راولېږل او جګړه یې دومره توده کړه چې ترهګر په ښار ننوتل. وروسته چې څه پېښ شول او ترهګرو غاښ ماتونکی ځواب ولید دا بیا بله خبره ده خو نفس د مسلې دادی چې ایرانیانو ښاغلي بهرامي ته وویل چې که تاسې پرموږ( ایرانیانو) اوبه بندوﺉ موږ د دغه ډول کړنو توان لرو. په فراه کې د طالبانو له ماتې وروسته په خپله دفاع وزیر له خلکو سره په لیدنه کې ټیک همدا خبره وکړه:« د فراه جګړه د اوبو پر سره جګړه ده»

دغه راز، کابل ته د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له سفر وروسته د هېواد بېلابیلو ولایتونو کې جګړې زور واخیست چې ان ولسوالیانې په کې لاس په لاس او د امینتي او دفاعي ځواکونو لسګونه اړوندان په کې ووژل شول. د یادونې ده چې د پاکستان له بل هر ملکي حکومته ددغه هېواد اوسنی حکومت ډېر د پوځ تر اغیزې لاندې دی. هسې خو له لسیزو راهیسې د بهرنۍ کړنلارې په تېره د هند او افغانستان په اړه د پاکستان بهرنۍ کړنلارې واک له پوځ او دهغه ځارګرې څانګې(ای اس ای) سره دی خو د اوسني حکومت توپیر په دې کې دی چې په کورنیو چارو کې که پخوا پوځ په ښکاره ډېر ځان نه ښکېلاوه خو اوس بیا دا خبره ډانګ پېیلې کوي. د بېلګې په توګه  د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو نه خپرېدو امر پاکستاني رسنیو ته پوځ کړی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د هغوی غوښتنو اوریدو له پاره هم د پوځ پلاوی ورغلی و، د پوځ ویاند ویلي و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ تر ډېره له افغانستانه شوی دی، د پوځ مشر قمر باجوه ویلي چې غیرموجه پرلتونو ته به اجازه ورنه کړي چې نغوته یې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته وه. له دې ټولو داسې ښکاري چې اوسنی تش په نوم ملکي حکومت هسې شپږمه ګوته ده.

اوس چې ویل شوي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د پاکستاني چارواکو په بلنه هغه هېواد ته په دې موخه تللی چې د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي په دې سره له ورایه جوتېږي چې ملکي حکومت د خره کې ادې هم نه دی او ټول واک پوځ قبضه کړی. دغه ډول دیپلوماتیک تګ راتګ به ښه وي خو زما وړاندیز دادی چې افغان پلاوی باید په دې لیدنو کې هم داسې دریځ خپل کړي چې پاکستانیان له هغو تبلیغاتي ګټنه ونه شي کړی او دا لیدنې پر پاکستان د امریکې فشار په کمولو کې اغیز ونه لري په پخوا کې له بده مرغه ډېر ځله پېښ شوي چې کله پاکستانیان د امریکې له غضب سره مخ شوی بیا یې افغان چار واکي خدای خبر په کومه خامه تمه د بلا  سپر شوي دي، د بېلګې په توګه کله چې یو وخت امریکایي چارواکو پاکستان ته غاښونه وچیچل نو کرزي لالا اعلان وکړ:« که امریکا پر پاکستان برید وکړي دی به د پاکستان ملاتړ وکړي؟!» نواوس راشه دې ته پرتوګ وکړه! نو ځکه خو زه وایم چې دا لیدنې باید پاکستانیانو ته تبلیغاتي حربه په لاس ورنه کړي.

سره له دې چې ویل شوي اسلام اباد ته د اتمر دغه سفر یواځې د سولې او پیوستون د عمل پلان پلي کولو څرنګوالي په اړه خبرو ته ځانګړی شوی دی خو که رښتیا هم داسې وشي پاکستانیان به دغه حالت د قبایلي سیمو حقوقي حالت بدلولو پرېکړې په اړه د افغان چارواکو هوکړه تعبیر کړي نو ځکه خو په کار داده چې په زغرده پاکستاني چارواکو ته وویل شي چې په ښکاره یې له پخوانیو منل شویو دوه اړخیزه ارونو سرغړونه کړې ځکه هغوی حق نه لري چې په خپل سر او یو اړخیزه توګه د افغانستان له سلامشورې پرته د قبایلي سیمو په اړه پرېکړه وکړي. په دې لیدنه کې بله مهمه خبره داده چې پاکستانیان پردې و پوهوي چې که په افغانستان کې د اور پر لمبو نور هم تیل پاشي او خپلو لاسوهنو او د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي موږ هم داسې لارې چارې لرو چې تاسې پرې پرځای کینولی شو. په دې لیدنه کې باید د عمل پلان ټولې مادې یو له بل سره تړلې وګڼل شي او داسې نه چې پاکستانیان په هغو کې ځینې مادې له خپلې خوښې سره تعبیر او ټینګار پرې وکړي او له نورو هغو اوږه خالي کړي په تېره ۳ ماده چې وایي: «دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو له پاره نه کارېږي.»

دا هغه څه دي چې پاکستانیان او ان د هغوی پنځمه ستن افغان جاسوسان دعوه کوي چې هند افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، په هیڅ صورت پاکستان ته له دې مادې د ناوړه ګټنې چانس ورنه کړل شي. په دې ځای کې مهمه خبره داده چې د پاکستان خاوره خو هسې هم کوم بل هېواد د افغانستان پر ضد نه کاروي ددغه کار له پاره خپله ای اس ای ملاتړلې ده ځکه چې پاکستان دی چې په افغانستان کې خپله لاسوهنه تر همدغه شعار لاندې توجیه کوي نو ځکه خو دغلته ډېر احتیاط په کار دی. هسې خو هم د پاکستان په ستراتېژیک فرهنګ کې له افغانستان او هند سره د سولې له پاره نه ځای شته او نه پاکستانیان پر سوله باور لري ځکه چې بیا خو د دغه هېواد د شتون فلسفه له پوښتنې سره مخ کېږي. اوس په کار ده چې پاکستانیان د عمل پلان په دویمه ماده کې راګیر کړای شي چې وایي:«دواړه لوري د هغو فراریانو او نه پخلا کېدونکو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې یو د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.»

له پاکستانیانو په کلکه وغوښتل شي چې یا الله! د کوټې شورا، د حقاني شبکې، د پېښور شورا او دې ورته د نورو ترهګرو ډلو شوراګانو مشران افغان چارواکو ته وسپارﺉ. په دغه ځای کې د پاکستانیانو رښتینولي مالومېږي. زه باور لرم چې پاکستانیان به دا ماده هم د خپلې هغې ادعا له پاره  وکاروي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی نو ځکه خو زه وایم چې کله هم پاکستانیانو ته د دغه ډول بې مانا ادعاوو چانس ورنه کړل شي.

په پای کې یو ځل بیا د خپلو تېرو لیکنو په دوام وایم تر هغو چې موږ په هره طرقه او لاره چې وي پاکستانیان پر دې ونه پوهوو چې د هرې کړنې ځواب هماغه شان درکوو، که چاودنه مو کړه، چاودنې سره به مخ شئ، که ځان مرګی مو وکړ ځان مرګی به ووینئ

که مو سرتېری یا افسر راوواژه تاسې به هم ورته حالت وګورﺉ… .

یواځې دغه ډول حالت دی چې پاکستانیان په عقل راوستلی شي او دا هله شونې ده چې موږ خپلې استخباراتي شبکې په تېره له ډېورنډ کرښې هاخوا دومره پیاوړې کړو چې په ۲۴ ساعته کې د ورته عمل یا ځواب ظرفیت او وړتیا ولري چې همدغه حالت د روزولت د خبرې عیني مصداق دی چې وایي: « زه له خپل ګاونډي سره ښې اړېکې پالم خو کوتک له لاسه نه غورځوم»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply