په اجراییه ریاست کې له پښتو توپيري چلند / عزیز خان هوتک

0 736

پښتو سپېڅلې او ملي ژبه د تاريخي څېړنو او ژبپوهنې له پلوه يوه لرغونې او پخوانۍ آرايي ژبه ده، چې د آريايانو په آر او حقيقي وطن كې تر اوسه پورې ژوندۍ پاتې ده او د نورو ژبو د تيري او واكمنۍ سره_ سره يې په متمادي پيړيو كې د پښتونخوا په سردرو كې خپل ژوند ساتلى دى.

که څه هم د افغانستان اساسي قانون خلکو ته په مورنۍ ژبه باندې د خبرې کولو او لیک او لوست حق ورکړی، خو لا هم په هیواد کې د پښتو ژبې ویونکې له دغه حق څخه محروم دي.

د پښتو ژبې د ودې پر وړاندې له پخوا راهیسې یو شمېر شعوري حرکتونه فعالیت کوي او په دولتي ادارو کې پر پښتو ژبه د مکتوبونو لیکلو او په دې ژبه د خبرې کولو مخالفت کوي.

 سیاسي او اقتصادي ملاتړ د یوې ژبې د پرمختګ اساسي ټکي بلل کیږي، چې اوسمهال پښتو ژبه ورڅخه بې ‌برخې ده او دولت او عام افغانان باید هڅه وکړي، چې دغه ملاتړ د نورو ژبو په څیر له پښتو ژبې څخه هم وکړي.

که څه هم له  پخوا څخه په دولتي دریځ پښتو ژبه کمزورې وه، خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د یوې ملي ژبې اهمیت او ارزښت غوره کړی و. خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وکمنۍ له پیله تر اوسه پښتو ژبه له دولتي دریځ ډېره ښکته شوې او هغسې چې لازمه وه وده یې ونه کړ.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په پښتو ژبه یو ډول بندیز حاکم و او په ډېرو  لویو سیاسي، ملي مجلسونو او غونډو کې په پښتو ژبه خبرې نه کېدې، خو د وخت په تېریدو سره په کابل کې په پښتو ژبه د ځینو رسنیو د فعالیتو پیل او روسره همهاله د پښتو ورځ ټاکل کېدل ددې لامل شول چې پښتانه د خپلې ژبې د لوستلو، لیکلو او پاللو ته وهڅوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال، خو ان د پوهنې او لوړو زده کړو ټول تعلیمي نصاب په بله ژبه لوستل کیده او هغه سیمې چې مطلق اکثریت په کې پښتانه ژوند کوي د هغه ځای ښوونځیو کې هم پښتو باندې تدریس نه کېده.

د حامد کرزي تر واکمنۍ وروسته چې کله ولسمشر غني واک ترلاسه کړ نو لږ تمه پیدا شوه چې ګڼې ښاغلی غني به د ارګ په دریځ د پښتو ژبې اهمیت او ارزښت ته درناوی وکړي او پښتو ژبه به د حکومت د رسمي ژبې په توګه وکاروي، خو له بده مرغه نه یوازې په حکومتي چوکاټ کې پښتو ته ارزښت ورکړل شو بلکې ښاغلی غني د وینا پرمهال لس سلنه پښتو خبرې نه کوي.

له هغې ورځې چې ولسمشر غني واک ترلاسه کړی تر اوسه یې چې څومره مکتوبونه، حکمونه او فرمانونه صادر کړي لس سلنه پښتو ته ځای نه دی ورکړل شوی، د ولسمشرۍ ماڼۍ ټولې چارې په بله ژبه ترسره کېږي اوس هم لیدل کې چې په لوی لاس په ارګ کې پښتو ژبې سره تبعیضي چلند روان دی.

تر ولسمشر وروسته اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ژبو ترمنځ توازن په پام کې نه نیسي، منو چې ښاغلی عبدالله عبدالله د پښتو په ویلو کې ستونزې لري، ځکه نوموړی په داسې ځای کې لوی او پالل شوی چې هلته د پښتو ژبې خلاف پلانونه او طرحې ترتیبېدې، خو اوس چې عبدالله عبدالله حکومتي موقف لري، باید د ژبو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي چې له بده مرغه اوسمهال پښتو ژبه په اجراییه ریاست کې په بد حالت کې ده.

له هغې ورځې چې عبدالله عبدالله اجراییه رییس مقرر شوی دی تر ننه پورې چې د وزیرانو شورا کومې غونډې شوي عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې هم په پښتو خبرې نه دي کړي. د وزیرانو شورا په دولتي چوکات کې مهم ارګان ګڼل کېږي او د وزارتونو اجراییه چارې له همدې ځایه تنظیمږي. دغه غونډې چې دولتي بڼه لري، تنظمیونکي یې مکلف دي چې د ژبو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي.

عبدالله عبدالله چې د اجراییه ریاست له پیله څومره مکتوبونه، حکمونه او امرونه صادر کړې یوې هم په پښتو ژبه نه دی لیکل شوی، په اجراییه ریاست کې نه یوازې پښتو ژبې ته اهمیت نه ورکول کېږي بلکې ایرانۍ پارسي ته زیات ارزښت وکړل شوی او کار ترې اخیستل کېږي.

ځیني هغه کلمې چې په اساسي قانون کې د ملي ترمنالوژۍ په توګه خوندي شوي اجراییه ریاست یې په روښانه توګه نقص کوي او پر ځای ایرانۍ کلمې کاروي. موږ نه وایو چې ټول خلک دې په پښتو ژبه خبرې وکړي، خو دولتي کسان چې د اساسي قانون له مخې د ژبو په لیکلو او هم د په لوستلو مکلف ګڼل کېږي چې د ژبو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې اجراییه رییس عبدالله عبدالله مکلف دی چې پښتو ژبه په اجراییه ریاست کې د افغانستان د ملي او لومړۍ رسمي ژبې په توګه تطبیق کړي او ټولو ادارو ته لارښوونه وکړي چې د دغه دولتي بنسټ په چارو کې پښتو ژبې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په درنښت

د پښتو ژبې د پایښت او پرمختګ په هیله.

مړه او سپېره دې وي د پښتو ژبې دښمنان

تل دې وي ملي یووالي، ژوندۍ دې وي د لوی افغانستان د جوړیدو هیلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply