امريکا ته کوچ، حکومت ته چاړه طالبان/ جمشيد غزنيوال

0 646

طالبان د سږني «۱۳۹۷ل» کال د اختر د مبارکي په پيغام کې ليکي چې “که امریکایي چارواکي واقعا د افغانستان د قضیې په سوله ایز حل باور لري باید مستقیما د مذاکراتو میز ته راشي تر څو د اشغال  دغه غمیزه چې لوی  زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسیږي، د خبرو له لارې حل شي.  “

د سولې په مورد کې امريکا ته د طالبانو تر کوچو نرم او پوست دريځ له ځان سره ډېرې مفاهيم لېږدوي او ګڼې خبرې پرې کېدای شي.

کله چې د تېر ۱۳۹۶ل کال په کب مياشت کې ولسمشر د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو ته د سولې په دايره کې کوم وړانديزونه وکړل، دومره بې‌ساري وو چې که يې طالبان تله پرې تېره کړي، ممکن پر پاڼ د ولاړو شېبو اخېره يې شي او بيا هيڅکله دغسې لاس ور و نه غځول شي.

د طالبانو په سږني اختريز پيغام کې چې ظاهراً ډېر د ولس په خير ښکاري، خو تر شا يې د وينو رګونه غورځي، داسې ښکاري چې سولې ته د بين الافغاني تفاهم په حيت ډېر قايل نه دي.

د ۲۰۱۸م د جنوري پر لومړۍ چې ډونالډ ټرمپ په خپل يوه ټويټ کې پر پاکستان د فشار خبره را ميدان ته کړه، پاکستان په ډول ډول کوښښ وکړ چې خپل بايللی رنګ بېرته ځای ته راوړي. مثلاً يرغمل بهرنيان جوشوا بويل او کتلن کولمن يې داسې مهال خوشې کړل چې دوی تر خوږ ګوته نيول شوي وو.

طالبانو د پاکستان له تلولي حالت سره په خپل امارتي دريځ کې چې معمولاً پر تحجر ولاړ وي، رنګارنګ نظرياتي بدلونونه تبليغ کړل. په خپله اوسنۍ اعلاميه کې يې ان د امريکا پر ولس د زړه‌سوي حس را پارېدلی دی. د يوناما په کلني راپور کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شويو ملکيانو شمېر تر ۱۰ زره اوښتی، په دغه تعداد کې اکثره د ځانمرګو په ډل‌وژنو کې له منځه تللي دي. طالبان په خپله اعلاميه کې د امريکا د ولس زيان ته نوک نيولی، حال دا چې په امريکا کې طالبانو يو ځانمرګی هم نه دی کړی، دلته يې يوازې د رمضان په مبارکو ورځو کې لسګونه لښتي وبهول. د ۲۰۱۷م په اګسټ کې چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله سټراټېژي اعلان کړه، طالبانو په ښارونو کې هغسې قتل‌عام ته مخه کړه چې په نږدې تېر کې يې ساری نه و. په کابل کې دوو سترو حملو ۱۵۰ کسان شهيدان کړل، پر کانټنينټال بريد تر ۱۸ تنه زيات تلفات واړول، د جنوري پر ۲۷مه يې په کابل کې د امبولانس په وسيله موټربم بريد وکړ او تر ۱۰۰ ډېر کسان يې شهيدان او شا و خوا ۱۵۸ نور يې زخميان کړل.

خو په ټوله سپين‌سترګي يې په خپله سږنۍ اعلاميه کې ليکلي چې «د اسلامي امارت په اند، د ملکي تلفاتو موضوع له ډیرو مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ده.  خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې  د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره  موږخپل ټول وس کړی او بیا یې هم کوو.»

جالبه دا ده چې دوی د ملکي تلفاتو په برخه کې د احتياط کولو ټول وس کړی. که يې وس نه وای کړی، موږ به يې څومره وژلو!؟ دغه جمله داسې ښکاري لکه «د مخنيوي» عبارت چې اضافي پکې لوېدلی وي، دا جمله داسې سمه راځي «چې د ملکي تلفاتو “د اوښتو” لپاره  موږ خپل ټول وس کړی او بیا یې هم کوو.»

د سولې په برخه کې طالبان اوس په دې هڅه کې دي چې د افغانستان حکومت د پاکستان په لارښوونه منزوي کړي او داسې يې بې‌روله معرفي کړي چې ګواکې دوی نېغ په نېغه د سپينې ماڼۍ د تفاهم پر مېز ور بېرته شي، مګر خبره دا ده چې له امریکا سره د طالبانو مستقیمې خبرې د افغانستان اوسنی کړکېچ له دې کبله هم نه‎شي هوارولای چې افغان دولت په امریکا سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د یو دولت په توګه اړیکې او دوه‌اړخیز تړونونه لري. دا خو داسې نه‌شي کېدای چې سپينه ماڼۍ طالبان ټيک مارک کړي او دلته دې زموږ د کلي طالب د عدالت مېز ته نه را کشول کېږي. سوله بايد هلته وشي چې جنګ پکې کېږي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو معینې الیس ویلز رسنيو ته ویلي وو؛ “د طالبانو لپاره زموږ پیغام دا دی چې د سولې دروازې خلاصې دي… هغه طالبان چې د افغانستان اساسي قانون مني، له ترهګرو سره اړیکې پرې کوي او له اورپکۍ لاس اخلي، کولای شي چې د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي. “

د مېرمن ويلز په خبرو کې هم هغه ټکي شته چې که امريکا او طالبان د سولې خبرې سره پيل هم کړي، طالبان يې منلو ته نه‌شي تيارېدای. طالبان د افغانستان د اساسي قانون ډېری مادې له شريعت سره ټکر ګڼي، ديني نصوص په خپل تفسير د اساسي قانون په مقابل کې دروي، د نړۍ له ترهګرو ګروپونو سره د اسلامي اخوت په نامه اړيکې پالي، دلته به يې عربان او چيچنيايان په خار ورسره ګرځول، اوس هم د افغانستان په کارېزونو له پنجابيانو سره يو ځای اودسونه کوي. اورپکي يې اوس د مزاج برخه ګرځېدلې، د هر تفاهم ځواب په بريد ورکوي. د جوزا پر ۱۲مه چې علماوو د اسلامي شريعت له ليدلوري د افغانستان د جګړې اړوند خپل موقف څرګند کړ، طالبانو د را وتلو پر وخت بريد پرې وکړ. دغه شرايط د امريکا له خوا دي، طالب څنګه بيا هم د افغان حکومت پر ځای له امريکا سره خبرو ته ترجيح ورکوي؟

دوی خو د خپلې لايحې او طالباني تعبيراتو له مجبوريته له امريکا سره په هيڅ صورت په نظرياتي لحاظ د سولې په تفاهم کې مېز ته نه‌شي را ټولېدای.

افغان حکومت طالبانو ته د سولې په مورد دومره انعطاف وښوو چې نږدې وه حکومت د ولس تر پېغور لاندې راغلی وای، نږدې وه چې ولس حکومت ته مخ ور اړولی وای چې زموږ وينې او دومره انعطاف څنګه سره ومنو!؟

خو د سولې د ورکې معشوقې ميينو افغانانو بيا هم د خپل حکومت په بې‌ساري انعطاف د خپلو اوښکو وينو تصوير د راتلونکي امن په ګلستان کې په موسکا ليد، ځکه خو يې ورسره «هو» کړه. طالبان د سياسي ډلې په توګه منل، په رسميت پېژندګلوي يې، د دفتر پرانيستلو صلاحيت ورکول، د اوربند قايمېدل، له نړيوالو تورو لېسټونو د طالبانو د نومونو لرې کېدل، تر سوله وروسته يې امنيت نيول او پر اساسي قانون بيا کتنه هغه موارد وو چې حکومت د طالبانو مخ ته په د انعطاف په کاسه کې کېښودل، خو دوی مخ ترې واړاوه.

اوس نو چې د افغان حکومت د سولې وړانديزونه د مېرمن اليز له شرايطو سره د طالبانو مخ ته کېږدې او بيا د طالبانو هغه علاقه چې له امريکا سره يې خبرو ته لري او د افغانستان له حکومت سره يې نه لري، سړی له ورايه پوهېږي چې طالبان نه تصميم پخپله نيولای شي، نه د خپل سياسي دريځ ثبات لري. دومره تناقض ځکه پکې شته چې د تصميم تر شا يې عزم او اراده د نورو ده.

د ۳۵۰۰ کسه علماوو د فتواء د سالم نقد پر ځای يې پر هغوی دا تورونه ولګول چې ګواکې درباريان دي او پيسې ورکړل شوې يا په زور را ټول کړل شوي دي. لومړی خو که دا هر تور رښتيا هم وي، دوی بايد د ۲۶مخيزې فتواء د ترديد لپاره تشريعي دريځ نيولی وای. د دومره علماوو پر اراده شک يوازې طالبان کولای شي، په احاديثو کې هم د معبتر سند حديث هغه وي چې راويان يې ډېر وي، ځکه دا امت په ضلالت اجماع نه کوي او پر درواغو د د دومره کميت مسلمانو اتفاق محال دی.

طالبان د ملا هبة الله په نامه په ليکلې اعلاميه کې يو ځای د دغو علماوو په هکله وايي چې حکومت “اوس کوښښ کوي چي دعلماءکرامو له نامه نه دځان په ګټه استفاده وکړي.”

خو دا يې نه دي ويلي چې علماوو ولې د ځان په سپر کولو اخېر د افغانستان د جګړې په اړه خپل دريځ اعلان کړ، حال دا چې نه يې په کور کې امينيت خوندي دی او نه يې د فتواء تر صدور نيم ساعت وروسته سر ته امن و. په هماغه ورځ څو تنه شهيدان او زخميان شول. دلته چې د دوی انګېزه دروني نه‌شي، تجمع يې امکان نه لري.

د طالبانو په اعلاميه کې راځي چې “د الله تعالی په نصرت سره مو تر خپل واک لاندې ساحو کې مثالي امن تامین کړی او د خپل توان او امکاناتو په اندازه مو د ولس د هوساینې، تعلیم او پرمختګ په برخه کې اقدامات کړي.”

مثالي امن هغه ته وايي چې د قراري او امن په برخه کې ټولنه ايډيال حالت ته ورسېږي، تاسې ورشئ په کليو کې خلک کوم حريت لري؟ کاروبار يې څنګه دی؟ ټليفوني خدمات څنګه دي؟ د رغونې کارونه څومره چټک روان دي؟ ولس طالبانو په کومه برخه کې هوسا کړی؟ په بغلان کې د برېښنا پايې الوزوي، په غزني کې يې ټليفونه بند کړي، په لوګر کې يې د تذکرو د سټېکر له وجهې له څو تنو د تناسلې الو د پرې کېدو خبرې خوله په خوله وګرځېدې، د غزني په جغتو کې يې همدا تېره اوونۍ د اجرستان ولسوالي نهه کسه محصلان په بم والوځول، مياشت مخکې يې د وردګو اوسېدونکی چې په روزګان پوهنتون کې استاد و، په کندهار کې شهيد کړ او… د طالبانو د ټولنيزې هوساينې، تعليم او پرمختګ د خدمتونو مثالونه به څه وي او څوک به يې راوړي!؟

طالبانو د امريکا ملت او کانګرس ته په يوه ليک کې د زاريو په کچه ليکلي وو چې د امریکا له خلکو او په کانګرس کې د دوی په وینا له سوله غوښتونکو غړيو غواړي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د سولې خبرو ته وهڅوي.

تر اوسه پورې امريکا طالبانو ته داسې جادويي د اله‌دين‌څراغ نه دی لګولی چې د دوی د ړندو هيلو سترګې ورته بينا شي، خو برعکس يې د افغانستان د سولې د وړانديزونو هرکلی وکړ او په دې توګه يې څرګنده کړه چې که طالبان د سولې په نامه پر کوم مفهوم باور لري، هغه دې له افغانانو سره بحث ته واچوي.

طالبان د اعلاميې په يوه څنډه کې د سولې ټکي ته ډېره يوه وړه او مبهمه اشاره کوي، وايي چې «د راتلونکې په اړه هم هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې ان شاءالله د هیواد راتلونکی به روښانه او له سولې او رفاه سره مل وي.  »

له پاسنيو خبرو څرګنده شوه چې طالبان د پاکستان په جبر له امريکا سره د سولې په پوښ کې د اړيکو لينک جوړول غواړي، دوی اوس افغان حکومت څنډې ته بيايي، لکن که امريکا له دوی سره خبرو ته کښېني، بيا به دوی په حاشيه کې پراته وي، معامله به د سيمې د هېوادونو او امريکا سطحې ته لوړېږي. بل دا چې تر اوسه په افغاني سطحه د سولې کابو هر اقدام طالبانو په بې‌اعتنايي تر پښو لاندې کړی، خو په نورو پسې يې د نورو په خوله د بسپنې کچکول اخيستي دی. په نوې اعلاميه کې يې هم ګنګستيا تر پخوا زياته ده، تناقضات اتڼ پکې وهي، د افغانانو وژنې يې تر خپله وسه پټې کړې او لوی او بې‌خندا تريخ طنز پکې دا دی چې وايي، روانه غمېزه د امريکا ولس ته هم زيان لري. لنډه دا چې طالبان تر اوسه پر يو داسې واضح سياسي کرښه پل اخيستو ته چمتو نه دي چې د امارت حيثيت سياسي کړي.

که سوله راځي هم طالبان به يې په حاشيه کې سيل کوي، طالبان د واک او تصميم له هغه صلاحيته ايستل شوي دي چې افغانان يې په هکله تر اوسه په شک کې وو. سوله به راشي، خو طالب به له ياده د وتلې کيسې غوندې شوی وي. طالب ځينې چانسونه لري، که دغه وکاروي، دوی خپل بقا تثبيتولای شي، مګر که دغه بقا ثابته شي، بيا به طالبان يوازې د چاړې وروڼه نه وي، د کوچو نرمي به هم پيدا کوي. اوس اوس طالبان له امريکا سره د کوچو سياست چلوي او افغان حکومت د ميسو په چاړه وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply