رښتیا چې په سوله کې خیر دی! / رښتین بانډوال

0 527

طالبانو د اختر درېیو ورځو اوربند ته ښه راغلاست ووایه او له نېکه مرغه دغه اوربند یې مراعت هم کړ.

عامو خلکو هم دغه اختر په ډاډه زړه ونمانځه له انتحاري بریدونو یې اندېښنه او وېره نه درلوده. د ښارونو په دننه کې او له ښارونو د باندې مېله ځایونو ته ورغلل. همداسې خلکو طالبان لیدل چې په موټرسایکلونو، موټرو او پیاده ښارونو ته راتلل، خلکو ته یې غېږ ورکول او ستړي مشي یې ورسره کول او همدارنګه ولیدل شول چې حکومتي عسکرو او طالبانو د جګړې په لومړۍ کرښې کې یو بل ته مېلمستیاوې سره جوړې کړې وې.

 دا هر یو یې یوه معنا او پیغام لري، یعنې دا چې ټول افغانان سره وروڼه دي، یو خلک دي، د یوه جومات خلک دي او په نهایت کې د یوه الله او یوه پیغمبر لمانځونکي مسلمانان دي. د بېلتون کرښې په دوی کې معلوم الحاله منافقانو او د پردیو جاسوسانو راوستې دي. په ډېری ځایونو کې طالبانو او د حکومتي عسکرو په یوه خوله او یوه اواز د الله اکبر تکبیرونه ویل او په ټوله کې یې یو عجیب احساس رامنځته کاوه او ځانګړی پیغام یې لېږداوه، چې دوی ټول یو ډول مسلمانان دي، سره وروڼه دي او نور جګړه نه غواړي او جنګ ته نه وايي.

سره له دې چې دومره تمه نه کېده چې دا اوربند به دومره ژور غبرګون رامنځته او د ټول هېواد په کچه به د سولې د یوه مارش او ان ریفراندوم بڼه غوره کړي. د اختر تر درېیمې ورځې کابل ښار او نورو ښارونو ته غځېدلې لارې پر طالبانو ډکې وې، ځینې ځایونو کې ان دوی په مارش روان وو او حکومتي عسکرو او عامو خلکو ته یې لاسونه ورکول. دوی داسې وښودل چې د یو څو د سرو وینو سوداګرو د منافقت له کبله د بېلتون او فراق ورځې وې چې تېرې شوې او نور مو بېرته د وروګلوۍ لاسونه سره ورکړل.

دغه پیغام د دواړو غاړو مشرانو ته و، چې نور جګړه بس ده، د ډېرو مړیو له ښخولو، د یتمیانو له ژړاګانو، د بورو له واوېلاوو نور ستړي شوي دي، سوله غواړي، باعزته سوله، باابرو سوله، د ځان او هر وګړي لپاره سوله!

د سرې جګړې او سرې وینې سوداګرانو باید نور په وازو غوږونو اورېدلي وي، چې د اختر د درېیو ورځو مارشونه او اوازونه د یو او یا څو کسانو او یا د یوې او یا څو ډلو مارشونه او اوازونه نه وو، بلکې د ټولو افغانانو مارش او غږ و چې نور د اختناق د زندان ځنځیرونه او قلفونه یې مات کړي وو او لکه یاغي اسونه کلیو، بانډو او ښارونو ته راوتی وو.

نور د افغان سولې په اړه هېڅ اندېښنه او تحلیل ته ځای نشته چې جز دا ووایو، نور د وینې هېڅ سوداګر نه شي کولای د سولې مخه ونیسي. ځکه وروستي اوربند نور په بشپړ ډول د باور فضا رامنځته کړې او د جګړې دواړو لورو وښوده چې خپله پرېکړه په کرسۍ کېنولی شي.

طالب مشران نور باید د سولې په اړه انې بهانې پرېږدي چې ګوندې له چا سره خبرو ته کېني او له چا سره نه کېني. د حکومت دغه وړاندیز چې په کابل کې طالبانو ته باید یو دفتر پرانستل شي پرځای خبره ده او تر هغه چې افغان حکومت له طالبانو سره سوله ونه کړي، نور یې نه شي کولای. له حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې ولیدل شول چې ډېری کړیو سولې ته خنډونه اچول خو همدغه ولسمشر او حکومت و چې دغه خنډونه یې لرې کول او بالاخره پروسه سولې او کامیابۍ ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply