مینه اونفرت / ګ.راحـــل ځاځی

0 1,333

نن که مونږ د اسلام د مبارک دین د پاکو، رڼو او سپیڅلی وړانګو د روښنایي تر چتر لاندی ژوند کوو نو دا دمینی برکت دی. همدغه مینه وه چې مبارک اسلام یی تر ننه راورسوه، زه یی تاسی ته د طیف کیسی د لوستلو وایم او دهغی تر څنګ داسی نوری په سلهاو پیښی او واقعی شته چې له ژوند سره په مینه کولو دلالت کوي. د برطانیی لوی شاعر او لیکوال ویلیم شکسپیر د مینی او نفرت په اړه وايي « که مینه راسره کوی نو په زړه کی به دی ځای لرم او که نفرت راڅخه کوی نو په ذهن کی به دی موجود وم، چی دواړه حالاتو کی به دی په یاد وم او دا دواړه زما په ګټه دي ». شکسپیر هم ځینو هغه حالتو ته اشاره کړي وي چې ابتدا یی له ستونزو ډکه خو انتها یی له خوږو ډکه وي. ځینی کارونه رښتیا هم په اوایلو کس د یو چا ذهن معکوس ښکته کیږی، ښه ورته بد او بد ورته ښه ښکاري، چی په دی خالت کی مقابل لوری تاسی ته یا له نفرت او یا له مینی په زړه او ذهن کی ځای درکوي. زه د دوستانو تر منځ دا کیسه ډیره کوم چې د ژوند اساس په مینه ایښودل شویدی نو که غواړی ژوند وکړی نو بایده دي چې له ژوند سره مینه وکړی. نه له یومشخص او ځانګړي شخص سره.

دا چې له ژوند سره څرنګه مینه وکړو نو باید په پوره او کامله توګه د ژوند په رښتیني او واقعي معنی ځانونه وپوهوو او د ژوند کولو له ټولو اصلونو ځان خبر کړو چې دا بیا یوه خانګړی او لویه موضوع ده چی دلته یی راوړل ناشوني راته ښکاري. خو که مینه مو د یو ځانګړي شخص او یا شي سره وه، نو دا مو په ژوند کی له پرمختګونو وروسته پاتی کوي او بیا د هغه اعمالو او کردارونو کړنی درڅخه کیږي چې ژوند مو په خطر کی اچوي، زه یو دوه نمونی را اخلم. Devdas د هندي سینما دخپل وخت تر ټولو کامیاب فلم دی د دی فلم ستوري له کوچنیوالي له یو بل سره له حده زیاته مینه لري خو د دوی میني په روزمره خواهشاتو او غوښتنو ولاړه او په فردي محور څرخي، بالاخیره کیسه په بل ډول اوړي، لوستی ځوان چې د یوی نامداره او عزتمنی کورنی وي خپل تحصیلات په برطانیه کی بشپړوي، کور ته په راستنیدو یی معشوقه له څه وخت وروسته بل چاته په نوم کیږي، خوص لرونکی ځوان چې دا حالات ګوري نو د یو شخص مینی دومری په سر اخیستی وي چې د کورنی ابرو او عزت یی له یاده ووځي بل ښار ته ځي او هلته په نشو اموخته، بالاخیره ددی فلم هلک چې «دیو» نومیږي د مرګ تر پولی رسیږي او خپل خوږ ژوند د یو مشخص شخص لپاره له لاسه ورکوي. دا ولې؟ پدی چې د هغه مینه له یو فرد سره وي نو له ژوند او افرادو سره، ځکه خو یی پای خطرناک تمامیږي. «شیو کهرا» له عمره پوخ یو هندي سړی دی د هغه ژوند د علم تر څنګ په تجربو ولاړ دی. یو کتاب یی لیکلی « ویاړلی ژوند » د دی کتاب پر پښتی لیکل شوي چې « تر ویاړل کیدو ویاړمن اوسیدل غوره دي».

ماته دا لنډه جمله کتابونه کتابونه خبری او تشریح لري، که مونږ د خپلی ټولنی تیر تاریخ ته وګورو نوهر هغه څوک چې د ټولنی له منځه د ټولنی په خوښه راپورته شوی نو د ویاړ تر لوړو رسیدلی، چې ښه مثالونه یی د «بابا»، «نیکه» او «ملالی» القاب دي. نن صبا ټول دوستان پدی باور او یقیني دي چې روان سیستم یو ډول مافیایي سیستم دی که ته غواړی ویاړمن شی نو ټول هغه څه چې ته یی د ویاړ لپاره لری اول باید له هغو تیر شي او د ویاړل کیدو لپاره یی قرباني کړی. دلته بیا کیسه د مینی راځي خو له وطن او ولس سره، که ته ویاړمن کیدل غواړی نو هغه څه به تر سره کوی چې مافیا یی درته وايي، نه ولس. نو مافیا هیڅکله هم داسی نه وايي چې هر هغه کار وکوه چې د وطن او ولس په خیر او ګټه وي. دوی ته یوازی او یوازی خپلی شخصي ګټی مهمی دي نور څه نه. خو بل پلو دلته هغه د ارواښاد صاحب شاه صابر صیب خبره هم شته چې وایي: ستوري د سختو نه تیریږي چې سحر ته رسي. نو دا تولنه او وطن داسی ځوانان هم لري خو د ګوتو په شمار هغوی چې پدی کتګوری کی راځي هیڅکله به داسی کوم کار ونکړی چې د ټولنی او وطن په نقص او زیان وي. کیسه رانه اوږده نشي راځم اصلي موضوع ته، کیسه می د مینی او نفرت کوله:

که ما می خپل آمر د قانون په چوکاټ کی خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي، تشویقوي مې، زما پرمختګ غواړي او بلاخیره ما کار زده کولو ته هڅوي نو زه پر ځای د دی چې د هغه دغه کار ته د نفرت نوم ورکړم بایده دي چی مننه تری وکړم او د مینی وړ یی وبولم. خو بد بختانه دلته کیسه بل ډول ده: که ته یو څوک له فساده منع کوی مخکی یی خنډ جوړیږی، خپل مسولیت ته یی متوجه کوی، په غیر مستقیم دول یی تشویقوی چې پرمختګ وکړي او داسی نور هغه کارونه چې نه یوازی د هغه د ژوند په بهبود کی مهم رول لري بلکی د یوی لویی ټولنی په بهبود کی رغنده رول لوبولی شي نو د بختانه همدغه خلک بیا په مستقیم او غیر مستقیم دول سنګر درته نیسي او همدغه د میــنی «ژونــــد» نوم ته بیا د نفــــرت «جــــدایـــي» نوم ورکوي. خو زه بیا سره له دی دومره بلا بلا مشکلاتو سره د ارواښاد صاحب شاه صابر د یو غزل دا بیتونه ورته وایم چی: زه چی د بل دپاره څه کوم سهی کومـه. زه چی د ځان دپاره څه کوم خطا کومه. په ټـــــوله میـــنــه. ګ.راحــــل ځاځی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply