اوربند وسله وال طالبان هم وارخطا کړل/ محمد بشیر یوسفزوی

0 868

د افغانستان د دیني علماو د فتوا په اساس د روژې مبارکې میاشتې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسمشر غني اوربند هغه بېساری ګام او نوښت و چې په داخل او بهر کې یې پراخ هرکلی او ملاتړ وشو.

په پیل کې داسې باور موجود و چې وسله وال طالبان به دغه اوربند ته ارزښت ورنه کړي او خپل جنګ ته به ادامه ورکړي، خو دا چې د افغان علماو متفقې فتوا له طالبانو څخه د جنګ د دوام دلیل اخیستی و او بل لورته د ولسمشر غني د اوربند اعلان دوی بېخي بې ځوابه کړل، نو همغه و چې دوی هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

افغان وسله والو طالبانو ، د دوی بهرنیو ملاتړ او پاکستان دا نه ګڼله او نه یې هم د دې اټکل کاوه چې د دغه اوربند له برکته به افغان وسله وال طالبان خصوصاً هغوی چې د جګړې موجه دلایل لا هم پټ ورڅخه ساتل شوي او دوی د جنګ لیکو ته جذب شوي دي، چې دوی به یو دم ښارونو ته مخه کړي، افغان وسله والو ځواکونو ته به ور غاړې وځي، د خپل زړه خبرې به وکړي او په دې به اقرار وکړي، چې هم له جنګه ستړي دي او هم په ناحقه جنګ ته مجبوره شوي او دوی ته ناسم تبلیغات شوي دي.

که چېرې افغان وسله والو طالبانو مشران او د دوی بهرني ملاتړي په دې پوهېدلی چې دغسې به پېښېږي، نو اول یې اوربند نه اعلاناوه او که یې اعلان کړی هم وای، نو په دویم ګام کې یې حتماً طالبانو ته ښارونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ورتګ او له عامو خلکو سره د اوربند د جشن د ګډ نمانځلو اجازه نه ورکوله.

پاکستان او د وسله والو طالبانو نورو بهرنیو ملاتړو داسې ګڼلې وه چې افغانانو خو دا شل کاله په خپلو کې سره وژلي دي او دوی به هیڅکله هم یو بل ته دغومره نږدې نشي، مګر د اوربند په ورځو کې د عام ولس، طالبانو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډو جشنونو د وسله والو طالبانو مشران او پاکستان دواړه وارخطا کړي دي. له همدې امله طالبانو د اوربند د غځولو په اړه د ولسمشر وړاندیز و نه مانه او د اور بند تمدید یې رد کړ.

سره له دې چې طالبان دا ادعا کوي چې د اختر درې ورځې اوربند د دوی خپل تصمیم و، مګر دا ځکه ناسم دی چې که یې خپل تصمیم وای، نو ولې یې دا تصمیم پخوا نه نیوه او یا یې ولې د دغه اوربند له غځولو انکار وکړ، په داسې حال کې چې نه یوازې افغان ولس او بهرنیانو، بلکې په خپله د دوی جنګیالیو هم د دغه اوربند ملاتړ وکړ او د جشن په توګه یې ونمانځه.

حتی اوربند د طالبانو قوت او واحده قومنده هم چلینج کړه، سره له دې چې په دې وروستیو کې خصوصاً د ملاعمر له مړینې وروسته طالبان په خپلو کې سره پاشل شوي او په څو ډلو وېشل شوې دي مګر بیا هم دوی داسې ښودله چې دوی یوه ډله او یوه قومانده لري، مګر که دوی رښتیا هم واحده ډله او قومنده لرلی، نو ولې یې خپل درې ورځنی اوربند له خپل ټاکلي وخت څخه رالنډ کړ؟

دلیل یې دادی چې طالبان د خپلې ازادې ارادې خاوندان دي، ځکه کله هم چې دوی خپل جنګیالي ولیدل چې ښارونو او امنیتي ځواکونو ته ور روان و، نو دوی یې سخت وارخطا کړل او همغه و چې بهرنیو بادارانو یې ورته امر وکړ چې ژر تر ژره اوربند پایته ورسوي او خپل جنګیالي ښارونو ته له تګ څخه منع کړي او د دې لپاره چې د درې ورځني اوربند خوښۍ او هیله مندۍ په خواشینۍ واړوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply