دلته جهاد په ټپه ولاړ دی / عبدالرووف لیوال

0 579

کله چې په ړندو سترګو

په وچو شونډو

پښې ابله، تڼاکو پښو

اوه سوه کیلومتره پلی راځی

خوهغه داسلام اوجهادسترګې

رډې ،رډې ورته ګوری او

سمٌ ، بکمٌ ،فهم لایرجعون شی

 

********

 

کله چې په خپلو لاسونو

غوښې ټولې کړی دخپلوعزیزانو

په سر خاورې بادوی

دویرپه ټغر کینی

په شپو، شپو څه نه خوری

اسلام ورته برګې ، برګې ګوری

نودلته اسلام او جهاد په ټپه ولاړ دی

 

**********

کله چې اوربند شی

دښمنې شونډې یوبل ته په مسکا شی

غیږې سره ورکړی دښمنان وروڼه

جهادی قارون ورته په غړمباشی

زه لاموړ نه یم ، زماروزی کې لغته مه وهی

نودلته دجهاد دلنګراچولوتمځای دی

عبدالرووف لیوال

دکمکی اختراتمه شپه ۱۴۳۹

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply