هېواد مشر غني ته / سيد حسين پاچا

0 717

هېواد مشر غني ته :

خير که طالب اوربند ونه غځولو، خو تاسې يې يو کلن وغځوئ

تاسې دې ولس ته د يو لوراند، زړه سواند، عالم وکارمند په توګه له لجوجته ډډه وکړئ. له تاسې سره ځينې کارونه ښه نه برېښي

 

جنګ ته ادامه اسانه، خو سوله لاسته راوړل سخت دي. سوله الله تعالی ستايلې، تاو تريخوالی نه. جنګ ناخوالې وناورينونه زېږوي، ښه زيری نه لري. د اوربند غځونه د ټول ولس په خير ده تاوان پکې نشته. الله تعالی د خپلې لورېينې له مخې ځينو خلکو ته پر ځينو باندې د ځينو لويو ملي – اسلامي خير ښېګڼو او چوپړونو پوهه او توان ورکړی وي

 

 

ښاغليه،

تاسې ته هلته په ټولنه کې د يو اوسېدونکي په توګه له هر چا ښه پته ده چې زموږ ولس له څلور لسيزو راهيسې د يو ناسم ونادرست مذهبي او هم د څارګري موخو په جګړه کې راښکېل دی او له لسيزو راهيسې پر يو او بل نوم وژل کيږي. ژوند ترې اخېستل کيږي او له ستونزو او کړاوونو سره اخته کيږي. مذهبي، سياسي، نظامي واقتصادي اړخونه يې له هر چا تاسې ته د يو عالم او اقتصاد پوه په توګه ښه روښانه دي او له هر چا پرې ستاسې سر ښه خلاص دی.

 

له ستاسې مننه چې د هېلمند مدني حرکت ته مو په پوره سړه سينه، زغم سره او په ښه شهامت واخلاص سره د ((هو)) ځواب ووايه. دا ستاسې د علمي، کارپوه او تجربه کار او دې ولس ته د ښه چوپړ او ستاسې د ښو اخلاقو ثبوت ورکوي چې تاسې او موږ ټول ولس په ريښتينې مانا سوله، سوکالي وارامي غواړو. ځينې ستونزې دننه هم شته، خو ولې زموږ بهرنۍ ستونزه چې تل يې پر موږ فقر، بېوزلي، جنګ، بېثباتې او ورور وژنه راتپلې. له لسيزو راهيسې زموږ نسلونه د ټوپک، ورور وژنې، د ملي وټولګټو پروژو تخريب و ورانولو او د هېواد سېځنې روحيه او زده کړه راکړل شوې شوه، د خلکو نظاميانو، څارګريانو، سياستوالو، لوبغاړو او ملايانو ټوله ورځ زموږ جهاد يا په بله مانا زموږ د ټولوژنې، هېواد ورانونې، تلپاتې جنګ وبېثباتۍ ته ملا تړلې وه او خپلې نظامي واستخباراتي سلطې ته يې مذهبي رنګ ورکړی وو او د لسيزو راهيسې يې راباندې خپله ناولې، نااعلان شوې او تپل شوې جګړه يې د ځينو سياسي ملايانو په زهرجنو تبليغاتو راتپلې وه چې هېڅ اسلامي صبغه يې نه لرله، بلکې خپلې استخباراتي موخې يې مخته وړلې. له نېکه مرغه چې نړيوال هم دې نتېجې ته ورسېدل چې ستونزه له کوم ځايه سرچينه اخلي؟ ځکه خو ښاغلي ټرمپ د نوي کال په پيل سره په مېړانه او په غوڅه لهجه د ځېنو خلکو هغه پټې څېرې بربنډې کړې او په زغرده يې ځينو ته د خپلو دروغو په تړاو سيده ګوته ونيوله چې دغومره جرئت هېچا مخکې نه شو کولای او دا ټول ستاسې د عالمانه، مدبرانه او ارام سياست پايله وه چې پر ځينو باندې خپل دوستان بېباوره شول او د هغوی دوه مخي يې ورته جوته شوه. اګر چې هغوی له مخکې نه ښه پوهېدل، خو دغه جرئت يې نه شو کولای او دغه ستاسې زموږ او هم د نړيوالو لپاره د ښه فعاليت او نړيوال ذهنيت تيارولو لپاره يو بېساری چوپړ (خدمت) دی چې تاريخ به يې وساتي. دا کار زموږ په جهادي مشرانو کې د هېچا له توانه پوره نه وو. دا ځکه چې ټول همدوی جوړ کړي وو او د دوی هر يو پر نبض او ضعف باندې ښه پوهېدل چې څنګه يې راکنټرول کړي، خو دا ستاسې د علم، پوهې او عالمانه سم سياست نتېجه وه چې نن ټولې نړۍ يا په بله مانا اسلامي – غير اسلامي نړۍ ته لغړ په تن ولاړ دي. که دوی انسانان وي، نو همدا يې بس دی چې بيا افغان ملت ته په سپکه وکږه سترګه ونه ګوري او نه يې د تسخير او نه يې له ځان سره د پينځمې صوبې د الحاق هيله په زړه کې تېره شي.

 

زما خپله شخصي او د ولس هيله له تاسې دا ده چې تاسې دا ابتکار کړی او دا ابتکار الله تعالی تاسې درته په برخه کړ، نو اوس به يې په نيمايي لار کې نه پرېږدې. تجربو دا ثابته کړې چې له بامه ي له پورته رالويدنه (غورځېدل) اسان، خو ختل سخت دی. راپرېتول اسان، خو ارتقاء سخته ده. رنځورتيا اسانه، خو رغښت وخت نيسي. جنګ اسانه، حو سوله سخته، هېواد ورانول اسان، خو ابادول يې اسان نه دي. د خلکو، ولس او  د ملت راټولو سخت، خو خوابدي کول يې ډېر اسانه دي. د ولس خبرو ته غوږ اېښول سخت، خو خوابدي يې ډېره اسانه ده. خوا او خپلې سينې ته د ولس رانژدې کول سخت، خو شړل او متنفر کول يې ډېر ژر او اسانه دي. د ولس اعتبار و او ډاډ لاسته راوړل ستونزمن او وخت و سخت کار ته اړتيا لري، خو ځان بې اعتباره کول اسانه دي او دې ورته.

 

تاسې د هېواد مشر په توګه د يو ښه لارښود په توګه د حديبې د سولې نه ابتکار واخلئ چې هلته ظاهراً د مسلمانانو په تاوان، خو د پېغمبر عليه الصلوة والسلام له برکته الله تعالی پکې خير واچولو او د مسلمانانو په ګټه پرېوته. د سولې غځونه به ظاهراً ښايي تاسې له نيوکو سره مخ کړي، خو زه پوره باور لرم چې څښتن تعالی به يې زموږ د ګران و له ډېر وخته د کړيدلي ولس په ګټه تمام کړي. ځينې وخت ځينو کارونو ته زړه لويول او سينه سپر کول غواړي چې دا دواړه زه په تاسې کې په معنوي لحاظ وينم او له شک پرته چې دې ولس او دې هېواد ته به ستاسې د وينا پر بنسټ ((با عزته سوله وارامي)) راځي چې دا ستر خدمت به رب العالمين ستاسې د بېساريو او نه ستړي کېدونکيو هلوځلو او نه ستړيا له برکته راځي. تاسې ورته د خپلې پوهې، لوړو زده کړو، ښې کاري مخينې او لورېينې له مخې وګورئ چې بوټو، بابر، ضياء، اختر عبدالرحمان، حميدګل، مشرف، شيري رحمان و امام يې وايی او نصيرالله بابر بيا له فرهاد علي خاور سره په خپله مرکه کې په څومره وياړ وايی چې دا هغه خدمت (چوپړ) دی چې ما پاکستان ته کړی دی :

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

Making the water boil in Afghanistan

Praveen Swami

Was the attack on the Indian mission in Kabul a one-off terror attack, or part of a calibrated Pakistani strategy?

 

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”

 

Ever since a car bomb ripped through the Indian mission in Kabul on Monday, India’s National Security Adviser, M.K. Narayanan, as well as top officials of the Research and Analysis Wing, the Intelligence Bureau and the Ministry of External Affairs, have all been focussed on just one question: was the attack a one-off strike by Islamist terror groups, or part of a focussed operation by Pakistan’s covert services to make the water in Afghanistan too hot for India to swim in?

 

General Hameed Gul:

Taliban should Burn down Kabul.

 

Musharraf:

Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

 

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

 

کرنيل امام :

د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي.

 

زموږ په تېر جهادي و اوسني طالبانو کې لا تر ننه داسې څوک پيدا نه شو چې خپل ځان يې پېژندلی او راټول کړی وای. هغو چې ځان يې لږ وپېژنده له يو بلا ستونزو او پر مرګ ورته پرېوته چې له ډلې يې ملا عبدالغني برادر، ملا رباني، ملا عثماني، ملا عبيدالله اخوند، مولوي عبدالرحيم ثاقب، مولوي عبدالسلام ضعيف، ملا عتصم آغا او داسې نور چې هر يو يې خورا بوږنوونکې ناخوالې لري.

 

ښاغليه،

دا ملت له پيله تر ننه له هر اړخه سخت ټپي شوی. ځينې ټپونه يې ژور دي، خو دا هر څه به ستاسې د يو قاطع تصميم په پايله کې رغيږي او ډېر ژر به رغيږي. ستاسې د ډاډ وتسلا په پار دا به بس وي چې :

حديث الرحمة :

الراحمون يرحمهم الرحمن , ارحموا من في الأرض , يرحمكم من في السماء

وتعاونوا بالبرّ والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان

فبما رحمة (*) من الله لنت (۱) لهم – ولو کنت فظًّا غليظ القلب – لانفضوا من حولک، فاعف عنهم (۲) واستغفر لهم (۳)؛ وشاورهم فی الأمر (۴) فاذا عزمت (۵) فتوکل (۶) علی الله …

 

حکمت :

د څښتن تعالی رحمة mercy د انسانانو په زړه کې نرمښت softness راولي. نرمښت چې راشي، نو اعراض يعنې تېرېدنې ignorance او بښنې forgiveness ته لار پرانيستل کيږي. د دې په پايله کې الله تعالی مفاهمت ومشاورت ته لار پرانيزي. کله چې مفاهمت راغي، نو خبره پرېکړې ته رسيږي او له پرېکړې پسې سم له لاسه عمل او پر الله تعالی توکل ته چې هر يو زموږ الحمد لله عقيدتًا دېته تيار دی او ستونزه به پکې نه وي. د مسلمان هر وخت پر الله تعالی توکل وي، خو له توکل مخکې بايد ځينې شيان مراعات شي، لکه له لمانځه مخکې اودس چې اړين دی. بې اودسه خو لمونځ نه کيږي، همداسې له توکل مخکې د الله تعالی ځينې غوښتنې ترسره شي.

 

اړينه يادونه :

دا چې ښاغلي سيد اکبر  اغا پخواني طالب چارواکي له طالبانو سره د سولې په پار د دوی د بنديانو د خلاصون او د بهرنيانو د مهالوېش خبره کړې. ټول ولس همدا غواړي. هېڅوک د بهرنيانو شتون نه غواړي، خو دومره ده چې د بهرنيانو مهالوېش بايد په بين الافغاني مذاکراتو يعنې خپلمنځي خبرو کې پرې بحث وشي نه له وخت مخکې مهالوېش چې د تېر په شان د ډاکټر نجيب الله د وخت پېښه بيا تکرار نه شي. له يو لورې هغه وخت په پېښور کې د تفاهم شوری غړی جنرال کټوازی او داسې نور شهيدان کړل او له بل لورې يې د جبل السراج ناولی ائتلاف راميځته شو.

 

د يو شمېر بنديانو پرېښوول (خلاصول) ښه خبره ده، خو د بهرنيانو د مهالوېش په مساله کې بايد پوره سوچ او غور وشي. له بده مرغه لا تراوسه زموږ د ډېرو جهادي وطالبي چارواکو سرونه لا د ځينو مغرضو ګاونډيانو پر مغرضو او پېچلو سياستونو لا خلاص شوي نه دي. دوی له دغې قضيې سره ډېر سطحي برخورد کوي. ځينې بهرني و ګاونډي هېوادونه او د دوی نظامي وڅارګري قوتونه همدغه ټکي او همدې شېبې ته سترګې پر لار او په تمه دي.

 

تقوی او نيکي اوس همدا ده چې پر ولس له هر لورې د تپل شوې جګړې پر ځای د سولې او د جنګ د بس کېدو هلې ځلې وشي. هر اړخيز کار په کار دی چې نوی نسل (ځوان کهول) او ولس وپوهول شي چې جنګ د هېچا په ګټه نه دی. جنګ ناورينونه او ناخوالې زېږوي او ښه زيری نه لري. په اوس وخت کې ولس ته سوله وارامي وسوکالي راوړل، د فقر وبېسوادۍ سره مبارزه تر ټولو غوره عبادت دی. دېته د مخلوق چوپړ (خدمت) ويلی شي او د مخلوق يعنې د ولس خدمت تر هر څه ستره ښېګڼه او بهترين عبادت دی. فقر (ولږه/لوږه) تر کفر بدتر ده.

 

ښېګڼه او انجام يې :

اوس خو لا ښه دی چې خپله پته لرو. له نړۍ سره مو اړيکي بيرته ورغېدل. که خدای مه کړه تېروتنه بيا تکرار شي، نو د تېر په څېر به دا ځل ښاغلی کرزی د شل ځلو پر ځای سل ځلې سيند ته تږی يوسي او بيرته راولي او څه به لاسته رانه وړي. د ښاغلي کرزي له توانه ځينې کارونه پوره نه دي او د کولو او سرته رسولو پوهه و توان يې نه لري. داسې نه شي چې بيا هر څه له لاسه ورکړو او بيا له منفي صفر څخه شروع وکړو چې تلپاتې به د خلکو ټپ سيوري او په تياره کې وساتل شو.

 

ځينې طالب لوړ پوړي چارواکيو ته ويل شوي چې لومړی بايد د بهرنيو ستونزه يوې خوا ته او بيا نورې په کور دننه حلولو چې دا د ځينو منحوسو څارګرو ادارو له لورې د دوی سياسي ملايانو ته ويل شوي او هغوی د دوی غوږونو ته رسولې، خو داسې نه ده. داسې نه شي چې بيا د تېر په څېر د جونېجو پر ځای دا ځل مو سرتاج عزيز او يا بل استازولي کوو. خپله پته له لاسه ورکوو او د نورو په خولې لکه ضياءالحق او اختر عبدالرحمان به ويل چې :

  • ضياءالحق : ((افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي)).
  • اختر عبدالرحمان : ((بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي)).

 

له تاسې درانه مشرتابه، عالم او اقتصاد پوه او د يوه پوه مدبرانه سياستوال په توګه دا هيله کيږي چې ځينو باريکيو ته متوجه اوسئ چې ډېر سطحي برخورد ورسره ونه شي. افغانان غواړي چې خپله د تېر او اوس پيرونو سياسي استازولي پخپله وکړي او افغانان غواړي چې له ګاونډيو، سيمه ييزو ګاونډيو او له نورې بهرنۍ نړۍ سره خپله مخ پر مخ له خپلې پتې وګوري او خپل اړيکي پخپله له خپل ګران هېواد له خپلې پتې ترسره کړي. موږ هېڅکله او هېچا ته د دې حق نه ورکوو چې بيا د ځينو بېعزتو په څېر دغسې هيله وتمنا يې په روح و روان کې تېره نه شي.

 

دا هم اړينه بولم چې د مشر ملا صاحب په ټاکنه قرآني مزاحمت له پامه غورځول شوی وو، چې دا ځل قرآني ترتيب له پامه ونه غورځيږي او هغه دا چې :

  • وشاورهم فی الأمر خپلمنځي روغه جوړه، مصلحت ومفاهمت
  • فاذا عزمت بيا ګډه پرېکړه
  • فتوکل علی الله بيآ ورسره پر الله تعالی توکل

 

له خپلمنځي مصلحت ومفاهمت يعنې بين الافغاني خبرو اترو يا جرګې او ګډ تصميم (پرېکړې) مخکې د بهرنيانو مهالوېش د تېر په څېر ستونزه ونه زېږوي چې بيآ به يې جبران سخت او خنډن وي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply