امارت د قضاوتونو تر تېغ لاندې / صدیق دقیق

0 698

له نښو نښانو داسې ښکاري چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل اړخونه نور د طالب په فارمټ کې د دې جګړې دوام نه غواړي. روان نږدې ټول جریانونه پر دې خبره د متفق کېدو په حال کې دي چې جګړې ته یوه سیاسي حللاره وموندل شي یا پر بل ډول داسې ویلای شو چې اوسني ټول تعاملات د طالب د جګړې پر نفې کولو را څرخي او طالب هم ورو ورو په جګړهیزه بڼه خپل وجود تر ګواښ لاندې ویني. که ښکېلې بهرنۍ غاړې د خپلو ګټو د تامین په موخه له طالبه مخ اړوي؛ نو بیا به امارت تر یو څه وخته له خپلې پوټانشیلي انرژي کار واخلي خو هغه به يې ان څو میاشتې هم و نهشي چلولای.
هره پدیده خپل اوج ته تر رسېدو وروسته بېرته مخ پر ځوړ روانېږي، خو د طالب نزولي حرکت به د طبعيت د ټولو قوانینو پر خلاف ډېر چټک وي. د ښکېلو غاړو په تېره بیا افغان حکومت فعالې ډيپلوماسي د طالبانو امارت د قضاوتونو تېغ ته سیخ کړ. دا تېغونه له څو لوريو د امارت مرۍ ته برابر شول.

د طالباني امارت وجود ته تر ټولو لوی ناسور دا دی چې د دین په نوم پیل کړې جګړه يې د دین له معتمدو ادرسونو وننګول شي او همداسې وشول، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو تر پرېکړې وروسته، د افغانستان د علماوو درې زره کسیزې اجماع او تر هغه را وروسته د حرمینو امام دا جګړه ناروا او د مسلمانانو خپلمنځي جګړه وبلله. دې کار طالبان له سختې وېرې سره مخ کړي او ان اوس د خپل عدم او وجود اټکل هم نه‌شي کولای. تر دې ننګونو وروسته د طالب له وجوده د ايډیالوژۍ او دیني انګېزې ساه په وتلو او دا جسم پر جسد د بدلېدلو په حال کې دی.
بل هغه تېغ چې د امارت غاړې ته سیخ دی په کور دننه د عامه افکارو تېغ دی، نن طالب پر جګړه هر چاته ملامت ملامت ښکاري. تر اوبند وروسته خو ان خپله د دوی د جګړه‌مارو په منځ کې لا پر خپله روانه کړې جګړه او مشرانو یې شکونه پر ډېرېدو دي. د طالب په منځنۍ او ټيټه کچه کې داسې چینلونه په را پیدا کېدو دي چې د سولې په تړاو له خپل مشرتابه پرته او متفاوت خپل نظر څرګند کړي او دا د طالبي امارت لپاره بل لوی سرخوږی جوړولای شي.

یوه میاشت وړاندې د طالب تر واک لاندې سیمه کې هیچا دا نه‌شوای ویلای چې «موږ سوله غواړو!» ځکه د طالب د تعبیر پر اساس د سولې غوښتل د جهاد نفې کول و او چا چې جهاد نفې کاوه هغه خو باید د تکفیر تر ټاپې وروسته وژل شوي وای، خو تر اوربند را وروسته نور داسې نه ده، پرون په زابل کې د طالب تر لاس لاندې ولسوالیو زرګونو کسانو بېرغونه را اخیستي وو او د سولې سولې نارې يې وهلې.
که طالب د ولس د سولې غوښتنې و نه مني، په هغو خلکو کې به شته ځای ځایګی هم له لاسه ورکړي چې دوی ترې هره شپه ډوډۍ، د خوب بستره او د ویدېدو لپاره کوټه غواړي. روان ټول سیاسي تعاملات داسې دي چې پر طالب له هره اړخه بهانې ودرول شي. افغان دولت ورته خپله خپلواکي د اوربند له اعلان سره سم د امریکا او ناټو له خوا د هغه پر هرکلي او رعایت او بیا وروسته د اوربند پر اوږدولو په زباد ورسوله. پاکستان څه چې ان چین او روسیه لا دې باور ته پر رسېدو دي چې په طالب کې یې ګټې نهشي خوندې کېدای.

وړمه ورځ په ازبکستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او ان روسیې لا د ترهګرۍ او سازماندهي شویو جرمونو پر وړاندې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو د افغان دولت سټراټېژیک پلان تایید کړ او د هغه د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه. د امریکا خارجه وزارت په وار وار وویل چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې برخه اخلي او په دې سره د دوی هغه بهانه هم ختمه شوه چې له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه یې کوله.
تر دې وروسته دې امارت دې ته زړه نه ښه کوي چې بیا به ورته له اماراتو یا سعودي د ریالو بوجۍ را روانې وي یا به پاکستان په خپله خاورې شوې کالداره د دوی ګېډې او شاجورونه ډکوي. طالبي امارت که نور تر هر وخته دوام کوي هغه به د هیروینو د تولید او قاچاق د مافیا په بڼه وي یا به د کانونو او برق د بېلونو د غلا، خو دا به هم ډېر وخت وا نخلي، تر اوسه لا دوی هیڅ داسې روا او نا روا سرچینه نه لري چې اړتیاوې يې پوره کړای شي.

کله چې دا څرګنده شوه چې طالبي امارت په سیاسي، ایډیالوژیک او ولسي درې واړو ډګرونو کې د ملامتي له قضاوت سره مخ دی؛ نو د دوی لپاره تر ټولو ښه خبره دا ده چې هغې بین الافغاني سولې ته کښېني چې چې هم يې ولس غواړي، هم یې دولت غواړي او هم د سیمې اسلامي امت او نږدې ټولې نړۍ اجماع ورباندې شوې ده.
که داسې و نه کړي سبا به هم مړ وي او هم پړ!

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply