د چين له شاهي هديرې د نايابه بيزو غاښونه موندل شوي

0 1,099

ساينس پوهان وايي، د چين د شاهي هديرې د کېندنې پر مهال يې د داسې بېزو غاښونه او هډوکي موندلي دي چې زرګونه کاله پخوا يې نسل د ځمکې له مخه ورک شوی دی.
دغه هديره په شان‌شي سيمه کې ده او دوه زره او درې سوه کاله پخوانۍ ده.

ساينس پوهان وايي، تر اوسه د دغسې بيزو هډوکي په نړۍ کې بل ځای چېرته نه ول پيدا شوي او اوس چې پيدا شول، پر بېزو يې ساينس پوهانو Junzi imperialis نوم ايښی دی.

دوی وايي، داسې اټکل کېږي چې دغه بېزوګان به تر دوه نيم زره کاله پخوا پورې لا ژوندي ول او د چين شاهي خاندان به د کورنيو حيواناتو غوندې په کورو کې ساتل.
ساينس پوهانو له دغو هډوکو څخه د Junzi imperialis بيزو ډي اين اې هم اخيستې ده او په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply