حکومت اوربند وغځاوه، طالبانو ودراوه؟ / سید عبدالله پاچا

0 567

نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امنيت شورا په غونډه کې له طالبانو سره د اوربند موده لس ورځې نوره هم وغځوله. ها خواته طالبانو خپل درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه، او بيا يې د پخوا په ډول د افغانستان د ملت پر ضد د جګړې اعلان وکړ. ذبيح الله مجاهد د (اسلامي امارت) له ادرسه د خپل اوربند د درېدو په اړه يوه اعلاميه خپره کړې چې دلته يې بحث ته وړاندې کوم.

ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي ول چې اوربند يې د حکومت د اوربند په غبرون کې اعلان کړی، خو نن يې په دې اعلاميه کې ويلي چې د دوئ اوربند د حکومت د اوربند په غبرګون کې نه و بلکې د ولس د هوساينې لپاره و. په اعلاميه کې راغلي چې (اسلامي امارت) خپلواک دی او هيڅ بهرنی لاس نشته ورسره(!)

مجاهد دلته دوې خبرې متضادې کړي. يوه يې دا ده چې اوربند يې د ولس د هوساينې لپاره وکړ، دويمه يې دا ده چې امارت خپلواک دی. که دوئ د ولس د هوسياينې لپاره اوربند کړی وي، نو بيا د ولس هوساينه يواځې درې ورځې وه؟ ولس نورې هوساينې ته اړتيا نلري؟ ولس له دې جګړې نه دی ستړی شوی؟ ولس دې جګړې نه دی تباه کړی؟ ولس دې جګړې نه دی وژلی؟ که دوئ ته د ولس هوساينه مهمه وي، ولس سوله غواړي، که جګړه؟

دا بله خبره يې د امارت د خپلواکيت په اړه کړې چې له شک پرته مبالغه ده. دا څنګه امارت دی چې په جګړه کې خپلواک دی، په سوله کې نه دی. طالبانو تل، حکومت په غلامۍ تورن کړی، مګر تاسې وګورئ ولسمشر غني نن اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، مګر طالبانو خپل اوربند پای ته ورساوه. اوس يې ارزونه وکړئ، څوک غلام دی، څوک خپلواک دی. دې امارت ته سړی هغه وخت حيران شي، چې د خير په کار کې خپلواک نه وي، او يواځې د جګړې لپاره خپلواکي لري.

د دوئ په خپره کړې اعلاميه کې راغلي چې له اوربند وروسته طالبان له پراخ ولسي ملاتړه برخمن شول، او دا مالومه شوه چې د طالبانو او ولس داعيه يوه ده، او د دوئ په وينا هغه دا ده چې اشغال بايد پای ته ورسېږي، او يو اسلامي نظام حاکم شي. د طالبانو دغه درې واړه خبرې غلطې دي، او هغه په دې ډول:

اول دا چې ولس د طالبانو ملاتړ د دې لپاره نه دی کړی چې دوئ پخوا ښه کارنامې کړي، ښه مجهز، قوت دی، ښه مهربان خلک دي، ښه انسانيت لري، او ښه پوهه لري. ولس د دوئ ملاتړ ځکه وکړ چې دوئ درې ورځې پر همدې بېچاره ولس د ټوپک خولې نه وې اړولي، ډز يې نه و کړی، روغتون ته ژوبل او شهيد نه و ور وړل شوی، ميندې، او خويندې يې نه وې ژړول شوي. ولس د سولې ملاتړ وکړ، د طالب د شخصيت ملاتړ يې نه دی کړی.

دويمه خبره يې دا چې د طالب داعيه قدرت او جګړه ده د ولس داعيه سوله او امن دی. بل دا چې ولس هيڅکله نه دي ويلي چې وطن اشغال دی، نه يې دا ويلي چې موږ بل نظام غواړو. ولس تل د سولې ږغ کړی، طالبان يې سولې ته رابللي، او د سولې او مذاکرې له لارې يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده. ولس هيڅکله دا نه دي ويلي چې جګړه دې وشي.

طالبانو د اعلاميې په دوام کې بيا يو هوايي ډز کړی، او هغه داسې چې د اسلامي امارت پرېکړې ټولې د شريعت پر اساس او د ولس په ګټه ترسره کېږي، او له دې سره يې دا ادعا هم کړې چې زموږ هدف سوچه اسلامي نظام دی، او په اصطلاح پر خپل جهاد معامله نه کوو.

تاسې وګورئ د طالبانو کومه پرېکړه د شريعت پر اساس شوې ده. په مسجد کې بم طالبانو پټ کړ. په مسجد کې ځانمرګی طالبانو وکړ. لويې لارې طالبانو ورانې کړې. ښارونه طالبانو ويجاړ کړل. د موچي په تار طالبانو له بېګناه وګړو سرونه پرېکړل. په خيښتګ او لنګوټه کې طالبانو ماينونه پټ کړل. د ښځو جامې طالبانو واغوستې، د ولسي خلکو کورونه طالبانو د سنګرونو په توګه وکارول، ايا دا د شريعت پر اساس پرېکړې دي؟

د ولس په خوښه پرېکړه، خو يې دا ده چې نن يې بيرته جګړه پيل کړه. ولس ورته وايي، سوله وکړه، دی جګړه کوي. ولس ورته وژړل. ولس مينه ورکړه، ولس يې لاسونه ښکل کړل، ولس ورته وويل له جګړې ستړي يوو، نور بس دي، مګر ايا دوئ د ولس ږغ واورېد؟ دوئ کوم ولس يادوي؟ دا ولس، خو موږ يوو چې سوله ترې غواړو، مګر دوئ جګړه کوي.

د امتياز اخيستو په اړه ادعا ته يې بيا سړی حيران شي. د دوئ ټول کارونه دغسې سرچپه دي. له روسيې څخه د امريکا پر ضد وسله اخلي. له ايران څخه د فراه د اوبو پر ضد وسله او پيسه اخلي. له چين څخه د داعش پر ضد پيسه اخلي. پاکستان، خو يې معنوي پلار بلل کېږي، او بيا ادعا کوي چې موږ معامله نه کوو. طالب ته له خپل وطن، او ولس سره سوله معامله ښکاري، خو د دې وطن پر ضد او د دې بېچاره ولس پر ضد چې له هر چا هر څه غواړي، معامله نه جهاد ورته ښکاري.

طالبانو په دې اعلاميه کې بيا مکاريتوب کړی، او د خپلو خلکو پر ځای يې له امريکا سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې ده. يوار وايي: امريکا مو دښمنه ده، وطن يې را اشغال کړی دی، بيا نو چې داسې ده د سولې غوښتنه ولې ترې کوې؟ دا عجبه نه ده چې تا دې جګړه د امريکا پر ضد روانه کړې وي، پکې وژنې خپل خلک، سوله له کفر سره کوې، له مسلمان سره يې نه کوې، دا کوم ډول منطق دی، دا کوم شرعي اصول دي؟

تاسې وليدل افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو وسلوالو افرادو ته څومره مينه ورکړه. هماغه طالب يې په ځيګر پوري ونيوه چې د ټوپک خوله يې د ده په وينو سره وه، هماغه طالب يې خپل ورور وګاڼه چې تر پرونه يې ده ته ماين پټاوه او پر ده يې د کفر فتوا ورکړې وه. تاسې وليدل چې د حکومت له چګپوړو چارواکو تر ولسونو او امنيتي ځواکونو پوري دوئ ټول

و طالبانو ته څومره مينه ورکړه. ايا طالبان په دې مينه ارزېدل؟ تاسې ماته په ټول هېواد کې داسې کس را وپېژنئ چې طالبانو يې د کورنۍ غړی نه وي ور وژلی، مګر د دې باوجود حکومت دومره اخلاقي ترحم وکړ چې خپلو قاتلانو ته يې د محبت غېږه خلاصه کړه.

ولس دې نور پوه شي چې حکومت سوله غواړي، طالب جګړه. حکومت اوربند اعلان کړ، طالبانو جنګ. حکومت له هر ډول شرط پرته د طالبانو ته د خبرو بلنه ورکړه، مګر طالبانو انکار وکړ، او د حکومت پر ځای يې له امريکا سره د خبرو غوښتنه وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply