له هلمنده تر کابله د سولې کاروان/ نوید احمد څرک

0 652

دا چې سوله د بشری ټولنی لومړنی اړتیا ده او له سولی پرته انسانی ژوند هیڅ راز ارزښت اوقیمت نلري، له همدي امله د اسلام مبارک دین خپلو لارویانو ته دسولې اوامن په راوستلو ټینګارکړی. دا ځګه چې مسلمانان په خپلو منځونو کې ورونه اوخویندي دي نولازمه ده ترڅو د سولې د ټینګښت له پاره هڅه اوهاند وکړواوتیرو څلور لسیزو ټپل شوو جګړو زموږ هیواد وران په ملیونونو هیواد وال مو شهیدان په لکونو میندی کونډي اوماشومان مو یتیمان شول چې په خواشینی سره دغه بهیر لا اوس هم روان دی. اود دی ټولو ناخوالو اوکرغیړنو کړنو ترشا هغه لاسونه شتون لري چې نه غواړي زموږ هیواد کې سوله اوامن راشي چې د دغې ناوړې موخې د ترسره کولو له پاره له داسې کسانو کاراخلی چې هغوي هم دهمدې هیواد بچیان دي ولی درک اواحساس یی کمزوری دی اوهیڅ رازاندیښنه نلري چې ولی د پردیو د ګټوپه خاطر دغه مظلوم اوکړیدلی ولس لاپسي وکړوو داپه داسي حال کي ده چې د اسلام مبارک دین مسلمانانو ته په ورورولی اواخوت امرکړی چې په سوله کې خیر دی، نو د همدغه الهی احکامو په رڼا کې دهلمند ځوانانو وروسته له هغه چې د لښکرګاه په ښار کې یو ورزشي لوبغاړي ته څیرمه د ځانمرګي برید له امله په لسګونو تنه زمونږ مظلوم او بې ګناه هیواد وال شهیدان او ټپیان شول، دوي د سولې د غږ اوچتولو لپاره لمړی د پرلت تر نامه لاندې د تحصن خیمه ودروله چې وروسته دغه د سولې غږ د هیواد ګوټ ګوټ ته د خیمو په درولو سره ورسید، وروسته له هغه یې د نه خوړلو تحصن هم وکړ. همدا رنګه پرلت کوونکو د طالبانو د نفوذ سیمي موسی کلا ته د تک نیت وکړ، خو د طالبان د منفی ځواب د تر لاسه کولو له کبله یې بیا له هلمنده تر کابله خپل پلی (پیاده) سفر پیل کړ چې له یوې میاشتي پلې مزل وروسته یاد کاروان له ډیرو ستړیاو او ستونزو ګاللو هاند دا چې د اکثرو پښې یې ټناکي شوي او ناروغه شوي هم دي له خیره کابل ته راوسید او د دولتي چارواکو تر څنګ د ولس له تود هرکلي سره مخامخ شول، همدا رنګه د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړي د سولې غږ په اوچتولو سره وایي په افغانستان کې د روانو جګړو څخه نور ملت ستړي شوی او نوره سوله غواړي او دوی هم په جګړه کې له ښکیلو خواو څخه د یو اوربند د غوښتلو او د خبرو له لارې د شته ستونزو ته د حل د لټولو لپاره دا حرکت پیل کړی دی.

همدا رنګه د ولس د خوښي، هوسایني او په یوه سولیزه فضا کې د کوچنی اختر د لمانځني په موخه او د هیواد د علماو هغو غوښتنو ته د لبیک ویلو سره چې د لویی جرګي په خیمي کې له دواړو لورو څخه د اوربند غوښتنه کړی وو، نو د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لخوا د یوې اونۍ لپاره د اوربند اعلان وشو، چې له نیکه مرغه وروسته له هغه د طالبانو ډلي هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې د کابل په ګډون د هیواد په ګوټ ګوټ کې دوي د دولت تر واک لاندې سیمو ته راغلل چې دوي د افغان چارواکو او ملت لخوا له تود هرکلي سره مخامخ شول، مخکې له دې چې دوي د یوبل پر سینه مرمي ورولي، نو د اوربند له برکته یې یو بل ته غیږي ورکړي او د یو بل په غاړو کې ګلان واچول او اختر یې د خپل ولس سره په ګډه ولمانځه او افغان ولس هم دغه اختر پرته له هر ډول ویري او وحشت څخه په ډاډ منه توګه په یو سولیزه فضا کې او په خوشحالیو سره ولمانځه.

خو له بده مرغه چې د اختر په تیریدو سره طالبانو په ځینو سیمو کې اوربند مات کړی دی، خو ټول ولس له افغان حکومت او په ځانګړی توګه له طالبانو څخه په کلکه غواړو چې نور دې د خپل کړیدلی او ځوریدلی ولس د لا زیاتو خوشحالیو او هوسایني لپاره د اوبند په غځولو سره خپل ملت ته تلپاتي سوله او خوښي ور په برخه کړي، ځکه چې د جنګ اوجګړی ثمره یوازی تباهی اوبربادی ده اوبس، نوبیا جګړه دڅه له پاره؟ او سوله ولس ته ژوند، خوښي، مینه، یووالی، پراختیا او … ور په برخه کوي، نو بیا راځي چې د سولې دغه کاروان ته په لبیک ویلو سره خپل ولس ته د یوې تلپاتي سولې زیری ورکړو.

په درناوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply