لۀ طالبانو سره هر وخت هر چېرته خبرو ته تیار یم/ محمد اشرف غني

0 833

لیکنه: محمد اشرف غني

سرچینه: نیویارک ټایمز- ژباړه- کبیرحقمل

د افغانستان د شاوخوا ۳۳ میلیوني نفوس نژدې نیمايي برخه هغه ځوانان دي، چې آن لا یوه ورځ یې هم سوله نه ده لیدلې. د دوی د تنکيو عمرونو پړاوونه له وژنو او تاوتریخوالي سره تړلي. زما په هیواد کې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې سوله لاهم یو خوب او پر شونډو یوه دعا پاتې ده.

د جون پر ۱۵ مه د اختر پر ورځ زموږ دعاوې قبولې شوې. له دې څو ورځې وړاندې د روژې په وروستیو کې تقریبا ۳۰۰۰ دیني علما په کابل کې سره جرګه شول او یوه فتوا یې صادره کړه، چې په کې د سولې هلې ځلې د الله امر او د ولس اړتیا یاده شوې وه. دیني علماو له حکومته وغوښتل، چې اوربند اعلان کړی.

د افغان جګړې په شاوخوا ۴۰ کلن بهیر کې د لومړي ځل لپاره حکومت اته ورځنی یو اړخیز اوربند اعلان کړ، چې طالبانو یې هم د اختر د دریو ورځو په جریان کې د اوربند په اعلانولو ځواب ورکړ.

افغانانو د دواړو خواو دې پرېکړې ته په پوره لېوالتیا د هیواد په ګوټ ګوټ کې ځواب ووایه، غونډې یې وکړې، راټول شول او موږ او نړۍ ته یې د افغانستان یوه بېله څېره را وښودله. په افغانستان کې ډېرو کسانو ټول عمر دداسې یوې ورځې لپاره انتظار کړی و. طالب وسله وال زموږ ښارونو ته ننوتل او د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې له افغانانو او دولتي چارواکو سره د اختر خوښۍ ونمانځلې.

ولسمشر غني د اختر پر ورځ ولس ته وینا اوروي او د دولت وسله وال مخالفان سولې ته رابولي. ولسمشر غني په تېرو ۴۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره ددې چانس برابر کړ، چې هیوادوال یې لږ تر لږه ۳ ورځې په خوښۍ او آرامۍ تېرې کړي. دا کار په هیواد کې دننه او بهر وستایل شو او ډېری هغه شننې یې غلطې ثابتې کړې، چې ګنې افغانان یو بل نه شي زغملای.
هغه افغانان، چې په ښارونو کې ژوند کوي، ځینې یې آن له څو کلونو وروسته پرته له کومې وېرې د لومړي ځل لپاره کلیو ته ولاړل. والدینو خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړه پر سړکونو لوبې وکړي او پارکونو ته ولاړ شي، پرته له دې، چې د کوم ځانمرګي برید وېره ورسره وي. هټۍ تر نیمو شپو پرانیستې وې، دولتي سرتېرو او طالبانو یو بل په غېږو کې ونیول، اتڼونه یې وکړل او سلفي تصویرونه یې واخیستل.

افغان مېرمنو د هیواد په مختلفو سیمو کې ددې چانس پیدا کړ، چې له طالب جنګیالو سره مخامخ شي او په جرات سره خپلې اندېښنې او د سولې په اړه غوښتنې ورسره شریکې کړي. دولتي سرتېرو او طالب جنګیالیو خپلې وسلې کېښودې او یو ځای یې ډوډۍ وخوړه، لمونځونه یې وکړ او یو بل یې د یوه هیواد د وګړو په توګه په غېږ کې ونیول.

د دریو ورځو لپاره دا توپیر نه و، چې ته طالب یې که افغان سرتېری، نر یې که ښځه، تاجک یې که پښتون یا هم هزاره. د دریو ورځو لپاره افغانان متفق وو او د سولې د راتلو د شونتیا په اړه یې خوښي کوله. موږ په خپل منځ کې د یو بل منلو او تحمل کولو روحیه را ژوندۍ او کشف کړه.

د افغانستان د ولسمشر په توګه ماته تر ټولو سخته پرېکړه دا وه، چې خپل ولس په داسې یوه بې پروا تجربه کې راسره ملګري کړم، چې په اړه یې د کتونکو ټول تحلیلونه او شننې بل ډول وې. د اوربند په برخه کې زما ولس کېدونکي تحلیلیونه غلط ثابت کړل او ویې ښودله، چې یو هوښیار ولس دی.

د سولې دا نمانځنه لنډه وه، ځکه چې تر اختر وروسته طالبانو زموږ هغې اعلان ته مثبت ځواب ونه وایه، چې په کې د ۱۰ نورو ورځو لپاره د اوربند د تمدید خبره شوې وه. له دې هر څه سره سره د دریو ورځو اوربند وښودله، چې موږ باید د سولې په اړه خپل تحلیلونه او اندونه وننګوو.

وړاندې تر دې هم بهرنیو او هم کورنیو شنونکو ویل، چې څلور لسیزې جګړې او شخړو افغانستان دومره وېشلی، چې د خلکو پیوستون او د یو بل زغمل به که نا شوني نه وي، ستونزمن خو به ډېر وي، خو د اوربند په ورځو کې د خلکو خوښیو د افغان ملي هویت د ټینګښت ښکارندويي وکړله.

بل سوچ دا و، چې طالب وسله وال به کله هم جګړه ونه دروي او خپل نور هیوادوال به ونه زغمي، خو زموږ اوربند د طالبانو مشرانو ومانه او وسله والو یې خوښ کړ. عامو خلکو ددوی تود هرکلی وکړ او ویې ښودله، چې هر افغان له جګړې ستړی دی او پای ته رسېدل یې غواړي.

اوربند همدارنګه وښودله، چې د یو بل زغملو او منلو په اړه سوچ کول له وسلې او بمبه ډېر قوي دي. موږ ته په کار وه، چې د افغانانو له هیلو او ذهنیت سره سم کار وکړو. که موږ د سولې په اړه لومړی ګام نه وای پورته کړی، د خبرو اترو او یو د بل د زغملو کنګل به کله هم نه و وېلي شوی.

موږ ته د سولې په لاره کې د خطر منل د هغې جګړې له دوامه ډېر ارزان دي، چې سږ کال یې تر ټولو ډېر ملکیان وژلي. حکومت، زموږ نړیوال همکاران او افغان طالبان باید د سولې له دې ورځو څه زده کړي او پر همدې لاره پر مخ ولاړ شي.

سوله د هغو هیوادونو د مشرتابه لپاره، چې په شخړه کې کار کوي د غوښتنو او بشرپالنې یو تکرارېدونکې ازموینه یا امتحان دی. موږ مجبور یو، د هغو لارو چارو په اړه، چې سوله رامنځته کولای شي خپل تحلیلونه وارزوو، چې څنګه کولای شو خپل ملي، سیمه ییز او نړیوال امکانات د سولې د رامنځته کېدو لپاره وکاروو.

افغانان سوله غواړي. د اوربند په ورځو کې ما د سولې د فعالینو له یوې ډلې سره وکتل، چې په پښو یې ۴۰۰ کیلومتره لار وهلې او له هلمنده یې ځانونه کابل ته رسولي دي. ما د سړک پر غاړه په داسې حال کې له دوی سره وکتل، چې ددوی په غوښتنه مې بل هېڅ دولتي چارواکی ځان سره نه و بېولی. د فعالینو غوښتنه داوه، چې باید له طالبانو سره اوربند وغځېږي، د سولې د مذاکراتو لپاره یو آدرس جوړ شي، چې د ټولو افغان قومونو استازيتوب وکړي او له مصالحې وروسته طالبانو ته امنیتي ضمانتونه ورکړل شي.

ما ددوی غوښتنې ومنلې، د حکومت لخوا مې ۱۰ ورځې نور هم اوربند وغځاوه او دا مې هم وویل، چې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله آخندزاده سره، هر چېرته چې هغه غواړي خبرو ته کېنم.

زه هیله من یم د طالبانو مشرتابه هم له دې ډلې سره وګوري او هغه درناوی ورته وکړي، چې دوی یې مستحق دي او غوښتنې یې ومني. زما غږ پر دوی دادی، چې دې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي. ما د سولې په اړه دوی ته په فبرورۍ میاشت کې وړاندیزونه وکړل، اوربند مې وغځاوه، د خبرو او راشه درشه لپاره مې د طالبانو لپاره د یوه آدرس په جوړېدو موافقه وکړه، چې له هغه ځایه د رسمي خبرو اترو چارې پیل شي.

افغان ولس ددې حق لري، چې په هیواد کې یې هغه جګړه پای ته ورسېږي، چې نړۍ او سیمه یې هم له ختمېدو سره ډېرې ګټې کولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply