د ایمان ساتنه! (عبدالله وردک)

0 956

انګلستان – جولای – ۲۰۱۸

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

مسلمانانو ته په هرځای او په هر وخت کې لازمه ده، چې د ژوندانه په ټولو برخو کې، اسلامي تګلاره غوره کړي. هغه وروڼه او خویندې چې په غیر اسلامي ملکونو کې ژوند کوي، هغه باید خپل ایمان ته خورا زیاته پاملرنه وکړي. دلته په غربي ملکونو کې یو څوک پرې پوهېږي نه، او په تدریجي توګه یې د اسلامیت او افغانیت د بالتۍ چارج کمېږي، او که هغه په منظمه توګه ریچارج نکړي، نو امکان لري چې باالکل له کاره ولوېږي.

پخواه به چې یو څوک کمونستي ملکونو ته د تحصیل دپاره لاړ، نو هغه به یا ډېر تکړه مسلمان، او یا به د اسلام ډېر قسم خوړلی دښمن بېرته خپل وطن ته راستنېده. علت یې دا وو، چې د دغه کمونستي ملکونو پالیسي په څرګند ډول د دین خلاف وه، او یوه مسلمان به له خپلې اسلامي عقیدې سره بې اندازې زیات احتیاط کاوه. یا په بل عبارت، د یوه مسلمان دپاره به ډېره آسانه وه، چې یا خپل ایمان وساتي، او یایې له لاسه ورکړي، او دا ځکه چې خبره یوازې د سپین او تور تر منځ وه، او بس.

په غربي ملکونو کې د سپین او تور مسىٔله نده، بلکه، دلته ډېر نور پېچېدلي رنګونه هم وجود لري، چې په ځینو وختونو کې د هغو په سمه توګه پېژندل ډېر ګران وي.

په غربي ملکونو کي یوه اندازه آزادي وجود لري. یعنې کله چې یو مسلمان د جومات خواته د لمانځه د اداء کولو دپاره ځې، نو هغه ته په لاره کې ډیر منکرات په مخه ورځي. په غربي ملکونو کې د هر جومات په شا اوخواه کې، قېمارخانه، او د شرابو ځایونه هم وجود لري، تر څو ځوان نسل ته وشیي، چې د ستا خپله خوښه ده، چې کوم طرف ته قدم اخلې.

زه غواړم یو مثال درته وړاندې کړم.

تاسې به لیدلي وي، چې ځینې مسلمان وروڼه او خویندې، په خوراکي مغازو کې د هرشي ترکیبي اجزاوې، ډېرې په غور سره ګوري، چې تر څو ښه متیقن شي، چې حرام شیان پکې نوي کارول شوي. دغه وروڼه او خویندې، د یوه ساعت پرځای، شاید یونیم ساعت وخت په سودا کولو تیر کړي. الله(ج) د دغه شانته وروڼو او خویندو ته ډېر اجرونه ورکړي، او هر مسلمان باید همداسې وي، او د ټولو خوراکي توکو ترکیبى مواد همداسې په ډیر غور سره وګوري. د یادولو وړ ده، چې همدغه وروڼه او خویندې، چې همدومره له احتیاط څخه کار اخلي، باید پوه شي چې د ژوند په ټول عمر کې شاید یو خوګ وخوري. اما، افسوس د هغو مسلمانانو په حال، چې د خوراکي توکو په هکله هېڅ پروا نه ساتي، او هر څه په ډېره بیړه د سودا په کراچۍ کې اچوي، او هغه د خپلو اولادو د خوړلو دپاره خپلو کورو ته وړي. نو دغه ډول مسلمان وروڼه او خویندې باید ومني، چې دوی شاید په کال کې یو خوګ وخوري.

همدارنګه، متأسفانه، د افغانستان اوسني حالت، ډېر افغانان ډېر وځورول، او د هغوی زړونه یې، له هرشي څخه تور کړل. دوی اوس په هېچا اعتبار نشي کولای، او دوی تر یوې اندازې ملامت هم ندي. اما، دوی باید د خپلو خبرو سره ډېر احتیاط وکړي، چې خدای ناخواسته، د دوی له خولې نه کوم کفري الفاظ د قهر او غضب په وخت کې ونوزي. یا په بل عبارت، چې کله په افغانستان کې کومه خونړۍ پېښه را منځ ته شي، نو په طبعي توګه، د هر افغان له خولې څخه ځینې جملې وزي، چې هغه سمې نوي. نو الله(ج) د هر یوه مسلمان ورور او خور ته دا توفیق ور په برخه کړي، چې د سختۍ په وخت کې د کفري الفاظو د ویلو څخه ځانونه وساتي.

د پام وړ ټکي:

یوه مسلمان ته لازمه ده، چی په هر وخت او په هر ځای کې، خپل ایمان ته ډېر پام وکړي. هغه ته خپل ایمان باید تر هرڅه شیرین او ګران وي. په غربي ملکونو کې باید د خپل ایمان د تازه کولو او ساتلو دپاره، له ښو او تکړه مسلمانانو سره راشه او درشه ولرو. دیني درسي حلقې جوړې کړو، چې ترڅو وکولای شو، خپل ایمان په منظمه توګه تازه کړو.

وروڼه او خویندې، باید په هېڅ صورت کې د خپل ایمان په حصه کې بې غوري او بې پروایي ونکړي. په غیر اسلامي ملکونو کې ډېر شیان په ډېره آسانۍ سره خلکو ته په لاس ورځي. الله(ج) د هر مسلمان له بدو کارو څخه په هرځای او په هر حالت کې وساتي. زیاتره وخت، یوه ګناه، د بلې ګناه دپاره زمینه برابروي. که چېرې خدای ناخواسته، یو څوک پدغه کږه لاره یو وارې برابر شو، نو هغه به بیا د خپلو دروغو او بدو کړو دپاره ډېر نور دروغ او بد کارونه او ډېرې نورې ناروا خبرې کوي.

تاسې به ډېر ځله لیدلي وي، چې کله یو څوک دروغ ووایي، نو بیا د یوه دروغ د پټولو دپاره، څومره نور دروغ ویل کیږي.

هېره دې نه وي، چې په ځینو اسلامي ملکونو کې هم، دا باالکل د اطمنان وړ نده، چې هرشی به حتمي حلال وي، نو هلته هم باید له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي.

الله(ج) د زما پلار او نور ټول مسلمان مړي وبښي. هغه به مونږه ته هر وخت یادونه کوله، چې داسې وخت به راشي، چې د ایمان ساتل به د اور د سرې سکروټې په شان وي، چې هرڅوک به یې په لاس کې نیولای نشى. د یادولو وړ ده، چې زما مرحوم پلار یو آمي سړی و، لېکن، هغو د دیني عالمانو سره ډېر سروکار او ډېره مینه لرله، او دغه خبره به یې، حتمي له کوم دیني عالم څخه اورېدلې وي. په ریښتیا سره، چې هماغه وخت راغلی دی، چې د ایمان ساتل په اوسني افغانستان کې ډېر ګران شویدي، او د هغو د ساتلو دپاره، باید هېڅ نوعه بې غوري او بې پروایي ونشي.

په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم چې الله(ج) د زمونږه ټولو ایمان په هر ځای او په هر حالت کې راته وساتي. آمین یارب العالمین.

زه د پخواه په شان یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره، دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply