!د یوه چا د آخرت د ښه کولو هڅې

عبدالله وردک

1,367

انګلستان – مې – ۲۰۲۱

نن سبا، متأسفانه هغه خلک چې د یوه چا د آخرت د ښه کولو کوښښ کوي، هغوی ته په ښه سترګه نه کتل کیږي، او حتٰی په ځینو وختونو کې هغه توهین کیږي هم؛ او هغوی ته هغه ټکي کارول کیږي، چې ډېر دردونکي وي.
پکار خو دا ده، چې د دغه شانته خلکو باید د زړه له کومي قدر او عزت وشي، او هغوی نور هم تشویق شي، چې دغه نېک کار ته دوام ورکړي!
ځینې خلک متأسفانه، یوازې پدغه خوشحاله کیږي، چې هغوی ته یوازې د دنیوي ګټو لاره وښودل شي، او د دغه شانته خلکو څخه به بیا هېڅکله بد ټکي وانه ورېدل شي، او هر وخت به په ځواب کې جزاک الله خیراً درته ډالۍ کوي.
لېکن، کله چې دغه ډوله خلکو ته، د دوی د آخرت د ګټې خبره وکړل شي، نو بیا به سمدلاسه د دوی په تندي کې ګونځې درته پیدا شي، او د مار په شان به بیا درته تاویږي، او را تاویږي!
د مثال په توګه، که چا ته د هغوی د دنیوي ګټو په هکله شپه او ورځ یادونه وشي، که هغوی په خواږه خوب ویده هم وي، او هغوی له خوبه ویښ هم کړل شي، نو له دغه شانته خلکو څخه به هېڅکله داسې خبره وانه ورېدل شي، چې سړی پوه شي، چې کېدای شي، چې هغوی پدغه کړنه خفه شوي وي.
همدارنګه، که د چا سره، د دوی د دنیوي ګټو په هکله هرڅومره خبرې وکړل شي، نو له هغوی څخه به هېڅکله دا وانه ورېدل شي، چې خبرې نورې بس دي، او هغوی کوم ضروري کار لري.
لېکن، که هغوی ته د دوی د آخرت د ښه کولو په هکله کومه خبره وکړل شي، نو بیا به سمدلاسه، درته وویل شي، چې هغوی کومه ډېره ضروري وعده لري، او باید درڅخه رخصت شي.
همدا شانته، که ځینو افغانانو ته دا وویل شي، چې په فلاني دکان کې هندوانې، او خربوزې ډېرې ارزانه دي، نو دوی به په دغه خبره ډېر خوشحاله شي، او ډېره مننه به وکړي؛ لیکن، که ورته وویل شي، چې په لمانځه کې رکوع او سجده ښه اداء کوه، نو بیا به په ځینو وختونو کې هغه څه درته وویل شي، چې سړی به هک حیران شي.
متأسفانه، د افغانستان سیاسي حالت هم، د ځینو افغانانو آخرت ور خراب کړیدی. ځینې افغانان شپه او ورځ په فېسبوکونو او نورو مجاني سوشیل مېدیاوو کې لګیا وي، او فقط یو او بل ته سیاسي کنځلې او سپکې سپورې وایي. که دوی ته د یوه ښه کار د سرته رسولو بلنه ورکړل شي، نو بیا یې دغې کار ته ملا ماته وي، او ډول ډول بهانې به بیا وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ښه کار سپارښتنه هم باید لومړی ښه وڅېړل شي، او چې کله معلومه شوه، چې دا ښه او سمه خبره او کړنه ده، نو بیا باید دغه ښه خبره او کړنه په ښه توګه مقابل لوري ته وړاندې شي. داسې ونشي، چې خدای مکړه، یو څوک په شله ګۍ او چالاکۍ سره هروخت هڅه کوي، چې یوه بده خبره او کړنه په یوه چا باندې قبوله کړي، او یا په ډېره تنده لهجه هغه ښه خبره ورته وړاندې کړي؛ چې په نتیجه کې یې کېدای شي، مقابل سړی تر دې نور هم بد شي.
دلته غواړم پدې هکله یوه کیسه درته وړاندې کړم:
یوه ورځ یوه پلار خپل زوی ته ویلي وو، چې راشه زویه، او خپل سبق راته تېر کړه. کله چې زوی خپل سبق پلار ته تېراوه، نو پلار به یې یوه څاپېړه ورکوله، او زوی به یې ژړل. دغه کار څو ځلې همدغسې تکرار کېده، او زوی به یې هر وار څاپېړې خوړلې. په پای کې یې زوی مجبور شوی و، چې خپل کاکا ته دغه شکایت ورسوي. کله یې چې کاکا ګوري، نو ورته معلومیږي، چې د وراره سبق تېرول یې بالکل صحیح وو. یعنې داسې ونشي، چې یو څوک د یوه غلط کار، د قبلولو هڅه وکړي، او بیا ادعا وکړي، چې هغه خو ستا د آخرت د جوړولو هڅه کوي.
ځینې خلک به د روپیو د تاوان په هکله ډېر له احتیاط څخه کار واخلي، لېکن، د اېمان د تاوان په هکله به بیا له دومره احتیاطه کار وانخلي. یعنې په اوسني افغانستان کې متأسفانه، ځینې افغانان د خپل ایمان په هکله، دومره احتیاط نه کوي، لکه چې دوی یې د خپلو روپیو په هکله کوي.

د پام وړ ټکي:
ښه دوستان او ښه ملګری هغه دي، چې د خپلو دوستانو او ملګرو، د دنیوي، او اُخروي ګټو په هکله هڅه کوي.
هغه خلک به ډېر نېک بخته وي، چې دغسې دوستان او ملګري ولري، او د دغه شانته دوستانو او ملګرو، باید د زړه له کومي قدر او عزت وشي.
داسې خو هېڅکله ونشي، چې ددغه شانته دوستانو او ملګرو، د قدر پرځای د دوی سپکاوی وشي.
په پای کې په ډېره عاجزۍ سره د الله (ج) لوی او مهربان دربار ته دغه دعا کوم، چې الله (ج) دې په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله (ج) ته، قبوله او منظوره وي، او الله (ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله (ج) دې په ټوله نړۍ، او په خاصه توګه په افغانستان کې، یو حقیقي اسلامي نظام‌ قایم کړي، او الله(ج) دې دغه اسلامي نظام بیا په اصلي بڼه عملي کړي. آمین یارب العٰلمین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.