!د یوه پردېس افغان د روژې د میاشتې دعا

عبدالله وردک

1,382

انګلستان – مې – ۲۰۲۱

د زړه له کومي، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دغه لاندې دعاوې کوم:
۱ – الله (ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو روژې، تراوېح ، ختمونه، او نور عبادتونه، پخپل دربار کې قبول کړي. آمین یارب العٰلمین.
۲ – الله (ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، دین او دنیا برابر کړي. آمین یارب العٰلمین .
۳ – الله (ج) دې په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله (ج) ته، قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
۴ – الله (ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
۵ – الله (ج) دې، د شهیدانو سپېڅلي ارمانونه، د نړۍ په هر ګوټ ګوټ کې پوره کړي. آمین یارب العٰلمین.
۶ – الله (ج) دې په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې، حقیقي اسلامي نظام‌ قایم کړي، او الله (ج) دې دغه اسلامي نظام بیا په اصلي بڼه عملي کړي. آمین یارب العٰلمین.
۷ – الله (ج) دې، د اسلام د لارې ټول بندیان، د تل لپاره آزاد کړي. آمین یارب العٰلمین.
۸ – الله (ج) دې ټولو اسلامي پرګنو ته، تلپاتی حقیقي اتحاد او یووالی په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۹ – الله (ج) د ټولو مریضانو ته، عاجله شفاء ورپه برخه کړي، او الله (ج) دې، ټول په اسلامي شرایطو برابر قرضداران، له قرضه خلاص کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۰ – الله (ج) دې مونږه ټولو ته د نېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو، توفیق راپه برخه کړي، او الله (ج) د مونږه ټولو ته د نېکۍ هدایت وکړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۱ – الله (ج) د ګران افغانستان له هر ډول اشغال څخه، د تل لپاره خلاص کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۲ – الله (ج) دې مونږه ټول له هر ډول تعصب څخه پاک وساتي، او الله (ج) دې مونږه ټولو ته اسلامي پوهه او عقل په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۳ – الله (ج) دې زمونږه ټولو په زړونو کې، د اسلام سره حقیقي مینه پیدا کړي، او الله(ج) د زمونږه ټولې خبرې، لیکنې، او کړنې، په اسلام برابرې لري. آمین یارب العٰلمین.
۱۴ – الله (ج) دې، افغانستان له خاینو، ظالمانو، غلو، بې ناموسه وګړو، د بهرنیو جاسوسانو، د بهرنیو غلامانو، او وطن پلورونکو، څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین.
۱۵ – الله (ج) دې یو تکړه، پوه، زړور، او عادل مسلمان افغان مشر، چې د افغانستان اسلامي او ملي ګټې ورته اولیت ولري، د افغانانو په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۶ – الله (ج) د زمونږه د ژوند هره شېبه، په اسلامي شرایطو برابره لري، او الله (ج) دې، د مونږه، او د مونږه د اولادونو، ملګرو، دوستانو، او خپلوانو ایمان ته، په هر وخت کې خیر پېښ کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۷ – الله (ج) دې مونږه ټول، د اسلام په لاره کې، تر آخرینۍ سلګۍ پورې، په اسلام ثابت قدم پاته کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۸ – الله (ج) د مونږه ټول مسلمانان، د ټولو عذابونو، د قبر له عذابه، او د دوزخ له اوره په امن کې وساتي، او الله (ج) د مونږه ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۱۹ – الله (ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، آخره خاتمه، په اسلام برابره لري، او الله (ج) د مونږه، د زمونږه میندې، پلرونه، اولادونه، او خپلوان ټول وبښي. آمین یارب العٰلمین.
۲۰ – الله (ج) د مونږه ټول له حرامو وساتي، او الله (ج) دې، د زمونږه ټولو پرېمانه حلال رزق په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۲۱ – الله (ج) د زمونږه ټولو په دنیا او آخرت کې د پردو، پردې وکړي، او الله (ج) د هېچا ته دا قدرت نه ورکوي، چې پر مونږه ظلم وکړي، او الله (ج) د مونږه ته هم هېڅکله دا قدرت نه راکوي، چې پر بل چا ظلم وکړو. آمین یارب العٰلمین.
۲۲ – الله (ج) د زمونږه له خبرو، لیکنو، او کړنو څخه، څوک نه ګمراه کوي، او همدارنګه، الله (ج) د مونږه هم د چا د خبرو، لیکنو، او کړنو، پذریعه نه ګمراه کوي. آمین یارب العٰلمین.
۲۳ – الله (ج) د زمونږه ټولو شرعي مقصدونه، او ارمانونه تر سره کړي. آمین یارب العٰلمین.
۲۴ – الله (ج) د ټول بشریت، او په خاصه توګه، د نړۍ ټول مسلمانان، د کورونا د وایرس څخه په امن کې وساتي، او الله (ج) دې، د نړۍ په ټولو مسلمانانو ورحمیږي. آمین یارب العٰلمین.
۲۵ – الله (ج) دې، مونږه د نړۍ ټول مسلمانان، د ایمان د زوال، فقر، غم، ټنبلۍ، کبر، ریاء، حسد، بخل، احتیاج، او ځان ښودنې څخه وساتي. آمین یارب العٰلمین.
۲۶ – الله (ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، نېک اعمال پوره راته وساتي، او الله (ج) د مونږه ټول د آخرت له مفلسۍ څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین.
۲۷ – الله (ج) د مونږه ټول د خپل لاس، خولې، سترګو، او پښو د ګناه څخه وساتي. آمین یارب العٰلمین.
۲۸ – الله (ج) د مونږه، او زمونږه ځوان نسل په صراط المستقیم برابر لري، او الله (ج) د زمونږه ځوانانو هلکانو، او نجونو ته، په ترتیب سره، ښې مسلمانې ښځې، او ښه مسلمان مېړونه، په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۲۹ – الله (ج) د زمونږه د عقیدې، ایمان، عزت، اولادونو، مال، او ناموس ساتندوی شي. آمین یارب العالمین.
۳۰ – الله (ج) دې، د افغانانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله (ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العٰلمین.
۳۱ – الله (ج) دې، لیلة القدر، له نېکو اعمالو، او عبادتونو سره یوځای، زمونږه ټولو مسلمانانو په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
۳۲ – الله (ج) دې، راتلونکې روژه یو ځل بیا، له نېکو اعمالو سره، د زمونږه ټولو مسلمانانو په نصیب کړې. آمین یارب العٰلمین.
۳۳ – الله (ج) د مونږه ټول مسلمانان، له ناحقه تهمته، له غیبت کولو، او هر ډول ظلم څخه په امن کې وساتي. همدارنګه، الله (ج) د زمونږه ټولو، اسلامي اخلاق په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.