د افغانستان د وېشلو لپاره د پرديو پلانونه او د كرايه شويو كسانو هڅې

0 488

ګړندی 

د بلخ برطرفه شوی والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر، بېرته دغه ولايت ته راستون شوى، هغه د خپل راتګ او خپلو پلانونو په اړه رسنيو ته خبرې هم كړې دي، لومړۍ خبره يې د ده د ممنوع الورود کېدو په اړه وه، چې وايي، دا اوازې د سپېدار ماڼۍ خپرې کړې وې. يعنې هغه پر اجرائيه رياست سختې نيوكې وكړې او ورسره يې خپل مخالفت يوځل بيا وښود. عطا محمد نور، چې له اوږدې مودې راهيسې په بهر كې و، چا ويل چې په تركيه كې دى، داسې تصويرونه هم پر ټولنيزو رسنيو خپرېدل، چې ګنې هغه له جنرال دوستم او د اجرائيه رياست له دوهم مرستيال محمد محقق سره بيا د نظام پرضد، ائتلاف تازه كړ.

ښاغلى نور دا تېره /يکشنبه/ هېواد ته بېرته راغى، هغه په خبري غونډه کې د ائتلاف د جوړولو، د ولسمشرۍ د کانديداتورۍ، د احتمالي کانديد د څرنګوالي او هغو اوازو په اړه څرګندونې وکړې چې د ده په اړه په وروستيو کې خپرې شوي دي. عطا نور، بې له دې چې د اجرايي رييس عبدالله عبدالله نوم واخلي، وويل چې د ده د ممنوع الوردو کېدو، د بانکي حسابونو د کنګل کېدو، او د ده له لوري د خلکو د مځکو د غضب خبرې د سپېدار ماڼۍ له لوري خپرې شوې اوازې دي.

د بلخ پخواني والي سپېدار ماڼۍ تشريفاتي وبلله، ويې ويل«په راتلونکو انتخاباتو کې زموږ هدف دا دى چې د سپېدار ماڼۍ رسميت پيدا کړي او په نهايت کې زموږ کانديد د هېواد سياسي نظام په لويه جرګه کې پر صدرارتي هغه بدل کړي.»

نور، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته اشاره کوله، دا هم وويل «که سږ کال يې موږ ملاتړ ونه کړو، سپېدار به پر سر تاج کښېنږدي، زموږ مرسته وه چې تاج يې پر سر کړ او همدا خلک به دا تاج ورڅخه واخلي.» نور دا هم وويل، چې  که جمعيت ګوند يې تاييد کړي، پخپله به ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي او کنې د ټولو ايتلافونو په يووالي د داسې کانديد ملاتړ کوي چې د ده په وينا قومي تعصب ونه لري او د افغانستان ټولو خلکو ته درناوى ولري او همداراز د سيمې د هېوادونو او لوېديځ له ملاتړه برخمن وي. خو ښاغلي نور دا هم ورغبرګه كړه، كه يې ټاكنې يې په زړه نه وې، نو هغه به (( د نظام پرضد، بل حكومت اعلام كړي!؟))

پوښتنه دا ده، چې ايا نور همدوره وس او زور لري، كه دا د ليندې كمال دى، چې غشى تېز ولي؟ هو داسې ستر كمال شته، په لومړيو كې كله چې تېر كال د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له بلخ ولايته د ښاغلي عطامحمد نور له خوا استعفى ومنل شوه، نو ده نه منله، ويل يې چې په دې كې شرطونه لري، داسې شرطونه ،چې د جميعت ګوند ته ولسمشر په نظام كې نورې او نورې چوكۍ هم ومني او ور يې كړي. خو دا بيا ولس ته په پوره توګه روښانه نه شوه، چې ښاغلى نور، بيا څه غواړي، هسې خو هغوى له ولسمشر سره د ملي يووالي په حكومت كې غوښنې څوكۍ تر لاسه كړې وې او د هغوى په هڅو د نظام ګڼ كارونه او آن كابينه هم نيګړې ده! خو ښاغلى نور د ولايت په كرسۍ ډېر تم نه شو، ولسمشر د هغه په ځاى بل كس وټاكه، په دې ډېرې لانجې هم وشوې، چې ولس ترې خبر دى، ولسمشر هغه لرې كولى شواى، كه په زور واى يا په رضا، ځكه د قانون زور هېڅوك هم نه لري، خو اصلي ستونزه دا وه، چې ښاغلى نور د پوتين له زوره برخمن و  او اوس هم دى! په افغانستان كې د شورويانو ماتې او بيا له شوروي اتحاده ، د ګڼو هېوادونو ازادي هم د پوتين لپاره د عبرت درس نه شو، پوتين له پخواني شوروي اتحاده هم لوړ خيالونه لري، هغه هغواړي، چې تر هندوكشه د روسيې پولې را غځوي او هغه د امير شېرغلي خان د وخت غوښتنې يې يوځل بيا په سر كې تاوېږي را تاوېږي، د هدغه كار لپاره ښاغلى عطا نور ګومارل شوى دى، د ولايت له مقامه د هغه لرې كېدل هم په همدې توګه له ستونزو او جنجالونو ډك وو، خو اوس په شمال كې پورته يادې شوې دندې د تر سره كولو لپاره پر ملېشو ټولولو لګيا دى، څه موده وړاندې يې په شمال كې يو څو عمليات هم وكړل او په ډېر افتخار يې وويل: (( سلګونه دښمنان يې له منځه وړي دي. ))

د ملي دفاع وزارت دا عمليات داسې تعبير كړل، چې ګنې د ترهګرۍ او اورپكۍ په ځپلو كې ورسره مرسته كوي، خو داسې نه ده! د پوتين يا د اوسنۍ روسيې سياست دا دى، چې د افغانستان اړوند تركستان تر خپلې خېټې لاندې كړي، په لومړي پړاو كې هغه د بدخشان، تخار او كندوز د لاندې كولو لپاره پلان لري، ځكه روسيه نه غواړي، چې افغانستان دې اباد او د سيمې د هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي پياوړتيا لپاره پر مهمې څلور لارې بدل شي. د افغان حكومت پلان دا دى، چې د واخان له لارې سيمه له چين سره وصل كړي، دغه راز د تركمنستان د رېل پټلۍ د ايران ،چين او نورو هېوادونو تر پولو رسوي، خو روسيه دا نه غواړي. بل لورى روسيې له انګرېزانو سره بيا هم معامله كړې ده، كه د افغانستان اړوند تركستان تر خېټې لاندې كړي، نو د افغانستان سويلي ولايتونه به انګرېزانو ته پرېږدي، چې اوسنۍ پروژه (پاكستان ) يې پراختيا ومومي او له هر ډول خطره بچ شي. پر لوېديځ يې له ايران سره معامله كړې ، چې ښه بېلګه يې د ايران له خوا پر فراه ولايت يرغل دى، چې دا بيا پر طالب او نورو ترهګرو ډلو وتپل شو، خو پوره اسناد شته او خپله د ايران سپاه پاسداران وايي، چې دغه يرغل يې د څه لپاره كړى دى. له همدې امله د عطا نور ګواښ وكړ، كه يې ټاكنې په زړه او خوښه، نه وې، نو مستقل حكومت به اعلام كړي، په دې كې د فدرام غوندې نور كسان هم ورسره ملګري دي! له مركزي حكومته مو غوښتنه دا ده، چې د دې كړنو مخنيوى وكړي، هغه كسان ،چې د ملي خيانت لپاره يې بډې وهلې، محاكمه او خپلې لارې ته سيخ كړي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply