د محمد صلی الله علیه وسلیم د وفات کیسه

0 1,145
ژباړن: سعدالدین حاذق

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند اخرۍ شیبی وی او د ژوند اخری کار یي حجت الوداع وه چي ورپسي د قران کریم آیتونه نازل شول .

( اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا (

نن ورځ ستاسو لپاره می دین بشپړ کړو او پر تاسو می خپل نعمت پوره کړو او ستاسو لپاره می اسلام دین غوره کړو.

بكي أبو بكر الصديق رضي الله عنه عند سماعه هذه الآيه..

ابوبکر رضی الله تعالی عنه چی کله دغه ایات واوریدو نو په ژړا شو.

فقالوا له: ما يبكيك يا أبو بكر أنها آية مثل كل آيه نزلت علي الرسول صلى الله عليه وسلم..

ورته وویل شوه: څه شی وژړولی دا ایات خو دنورو ایاتونو په شان پرنبی صلی الله علیه وسلم ونازل شوی.

فقال : هذا نعي رسول الله صلى الله عليه وسلم .

پس وویل: دا درسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات خبر دی.

.. وقبل الوفاه بـ 9 أيام نزلت آخر ايه من القرآن

درسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات څخه ۹ ورځی مخکی آخری ایت نازل شو.

( واتقوا يوما ترجعون فيه الي الله ثم توفي كل نفس ما كسبت وهم لا يظلمون( .

وویریږی دهغه ورځی څخه چی تاسو به الله تعالی ته ورځئ بیا به پوره ورکړل شی بدله دهر نفس او زیاتی به ورسره نه کیږی.

وبدأ الوجع يظهر علي الرسول صلى الله عليه وسلم

د نبي علیه الصلاة والسلام په مبارک بدن کي دردونه راڅرګند شول.

فقال : أريد أن أزور شهداء أحد

ویی فرمایل: غواړم چی د احد غزا شهیدانو قبرونو زیارت وکړم

فذهب الي شهداء أحد ووقف علي قبور الشهداء

نولاړ د احد شهیدانو ته او ودریدو دشهیدانو قبرونو سره

وقال 🙁 السلام عليكم يا شهداء أحد، أنتم السابقون وإنا إن شاء الله بكم لاحقون، وإني إن شاء الله بكم لاحق (.

وویل: (سلام دی وی پرتاسو ای داحد شهیدانوُ تاسو مخکی راغلی یی او موږ درپسی یو انشا اللهُ او ځه درسره یوځایکیدونکی یم انشاء الله).

وأثناء رجوعه من الزياره بكي رسول الله صلى الله عليه وسلم

دزیارت څخه د راتلو په وخت کی رسوالله صلی الله علیه وسلم وژړل

قالوا: ما يبكيك يا رسول الله ؟

صحابه کرامو وفرمایل : څه شی و ژړولی ای د الله رسوله ؟

قال: ( اشتقت إلي إخواني )

وی فرمایل: ورونو ته می زړه وشو- یانی زړه می غواړی چی ورونه می لیدلی وای

قالوا : أولسنا إخوانك يا رسول الله ؟

ورته وویل شو: ایا موږ ستا وروڼه نه یو یارسول الله صلی الله علیه وسلم؟

قال : ( لا أنتم أصحابي، أما إخواني فقوم يأتون من بعدي يؤمنون بي ولم يروني ( ..

ویفرمایل: (نه تاسو می ملګری یاست ، او وروڼه می هغه هغه څوک دي چي زما د وفات څخه وروسته راځي او پر ما ایمان راوړي په داسي حال کي چي زه یي نه یم لیدلی)

اللهم أنا نسالك أن نكون منهم

الله تعالی مو دی دهغوی په ډله کی شامل کړی.

وقبل الوفاه بـ 3 أيام بدأ الوجع يشتد عليه وكان في بيت السيده ميمونه

او درسول الله صل الله علیه وسلم دوفات څخه ۳ ورځی د مخه دردونه ورباندی زیات شول اوپه دا وخت د ام المومنین سیده میمونی رضی الله تعالی په کور کی وو.

فقال: ( اجمعوا زوجاتي )

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: زما میرمنی را ټولی کړی.

فجمعت الزوجات ،

پس میرمنی یی راټولی شوی.

فقال النبي: ( أتأذنون لي أن أمرض في بيت عائشه ؟ )

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ماته اجازه راکوی چی د ام المومنین سیده عایشه رضی الله تعالی عنها په کور کی دمریضی وختونه تیر کړم.

فقلن: نأذن لك يا رسول الله

ټولو وویل: موږ تاته اجازه درکوو یا دالله رسوله.

فأراد أن يقوم فما استطاع فجاء علي بن أبي طالب والفضل بن العباس فحملا النبي وخرجوا به من حجرة السيده ميمونه الي حجرة السيدة عائشة فرآه الصحابة علي هذا الحال لأول مره ..

نو نبي علیه الصلاة والسلام د پاڅیدلو هڅه وکړه خو د مرض د شدت له امله ونه توانید چي له ځایه پاڅیږي نو په دي وخت کې علي ابن ابي طالب او فضل بن العباس رضي الله عنهما راغلل او رسول الله صلی الله علیه وسلم يي راولاړ کړ او د میمونې رضي الله عنها له حجري څخه يي د بي بي عایشي رضي الله عنها حجري ته بوتلول، صحابه کرامو په اول ځل پداسی کمزوری حالت کی رسول الله صل الله علیه وسلم ولید.

فيبدأ الصحابه في السؤال بهلع :ماذا أحل برسول الله.. ماذا أحل برسول الله.

پس صحابه کرامو په بیړه پوښتنی کولی: چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته څه ورپیښ شوي.

فتجمع الناس في المسجد وامتلأ وتزاحم الناس عليه.

صحابه کرام ټول خبر شول او نبوي مسجد ته راټول شول ان تر دې چي مسجد ډک شو او د خلکو بیروبار پکي جوړ شو.

فبدأ العرق يتصبب من النبي بغزاره

پس د رسول الله صل الله علیه وسلم دپاک بدن څخه په تیزی خولی راونی وی.

فقالت السيدة عائشة : لم أر في حياتي أحد يتصبب عرقا بهذا الشكل .

عایشه رضی الله تعالی عنها فرمایی : ما په خپل ټول عمر کي داسې خولې نه وي لیدلي چي د چا څخه بهیږي
فتقول: كنت آخذ بيد النبي صلى الله عليه وسلم وأمسح بها وجهه، لأن يد النبي أكرم وأطيب من يدي.

عایشه رضی الله تعالی عنها فرمایی: ما به د رسول الله صل الله علیه وسلم لاس را نیو او دهغه مبارک مخ باندی می راښکلو ځکه در رسول الله صل الله علیه وسلم لاس ځما دلاس څخه ډیر عذتمند اوپاک وو.

وتقول : فأسمعه يقول 🙁 لا اله إلا الله ، إن للموت لسكرات ). فتقول السيده عائشه : فكثر اللغط ( أي الحديث ) في المسجد اشفاقا علي الرسول

عایشه رضی الله تعالی عنها فرمایی: مابه دا اوریدل چی رسول الله صل الله علیه وسلم به ویل (لا اله الا الله، یقیناْ دمرګی سلګی ډیری سختی دی) عایشه رضی الله تعالی عنها وای چی مسجد کی خبری ډیری شوی
فقال النبي : ( ماهذا ؟ ) ..

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: دا څه دی؟

فقالوا : يارسول الله ، يخافون عليك .

وویل شو: یا دالله رسوله په داباندی ویریږی.

فقال : ( احملوني إليهم ) ..

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: ماورته یوسئ.

فأراد أن يقوم فما استطاع

فصبوا عليه 7 قرب من الماء حتي يفيق . فحمل النبي وصعد إلي المنبر.. آخر خطبه لرسول الله و آخر كلمات له
رسول الله صل الله علیه وسلم غوښتل چی پورته سی خو وس یی ونه رسید، بیایی ورباندی ۷ جامه اوبه واچولی چی رابیدارشی. رسول الله صل الله علیه وسلم یی راپورته کړو او منبر دپاسه کیناستو.. د رسول الله صل الله علیه وسلم اخری خطبه او اخری خبری.

فقال النبي: ( أيها الناس، كأنكم تخافون علي )

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: ای خلکو فکر کوم تاسو پر ماویریږی

فقالوا : نعم يارسول الله .

خلکو وویل: هو ای دالله رسوله

فقال : ( أيها الناس، موعدكم معي ليس الدنيا، موعدكم معي عند الحوض..

والله لكأني أنظر اليه من مقامي هذا. أيها الناس، والله ما الفقر أخشي عليكم، ولكني أخشي عليكم الدنيا أن تنافسوها كما تنافسها الذين من قبلكم، فتهلككم كما أهلكتهم ) .

رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: ای خلکو! زما سره ستاسي د ملاقات اصلي ځای دنیا نه ده بلکي زما سره ستاسي د ملاقات اصلي ځای د قیامت په ورځ د کوثر حوض دی، په الله قسم دی داسي یم لکه همدا اوس چې د همدي ځایه ورته ګورم، ای خلکو! قسم په الله چي زه پر تاسي باندي د فقر څخه نه ډاریږم بلکي د دنیا څخه درباندې ډاریږم چي تاسي به هم لکه د پخوانیو قومونو په شان د دنیا د ترلاسه کولو لپاره په سیالۍ ورشئ، نوهمدا دنیا به مو داسې هلاک کړي لکه چې هغوی یې هلاک کړي وو.

ثم قال : ( أيها الناس ، الله الله في الصلاه ، الله الله في الصلاه )

بیایی وفرمایل: ای خلکو دالله نه وویریږی دالله نه وویریږی د لمانځه په هکله یعنی په لمونځونو باندې پابند اوسئ.
بمعني أستحلفكم بالله العظيم أن تحافظوا علي الصلاه ، وظل يرددها

پدی مانا چی تاسو ته په الله قسم درکوم چی په لمانځه به همیشه والی کوی او ضایع کوی بی نه، اودغه خبره یی تکراره وله.

ثم قال : ( أيها الناس، اتقوا الله في النساء، اتقوا الله في النساء، اوصيكم بالنساء خيرا )

بیایی وفرمایل: ای خلکو! د الله څخه د ښځو په حق کي وډار شئ!! د الله څخه د ښځو په حق کي وډار شئ!

تاسو ته وصیت کوم چی دښځو سره ښه سلوک کوی.

ثم قال : ( أيها الناس إن عبدا خيره الله بين الدنيا وبين ما عند الله ، فاختار ما عند الله )

بیایی وفرمایل: ای خلکو یو بنده ته الله تعالی ددنیا او دهغه څه چی الله سره دی اختیار ورکړو اوهغه څه یی غوره کړه چی دالله تعالی سره دی.

فلم يفهم أحد قصده من هذه الجمله ، وكان يقصد نفسه

صحابه کرام فرمایی چی ددغه کلماتو په مانا موږ پوه نشو او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ځان مطلب وو.
سيدنا أبوبكر هو الوحيد الذي فهم هذه الجمله ، فانفجر بالبكاء وعلي نحيبه ، ووقف وقاطع النبي

ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه یواځنی شخص وو چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو پوه شو او په ژړایی شروع وکړه او ودریدو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری پری کولی

وقال : فديناك بآبائنا ، فديناك بأمهاتنا ، فديناء بأولادنا ، فديناك بأزواجنا ، فديناك بأموالنا

ابوبکر رضی الله تعالی عنه ویل: زموږ پلارونه دی درنه قربان شی، زموږ مور ګانی دی ستا قربان شی، زموږ بچیان دی ستا قربان شی، زموږ میرمینی دی ستا قربان شی، زموږ مالونه ستا قربان شی.

وظل يرددها …..

دغی کلمات یی تکراره ول

فنظر الناس إلي أبو بكر ، كيف يقاطع النبي.. فأخذ النبي يدافع عن أبو بكر

ټولو خلکو ابوبکر ته کتل چی څرنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری پری کوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د د ابو بکر په پلوۍ وفرمایل:

قائلا : ( أيها الناس ، دعوا أبوبكر ، فما منكم من أحد كان له عندنا من فضل إلا كافأناه به ، إلا أبوبكر لم أستطع مكافأته ، فتركت مكافأته إلي الله عز وجل ، كل الأبواب إلي المسجد تسد إلا باب أبوبكر لا يسد أبدا )

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای خلکو! ابو بکر پریږدئ، په تاسو کې چې هر څوک د کوم فضیلت خاوند وه مونږ یې نیکه بدله ورکړې ده، پرته د ابو بکر څخه چې بدله ورکول یې زما د وس څخه پورته وه، نو ما الله ته پریښی چې بدله یې ورکړي، مسجد ته تلونکې ټولې دروازې به بندې شي خو د ابوبکر دروازه به بنده نه شي.

وأخيرا قبل نزوله من المنبر .. بدأ الرسول صلى الله عليه وسلم بالدعاء للمسلمين قبل الوفاه كآخر دعوات لهم
مخکې تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبره راکوز شي د خپل وفات څخه مخکې یې د ژوند د اخیرنۍ دعا په توګه مسلمانانو ته داسې دعا وکړه.

فقال 🙁 أوآكم الله ، حفظكم الله ، نصركم الله ، ثبتكم الله ، أيدكم الله ) …

او ويي فرمایل: الله دې تاسو وژغوري، الله دې تاسو وساتي، الله دې ستاسو مرسته وکړي، الله دې تاسو ثابت قدم لري، الله دې ستاسو کومک وکړي

وآخر كلمه قالها ، آخر كلمه موجهه للأمه من علي منبره قبل نزوله.

او د منبر څخه د راکوزیدلو وړاندي يي اسلامي امت ته خپله اخرنۍ خبره داسې وکړه چي:

قال 🙁 أيها الناس ، أقرأوا مني السلام كل من تبعني من أمتي إلي يوم القيامه )

ای خلکو! زما سلام د قیامت تر ورځي پوري هرهغه چاته ورسوۍ څوک چې زما تابعداري کوي

وحمل مرة أخري إلي بيته. وهو هناك دخل عليه عبد الرحمن بن أبي بكر وفي يده سواك، فظل النبي ينظر الي السواك ولكنه لم يستطيع ان يطلبه من شدة مرضه. ففهمت السيده عائشه من نظرة النبي، فأخذت السواك من عبد الرحمن ووضعته في فم النبي، فلم يستطع أن يستاك به، فأخذته من النبي وجعلت تلينه بفمها وردته للنبي مره أخري حتى يكون طريا عليه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو لخوا بیرته خپل کور ته ورسول شو..

رسول الله مبارک په خپله کوټه کي وه د بي بي عایشي رضي الله عنها ورور عبد الرحمن رضي الله عنه کوټي ته راننوت او په لاس کي یي مسواک وه.. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه مسواک ته کتل خو د مرض د شدت له امله ونه توانید چي مسواک غواړي. بي بي عایشه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسواک ته د کتلو څخه وپوهیده او د خپل ورور څخه يي مسواک واخست او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه خوله کي يي کیښود خو نبي علیه الصلاة والسلام ونه توانید چي مسواک ووهي، بي بي عایشي رضي الله عنها مسواک را اوچت کړ او په خپله خوله يي نرم کړ او بیرته يي د رسول الله مبارک په خوله کي کیښود ترڅو ورته اسانه او تازه شي.

فقالت : كان آخر شئ دخل جوف النبي هو ريقي ، فكان من فضل الله علي أن جمع بين ريقي وريق النبي قبل أن يموت .

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: د نبي علیه الصلاة والسلام ستوني ته اخر شی زما لاړي ورغلي چي د مسواک سره داخلي شوي او دا د الله عزوجل په ما باندي یو فضل دی چي زما او د نبي علیه الصلاة والسلام لاړي یي د وفات کیدو څخه شېبي وړاندي یو ځای کړي

تقول السيده عائشه : ثم دخلت فاطمه بنت النبي ، فلما دخلت بكت ، لأن النبي لم يستطع القيام ، لأنه كان يقبلها بين عينيها كلما جاءت إليه .

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: په دي وخت کي د نبي علیه الصلاة والسلام مبارکه لور فاطمه رضي الله عنها کوټي ته را داخله شوه او د داخلیدو سره سم يي وژل ځکه چي نبي علیه الصلاة والسلام ونه توانید چي ورته را اوچت شي ځکه چي نبي علیه الصلاة والسلام به هر وخت د راتګ پر وخت د دواړو سترګو د مابین څخه ښکولوله.

فقال النبي: ( ادنو مني يا فاطمه )

نبي علیه الصلاة والسلام ورته وفرمایل: ای فاطمې ماته رانږدي شه.

فحدثها النبي في أذنها ، فبكت أكثر . فلما بكت

نبي علیه الصلاة والسلام ورته په غوږ کي خبره وکړه چي په اوریدو سره يي د فاطمې ژړا لا زیاته شوه.

قال لها النبي: ( أدنو مني يا فاطمه )

نو نبي علیه الصلاة والسلام چي د فاطمي رضي الله عنها ژړا ولیده ورته يي وویل چي! ماته رانږدي شه ای فاطمې

فحدثها مره أخري في اذنها ، فضحكت

او بیا يي ورته په غوږ کي خبره وکړه چي په اوریدو سره يي فاطمې رضي الله عنها وخندل

بعد وفاته سئلت ماذا قال لك النبي صلى الله عليه وسلم .

فقالت : قال لي في المره الأولي : ( يا فاطمه ، إني ميت الليله ) فبكيت ، فلما وجدني أبكي قال : ( يا فاطمه ، أنتي أول أهلي لحاقا بي ) فضحكت .

عایشه رضي الله عنها فرمايي: د نبي علیه الصلاة والسلام د وفات څخه وروسته مي فاطمه وپوښتله چي تاته نبي علیه الصلاة والسلام څه وویل؟؟ ويي وویل: په اول وار يي راته وفرمایل: ای فاطمې! نن زما د وفات کیدلو شپه ده، نو ما وژړل بیا يي راته په دوهم ځل وویل چي: ای فاطمې! ته زما د اهل څخه اول کس يي چي سره به یوځای کیږی، نو بیا مي وخندل.

تقول السيده عائشه : ثم قال النبي : ( أخرجوا من عندي في البيت ) وقال : ( ادنو مني يا عائشه )

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: بیا نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: ماسره په کور کي شته کسان بهر وباسئ! او بیا يي وفرمایل: ای عایشې ماته رانږدي شه.

فنام النبي صلى الله عليه وسلم علي صدر زوجته ، ويرفع يده للسماء

نو نبي علیه الصلاة والسلام د خپلي بي بي په سینه سر کیښود او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل.

ويقول : ( بل الرفيق الأعلي، بل الرفيق الأعلي ) .

او ويي فرمایل: بلکې تر ټولو لوی ملګری، بلکې تر ټولو لوی ملګری (یعنې الله جل جلاله)

تقول السيده عائشه: فعرفت أنه يخير.

عائشه رضي الله عنها وايي: زه پوهه شوم چې د دنیا او آخرت ترمنځ د غوره کولو اختیار ورکړل شوی

دخل سيدنا جبريل علي النبي صلى الله عليه وسلم .

حضرت جبریل علیه الصلاة والسلام نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راننوت

وقال : يارسول الله ، ملك الموت بالباب ، يستأذن أن يدخل عليك ، وما استأذن علي أحد من قبلك

او ويي فرمایل: ای د الله رسوله! د روح اخیستلو ملایکه ستاسي په دروازه کي ده او ستا څخه د راننوتلو اجازه غواړي، او ستا څخه مخکي يي تر اوسه له هیچا اجازه نه ده غوښتي.

فقال النبي : ( ائذن له يا جبريل )

نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: اجازه ورکړه ای جبریله!

فدخل ملك الموت علي النبي صلى الله عليه وسلم .

ملک الموت نبي علیه الصلاة والسلام ته راننوت

وقال : السلام عليك يا رسول الله ، أرسلني الله أخيرك ، بين البقاء في الدنيا وبين أن تلحق بالله .

او ويي وفرمایل: السلام علیک ای د الله رسوله، زه الله رالیږلی یم ترڅو تاته اختیار درکړم چي که ته په دنیا کي پاتي کیږي او که الله ته ورځي

فقال النبي : ( بل الرفيق الأعلى ، بل الرفيق الأعلى )

…نو نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: بلکې تر ټولو لوی ملګري ته ورځم، بلکې تر ټولو لوی ملګری ته ورځم.
ووقف ملك الموت عند رأس النبي صلى الله عليه وسلم.

په دي سره ملک الموت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سر ته ودرید

وقال : أيتها الروح الطيبه ، روح محمد بن عبد الله ، أخرجي إلي رضا من الله و رضوان ورب راض غير غضبان.

او ويي فرمایل: ای پاک نفسه!! د محمد بن عبد الله نفسه، راووزه د الله رضا ته او خوشالۍ ته په داسې حال کې چې ستا رب درڅخه راضي دی او په غوسه نه دی

تقول السيده عائشه: فسقطت يد النبي وثقلت رأسه في صدري ، فعرفت أنه قد مات … فلم أدري ما أفعل ، فما كان مني غير أن خرجت من حجرتي وفتحت بابي الذي يطل علي الرجال في المسجد وأقول مات رسول الله ، مات رسول الله .

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: له دي سره د نبي علیه الصلاة والسلام لاس راپریوت او سر يي زما په سینه دروند شو او زه وپوهیدم چي وفات شو. زه نوره نه پوهیدم چي څه وکړم، نور نو د خونې څخه ووتم او د کور هغه دروازه چې مسجد ته وتلې وه خلاصه کړه او ومي ویل چي: رسول الله وفات شو، رسول الله وفات شو.

تقول: فانفجر المسجد بالبكاء. فهذا علي بن أبي طالب أقعد، وهذا عثمان بن عفان كالصبي يؤخذ بيده يمني ويسري وهذا عمر بن الخطاب يرفع سيفه ويقول من قال أنه قد مات قطعت رأسه، إنه ذهب للقاء ربه كما ذهب موسي للقاء ربه وسيعود ويقتل من قال أنه قد مات.

چي په دي سره د مسجد څخه د ژړاګانو یو اواز اوچت شو او ټولو صحابوو ژړل. علي بن ابی طالب د ډیره خفګان په کور کیناست، عثمان رضي الله عنه دې حالت ته ورسید چې د ماشوم په څیر به یې د دواړو لاسونو نیولی وه، عمر ابن الخطاب توره اوچته کړه او ويي ویل چي که هرچا وویل چي نبي علیه الصلاة والسلام وفات شوی سر به يي ورپري کړم بلکې هغه تللی دی د خپل رب ملاقات ته لکه موسی علیه الصلاة والسلام چي تللی وه او بیرته راګرځي، هغه څوک به ووژل شي چې ووايي پیغمبر علیه الصلاة والسلام وفات شوی.

أما أثبت الناس فكان أبوبكر الصديق رضي الله عنه دخل علي النبي واحتضنه وقال : وآآآ خليلاه ، وآآآصفياه ، وآآآ حبيباه ، وآآآ نبياه . وقبل النبي.

مګر په ټولو کي ثابت او صبرناک کس ابو بکر صدیق رضي الله عنه وه، د نبي علیه الصلاة والسلام کوټي ته ورداخل شو او غیږ يي ورڅخه تاو کړه او ويي فرمایل: ای زما دوسته!! ای تر ټولو غوره بنده!! ای په ما ګرانه!! ای پیغمبره!! او نبي علیه الصلاة والسلام يي ښکل کړ

وقال: طبت حيا وطبت ميتا يا رسول الله.

او ورته يي وویل: په ژوند او مړینه دواړو نیکمرغه یې ای د الله رسوله!!

ثم خرج يقول : من كان يعبد محمد فإن محمدا قد مات ، ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت … ويسقط السيف من يد عمر بن الخطاب، يقول: فعرفت أنه قد مات… ويقول: فخرجت أجري أبحث عن مكان أجلس فيه وحدي لأبكي وحدي.

ودفن النبي صلى الله عليه وسلم

بیا ابو بکر صدیق مسجد ته راووت او خلکو ته يي وفرمایل: که چا د محمد (صلی الله علیه وسلم) عبادت کاوه نو محمد (صلی الله علیه وسلم) وفات شو او که چا د الله (عزوجل) عبادت کاوه نو بیشکه الله شته او نه وفات کیږي .

د عمر رضي الله عنه د لاسه توره پریوته او ويي ويل: زه وپوهیدم چي نبي علیه الصلاة والسلام وفات شوی، او فرمایي: له دي سره بهر ووتم او منډي مي وهلي ترڅو ځانته ځای پیدا کړم او ځانته پکي وژاړم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دفن شو خو حضرت فاطمې رضي الله عنها به ویل:

څنګه مو زړونو منله چې د رسول الله صل الله علیه وسلم په مخ باندې خاورې واړوئ؟

بیا ودریده او د پیغمبر علیه الصلاة والسلام په مړینه یې ویر کاوه ویل یې:

ای پلاره! خپل رب ځان ته وروبللې نو بلنه یې ومنله، ای پلاره! جنت الفردوس یې ځای دی، ای پلاره! په مړینه یې جبریل علیه الصلاة والسلام ته ویر کوم..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply