طنز /محمود نظري

0 744

هیرجن ولس

یو وزیر خدمت نه کوي د جانان لپاره

هر یوخدمت کوي دګوند اوځان لپاره

ځکه هر ګونډ د وزیرانو سهمه غواړي

یاني وزارت غواړي دجیب جان لپاره

یوکام ښکاریده  د تولوظلمونو تیر هیرجن

ځان یې  ورساوه تر درمل شیر سرجن

ول په خپل غټ کور کي مي نفس تنګیږي

ا کسیجن راته ښکاري  وخت تیرنایتروجن

ډاکټر یې وکتی نبض ول ته لا ژوندی يې؟!

سر دي درد کوي هم یې ډیر خوږلن

ول خوله مي  وچه وچه کیږي ژبه بنده

ول پزه  دي سره ده  ا و سافت ویر خولن

 ول دهوا په ګرمي کې مي خورا یخني کیږي

د یوناني طب په  مزاج کې یم ډیر سړبچن

ول چې سترګي پټي کړې ایا خوب درځي؟!

ول هو یم  د ورځي هم توره زن خوبژن

ول ستا تکلیف ډیر زیات خطر ناک  دی

ستا په کروموزوم کې چلیري دپسات هیر جین

ول زما ناروغي علاج لري که نه اې پوهه طبیبه!

ول بد ن دي درد کوی یې په منځ کې د مېچن

ول وایه ډانګټره درملنه مي کیږي   که یا

 ول سخته ده دا مسله ده دپیر او جن

ول دا نا درمانه مرض لري کوم دوا او ټوټکه؟

ول یوازې دملي خیانت مه سه ته  ډیر هیرجن

ته باید پرهیز وکړې لس کاله  د ووت ورکولو

هغه چا چې په خبروکې یې  شونډان سي ډیر ځګلن

 هغه ته چې په کال کې خوله نه پریوي ان یو وار

پوست دبدن يې سوی وي خیرن او ډیر خچن

کالي یې تل ټول  مردار وي  او بې نمازه

دنیکه نیکه وي وږسترګې او ډیرڅوڅلن

ددې وخت واکمن وکیلان  ټول  هیره وه

چې د ټولو جنس دی له وخته تیر او عیب ژن

هیرول د افغانانو د سیاست یولوی مرض دی

مړه دي هغه خلک چې د خیانت دي ډیر هیرجن

چې يو وار یې په واک کې ولس ته امتحان ورکړی

هغه به بل شی وي ، نه وي بیخي شمشیر زن

هغه چې  بې ځایه ډیر خوله اولاسونه ښوري

رایه مه ورکه  خاین ته هغه چې دی ډیر ژاولن

ستا باید په یاد  سي د واکمنو ټول ظلمونه

هغه چې خلک یې کړه  سر او زیرګرومجن

هغه چې په زرو یې بیګناه لوټ  او مړه کړه

هغه چې سوی د هر پردي موټران د اوبو ګېلن

هغه چې دمځکې غله اودقانون او وطن غله دي

پدرامان نظاریان  منصوریان چې دي خورا  ډیر غلن

هغه چې په زاریو وکیلان سوه   بیا یې بې شرمي کوله

 قدیران همایونان  لالیان لکه سوسمار دی خیږن

که مو دا هیر کړه اې افغانه دسل په مرض مړې

همداسې بیا رانه ولې بهزادان چې له دننه دي  چنجن  

سړبچن (یخ مزاج)، خچن (ناولی)، څوڅلن(وږسترګی )

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply