د ماشوم ژبې غوڅول د کوم کتاب او کوم ملا په فتوا روا ده؟

0 579

د ماشوم ژبې غوڅول د کوم کتاب او کوم ملا په فتوا روا ده؟
ودان روښان

د رسنیو رپوټونو له مخې د خوست ولایت مرکز اړوند متون بابا سیمې په ګلزار اکا کلي کې ناپېژاندو کسانو د ښوونځي اووم ټولګي یو زده کونکي ژبه غوڅه کړې.
دغه زده کونکي د خپل کلي تر څنګ د یوې غونډۍ په ډډه کې د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې له پاره چمتووالی نیولو.
په رپوټونو کې د دغه مظلوم ۱۳ کلن ماشوم نوم نظام الدین ښودل شوی او خوست کې د پوهاند عبدالحی حبیبي لیسې زده کونکی ښودل شوی دی.
په رپوټونو کې د نظام الدین په حواله څه نه دي راغلي او علت یې هم دادی چې یو خو هغه خبرې نه شي کولی او بله دا چې ګومان کېږي هغه به له وېرې هم څه نه لیکي او نه به په اشارو د څه شي څرګندولو ته لیواله وي.
داسې خبرونه واورې چې د هډوکو په منځ کې د انسان ماغزه لا په لړزه راولي او هک پک پاتې شې چې دا بیا څه روان دي؟ موږ په کومه زمانه کې اوسېږو؟ ایا د انسان نوم خطاب کول ددغه عمل فاعل ته په ژبه راوړل سم کار دی؟ ایا انسانیت له دغه ډول عمله نه شرمېږي؟ ایا د اسلام څه چې د انسانیت پر لمن دا ډول کړنه تور داغ نه دی؟
زه خو د دا ډول کړنې عاملینو ته انسانان څه چې وحشي حیوان هم نه شم ویلی، ځکه وحشي ځناور په دوو وختونو کې پر انسان یا بل ژوي برید کوي. ۱ – دځان له ویرې مانا دا چې داسې وګڼي چې ژوند یې له ګواښ او خطر سره مخ دی نو هغه د چا خبره مشروع دفاع کوي. ۲- کله چې وږی وي، د خیټې مړولو او ژوند پایښت له پاره پر بل برید کوي دا نو چې پر هر شي یې زور بر شي که انسان وي او که حیوان.
له دې ورهاخوا د کورني سپي حساب کتاب جلا دی چې د خپل حریم او یا هم خپل کور دفاع په خاطر نور داړي. ښایي وحشي او ان اهلي ژوي خپلو کې د لوړتیا غوښتنې او یا د انسانانو روزنې په پایله کې یو بل وداړي یا زیان ورورسوي او جنګ ورسره وکړي. لکه انسانان چې جنګي چرګان، زرکان، مړزان او سپیان د خپلو ساعت تېریو او لوبو له پاره ساتي، روزي او بیا یې جنګوي چې کله کله ناکله هغه کسان هم په دغه کار لاس پورې کوي چې ځان مشر ګڼي یا ځینې نور کسان د مشر په سترګه ورته ګوري لکه مارشال ؟! قسیم فهیم او جنرال سردار عبدالولي چې سپي ساتل او بیا یې جنګول.
دغه ډول جنګول هم بیا د انسانانو په روزنه او خوښه کېږي او ښکاري چې د ژویو ذاتي ځانګړنه، به تر یو بریده د خوړو او مخالف جنس خپلولو په خاطر وي خو هغه دومره خطرناک او وژونکي نه وي. خو راځو دې ته چې انسان څنګه د بل انسان هغه هم د ماشوم ژبه غوڅوي او بیا هغه هم د زده کړو په جرم؟!
دا ساده خبره نه ده او نه هم د کوم جاهل انسان کار دی بلکې دا د یو ډېر اوږده پلان دوام دی چې ځینو برخو ته یې ما په یوه تېره لیکنه کې اشاره کړې وه(۱) خواوس غواړم ددغه ډول کړنو ، تر شا پټو موخو، لاسونو او د هغو پایلو په اړه یو څه نوره رڼا هم واچوم.
له هغه ځایه چې دغه عمل له یوماشوم سره شوی طبیعي ده چې دغه ماشوم داسې کوم کار نه دی کړی او نه یې توان لري چې د هغه شخصي دوښمن دې یې په غبرګون کې ژبه ترې غوڅه کړې وي او بله دا چې له دغه ماشوم سره د لوست ویلو او ازموینې ته د چمتووالي پر مهال دغه ډول ظالمانه چلند شوی چې له تردید پرته له زده کړو او پوهنې سره تړاو لري. له بله پلوه که وکتل شي له اوږدې زمانې راهیسې له زده کړو او پوهې سره په دغه هېواد کې ژوره دوښمني روانه ده. دا اوس چې په پښتون میشته سیمو کې ناامني روانه ده اصلي ګوزار پر زده کړه دی او تر ټولو خطرناک هم ځکه دی چې که پل وران شي خیر بېرته به جوړ شي، که سرک، کلنیک، روغتون، د اوبو بند او نور وران شي ژر یا به وروسته جوړ شي او یا به خلک یو څه ستونزو سره مخ شي چې یا به لرې یا هم خلک به څه ناڅه اوږده موده کې ورسره عادت شي خو که ښوونځی وران او ماشومان له زده کړو پاتې شي د هرکال په تېرېدو سره دغه زیان نور هم زیات او نه جبرانېږي.
پر افغانستان د پخواني شوروي سره پوځ له بې شرمه تېري مخکې په کابل پوهنتون کې پر نړیوالو معیارونو برابرې لوړې زده کړې کېدې او بهرني محصلین ورته راتلل خو د روسانو یرغل سره سم له یوې خوا اشغالګرو او له بله پلوه خپله افغانانو پر لوی لاس خو د نورو په غوښتنه خپل ښوونکي ووژل، ښوونځي یې وسوزول او د پوهنې ټغر یې ټول کړ، اوس زموږ د پوهنې او لوړو زده کړو نظام له ګاونډیو هېوادو سره پرتله کړﺉ! هغوی چېرته رسېدلي او موږ چېرته یو؟ دغه راز، په دا تېره یوه نیمه لسیزه کې چې په کومو سیمو کې ښوونکي او زده کونکي وژل شوي او ښوونځي تړلي او په هغو سیمو کې چې ددې عکس ښوونځي جوړ او د زده کړو بهیر منظم روان دی، د بچیانو حالت یې سره پرتله کړﺉ چې، زه نور څه نه وایم خو یوازې د درنو لوستونکو پام دې ته رااړوم چې چا ګټه کړې او چا زیان لیدلی؟ او ولې؟
دا اوس یې زیان له ورایه ښکاري خو ددغه حالت ستر زیان به څوکاله وروسته وګورﺉ چې چا زده کړې کړي هغوی به دولت او هېواد برخلیک خاوندان وي او هغوی چې ښوونکي او زده کونکي یې وژلي، ښوونځي یې سوزولي او د ښوونځیو دروازې یې تړلي بچیان به یې د نورو کوکران، د کورونو پاکونکي او پاتې شونو خوړونکي وي. تر دغه نظر، قضاوت او وړاندوینې لاندې زه چمتو یم زره ځله لاسلیک وکړم. دا ځکه چې پلان همدغه دی چې دغه قوم باید له زده کړو پاتې، جاهل او ذلیل شي او د بچیانو وینې یې د نورو د موخو له پاره یا له خپلو ورونو سره او یا د نورو په نیابتي جګړو کې تویه شي.
دغلته غواړم په خپله د خوست په اړه چې دغه شنیع او غیرانساني عمل په کې شوی، لنډه یادونه وکړم او هغه دا چې خوستوالو په دې وروستیو کلونو کې یو بې ساری نوښت کړی چې له یوې خوا یې خپل کور کلی امن ساتلی، له بلې خوا یې خپل کور کلی د خپلومټو په زور ودان کړی او تر ټولو مهمه دا چې دوی( خوستوالو) تر هرڅه ډېر پام د خپلو بچیانو زده کړو ته اړولی او ښایي درنو لوستونکو دا هم اورېدلي یا لوستي وي چې په خوست او پکتیا کې ځینو قومونو خلک اړ کړي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي او که چا خپل بچیان له ښوونځي منع کړل جریمه کېږي.
دا په خپله ښیي چې نور دغه خلک د زده کړو او پوهنې په ارزښت پوهېدلي او پر خپل ټول توان په دې لار کې هاند او هڅې کوي، نو ځکه خو د هغو لورو او کړیو له غصې سره مخ شوي چې له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو تباهي غواړي.
دغه خبیثې کړﺉ اوس هڅه کوي خلک وویروي چې که خپل بچیان له زده کړو منع نه کړي نو له دغه ډول حالت سره به مخ شي. په همدغه دلیل دا یو حساب شوی عمل دی چې د زده کړو په خاطر د ماشوم ژبه غوڅېږي.
دا اوس د چارواکو، روڼ اندو او په ټوله کې خپله د ولس دنده ده چې د پوهنې او زده کړو غلیم چې په ټوله کې د افغانانو هوساینې او نیکمرغي غلیم دی د دغه ډول غیر انساني کړنو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې دغه غیر اسلامي او غیرانساني کړنې د پوهنې بهیر ټکنی او زموږ بچیان له زده کړو راوګرځوي.
(۱)لیونتوب، وحشت او جنایت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply