د لیکوالي ارزښت / زین الله احمدي

0 1,252

د یوې پرمختللې ټولنې لپاره د قلم ملګرتیا ډېره اړینه ده، ټولنه قلموال، لیکوال او روڼ‌اندو کسانو ته ضرورت لري، د یوې هوسا، بسیا او پرمختللې ټولنې جوړول د متمدن انسان د فکر محصول دی. له قلم او قلموال پرته یوه ټولنه په سختۍ سره د پرمختګ پر لور درومي. د قلم و کتاب منزلت ته لوی خدای «ج» او حضرت محمد «ص» په وار وار ارشاد فرمايلی او پر هغو يې سوګند یاد کړی دی.

د یوې ټولنې د شخصیتونو د رابرسېره کولو او ښکاره کولو لپاره د قلم او لیکنې شتون حتمي دی، ټولنیز پایښت او د هویت شتون هم د لیکوالۍ او قلم نښه ده.
یوه ټولنه او ملت هغه وخت با هویته ګڼل کېدای شي چې خپل شتون د فرهنګ په ګاڼه ښکلی کړي او ښکلل یې هم د لیکوالۍ کار دی، بل خوا د اجتماعي ودې او سمون اصلي منبع فرهنګي وده او پرمختګ دی، فرهنګي وده بیا د لیکوالي د فن او علم کار دی.

د همدغو قلموالو او متفکرانو برکت دی چې نن ورځ ډېر پراخ ملتونه له یو بل سره ګډې ټولنیزې او فرهنګي اړیکې پالي او لا ساتي یې، هغه ملتونه او قومونه د ژوند هسکه ننداره کولای شي چې خپل ځان په بشري ټولنه کې مطرح او خپل حق ثابت کړي، د فرهنګ خوندیتوب د ولسونو په زړونو او سینو کې ممکن دی، ځکه فلکلور د ولس د رښتیني مال په توګه د دوی په سینو کې خوندي پاتې کېږي، خو له دې سترګې نه‌شو پټولای چې حالات ترخه او توند توفانونه کولای شي هماغه فرهنګي بېړۍ ډوبه کړي.

د لیکوالۍ د علم په برکت ټول ویښ نسلونه خپل ویاړونه د قلم په ژبه د کاغذ پر مخ خوندي کوي او د زرینو کرښو په توګه یې نورو نسلونو ته لېږدوي، که د لیکوالۍ علم نه وای تاریخ به مړ و. د دې علم غوره موخه د فرهنګ پالنه ده، فرهنګ پالنه ملي او نړیوال لوری لري، ملي فرهنګ ځینې مشترکې ګټې جوړوي، د دغو مادي او معنوي ګټو ساتل لوړ اهمیت او لویه حوصله غواړي، موږ کولای شو د شعر په خوږه، نرمه او غوڅوونکې ژبه د کیسې او داستان په انځوریزه، سيمبولیکه او خوږه ژبه د خلکو ذهنونه روښانه کړو، د ملي هویت ساتنه په ټولو حالاتو کې اړینه برېښي، د ملت ساتنه یوازې د لیکوالۍ د علم په برکت کېدای شي، د علم زېرمه د لیک او لیکوالۍ پایله ده، که لیک او لیکوالي نه وای؛ نو بشر خپله پوهه او تجربه راتلونکي نسل ته نه‌شوای انتقالولای، بل خوا راتلونکي نسل ته د خپل فکر او هویت د ژوندي ساتلو مهمه وسیله لیکوالي ده، په ټولنه کې د هر فرهنګ بډایه کوونکي همدا لیکوال دي. د بشري مدنیت پیاوړتیا د دوی د غوره فکر محصول دی، فکر بیا د ښې وینا او لیکنې له لارې پرمختګ کوي او هغه هېواد یا خلک متمدن ګڼل کېږي چې په خپله ټولنه او فرهنګ پورې اړوند شیان خوندي کړای شي. په پرمختللو ټولنو کې تر ویلو د لیکلو برخه لوړه ده، ځکه انساني ټولنه هغه وخت د تمدن پوړيو ته رسېدای شي چې د خلکو قلم په لاس کې وي او په څه چې پوهېږي هغه ولیکي.

قلموال د تفکر په قوت د الفاظو له ترکیبه د ټولنیزو پېښو جاج اخلي او په دې ډول خپل فرهنګ رڼوي، د لیکوالي په برکت په فرد او ټولنه پورې اړوندې مسالې له ورکېدو ژغورل کېږي، کلتوري او فرهنګي پانګه خوندي وي، ځکه نو لیکوال د فرهنګ او کلتور محافظ ګڼلای شو.
د لیکلو په مرسته اوس مهال ته رنګ،خوند او ښکلا ورکولای شو، د تمدن لوړتیا ته مو هڅوي، بل خوا اوس او تېر مهال ته د پیوستون ښه وسیله لیکوالي ده چې د ماضي منفي کړنې او خاطرات راته په ګوته کوي.

که د لیکوالۍ علم نه وای تحقیق او څېړنه به هم نه وه او چې تحقیق نه وای علم به دومره پر مخ نه و تللی، نه به دومره اکتشافات وای، نه به هم نړۍ دومره سره نږدې شوې وه.
د لیکوالي استعداد درلودل هم د رب له سترو نعمتونو يو دی، همدا د لیکوالۍ علم دی چې د بشر تاریخ ورسره پیلېږي، اسلامي علماوو لیکوالي نیم علم بللی چې ارزښت یې د الهي وحیې او نبوي ارشاداتو په اساس هم ثابت دی.

دا علم د دعوت، تعلیم، تعلم، ابلاغ، اعلام، مراسلې، دین او دنیا په ټولو ډګرونو کې د استفادې وړ او یو ستر او حیاتي علم دی چې بشر د اوبو او هوا غوندې ورته اړتیا لري. په اوسني وخت کې چې د متقابلو مبارزو قطبونو تر منځ جنګ له پوځي جنګه فکري او تبلیغاتي جنګ ته اوښتی؛ نو د قلم ارزښت لا باید لوړ شي، دا علم مو فکر په یو منظم چوکاټ کې اچوي.
د لیکوالي علم د وګړيو فکر او اخلاقو ته نوښت وربښي، ذهن یې مثبت لوري ته سوق او د افکارو او عصري ایجاباتو قبلولو ته چمتو کېږي. دوی «لیکوال» خلک پر دې پوهوي چې د دوی اجتماعي او انفرادي ژوند څه ډول دی؟ دوی څه کوي؟ د دوی خویونه، فکرونه، عملونه او نیتونه څنګه دي؟

تر هغو چې زموږ عادات او اخلاق سم نه‌شي او د بدو ذهنیتونو ملګرتیا پرې نه ږدو، که دا ملک جنت هم شي زموږ بد عملونه او رواجونه به یې په جهنم بدل کړي. موږ ځینې ناوړه دودونه، عرف، رواجونه، عادات، ظلمونه او جهالتونه لرو چې قلموال به یې په قلمي مبارزې له منځه وړي.
هغه وخت زموږ پر مخ د تحول وږمه را درومي چې زموږ لیکوال د لیکوالي د علم په برکت له حقایقو پرده لرې کړو، ښو ته ښه، بدو ته بد ووایي او انساني باغ و بڼ ته د زیان رسېدو مخه ونیسي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply