پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

0 571

-زین الله احمدي

د بریالیو کسانو لپاره د کال پیل ډېر مهم او ارزښتناک وي، دا هغه ۳ سلنه بالغ کسان دي چې ټاکلي او لیکلي اهدف لري؛ باوري یم چې د حوت میاشت به

دوی په دې تېره کړې وي چې څنګه، په کوم مثبت بدلون او په ښه ډول نوی کال پيل کړي.
خو له بده مرغه چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په پای کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه وي او یا یې مشخصولای نه شي.
په هر حال څه چې تېر شو، هغه هېر شو، تېر وخت بېرته نه راګرځي، موږ په اوس کې ژوند کوو او په کار ده چې خپل اوس ښکلی کړو؛ تر څو روښانه راتلونکی ولرو، ددې له پاره لاندې موضوعات په غور تر لوستلو وروسته د کال له پیل سره سم په ځان عملي کړئ:
۱ ـ تېر وخت هېر کړئ
تېر وخت هېر کړئ، څه ډول چې تېر شوی، هماغسې یې ومنئ، پر تېر وخت پښیمانتیا د سوکاله ژوند تضیمن نه شي راکولای، پرته له دې چې چې نن مو هم په بې ځایه فکرونو زنداني او قرباني نه کړي؛ ستاسو ننۍ ټاکنې، ستاسو راتلونکی ټاکي، مخکنی محرومیت ناسم معیار او ناوړه چلند دی، نن ستر فرصت او لوی الهي نعمت دی، په خپله ګټه یې تېر کړئ.
۲ ـ خپل اهداف ولیکئ
هدف درلودل د ژوند کولو له پاره دلیل دی، بې هدفه انسان په ژوند مړی حساب دی، ناپلیون هېل وايي (( یوازې ۳ سلنه بالغ کسان لیکلي اهداف لري)) له نن وروسته خپل ټول اهداف د کاغذ پر مخ ولیکئ، څېړنې ښيي چې د اهدافو لیکل ۲۲ سلنه هغه ته د رسېدو په برخه کې مرسته کوي، د موخو درلودل د وخت په مدیریت او د ژوند په نظم کې کې پراخ اغېز لري، هدف درلودل تاسو په حرکت راولي، انرژي مو زیاتوي، ارزښتونو ته مو متوجه کوي.
هدف باید لاندې ۳ ځانګړنې ولري:
۱ ـ هدف باید زمونږ له استعداد او علاقې سره برابر وي.
۲ ـ هدف باید د اندازې وړ او وررسېدل ممکن وي.
۳ ـ هدف باید ګټور او په عین حال کې روښانه وي.
همدا اوس قلم او کتابچه راواخلئ او د نوي کال له پاره ستر او کوچني، اوږد مهاله او لنډ مهاله اهداف ولیکئ.
۳ ـ پلان جوړ کړئ
د ناکامۍ لومړنی لامل له پلان پرته عمل دی، ټول بریالي کسان د یوه لیکلي پلان له مخې کار کوي، همدا پلان دی، چې وخت او پیسې سپما کوي، له پلان او عمل پرته هدف هېڅ معنا نه لري، پلان دی چې تاسو له اختلاطي ژوند څخه ژغوري او هر ورځ ستاسو په ګټه تېرېږي، د پلان درلودلو بله ګټه داده چې ستاسو کاري تمرکز زیاتېږي، لومړیتوبونه به وپېژنئ، په منظم ډول به خپل کارونه پرمخ وړئ،
کله چې د خپلو موخو له پاره پلان ولرئ، ستاسو ناخوداګاه ذهن سمدلاسه فوق العاده ذهن ته کارونه سپاري او تاسو به پرله پسې کار وکړئ.
د وخت د مدیریت متخصص الکس مکېنزي وايي (( له پلان پرته عمل د هرې ماتې لامل دی.))
نور نو څه ته په تمه یئ، ولاړ شئ او د خپلو موخو له پاره لیکلی پلان جوړ کړئ.
۴ ـ نور مه ملامتوئ
له همدې شېبې د تېر، اوس او راتلونکي په خاطر د نورو له ملامتولو سره خدای پاماني وکړئ، له همدې شېبې هڅه وکړئ، چې د خپلو کړنو، توجیه کولو او پلمې کولو ته د پای ټکی کېږدئ، کله چې نور ملامتوئ او پلمه پیداکوئ، په حقیقت کې خپل ځواک له لاسه ورکوئ. هیڅوک تاسو نه شي بدمرغه کولای، هر انسان نېکمرغه پیدا شوی، اوسنۍ بدمرغي د هغه د کړنو پایله ده.
مشهور کمېډن باډي هاکېټ وایي (( زه هېڅکله له ځان سره کینه نه ګرځوم؛ ځکه کله چې تاسو له ځان سره کینه ګرځوئ، تاسې ته یې زیان رسېږي.))
۵ ـ لویې هیلې ولرئ
لویې هیلې ولرئ، کله چې د یو څه هیله وکړئ، هغه ته به ورسېږئ، ستاسو خوبونه هغه ژمنې او تړونونه دي، چې له خپل ځان سره مو تړلي او په پایله کې به هغه ته ورسېږئ.
ستاسو ذهن کېدای شي ستاسو ښه دوست یا بد دوښمن واوسي؛ خو ستاسو افکار په یوازیتوب دومره وړتیا لري جې تاسو روغ، ناروغ، غریب، بډای، مشهور او یا نامشهور کړي.
۶ ـ خپل ژوند ته بدلون ورکړئ
که چېرته په خپل ذهن کې د ښو او ځلېدونکو باورونو او هیلو انځور طراحي کړئ، خپل ځان به په داسې شرایطو کې ووینئ، چې ستاسو موخو ته د رسېدلو لامل ګرځي.
د خپل فکر په بدلون سره خپل ژوند بدل کړئ، ټول منفي افکار لېرې او ځای یې مثبتو افکارو ته پرېږدئ؛ مثبت فکر ستاسو پر شخصیت، روغتیا، انرژي، کړنو او چلند رغوونکی اغېز لري؛ څومره چې ښه فکر کوئ، په هماغه اندازه به پر نفس ستاسو باور زیات شي.
۷ ـ ارزښتونه مو مشخص کړئ
د نړۍ د رهبرانو تر ټولو مهمه ځانګړنه داده چې هغوی خپل ارزښتونه مشخص کړي، دوی په دې پوهېدلي چې اصلاً څه غواړي او د څه له پاره مبارزه کوي، ارزښتونه ستاسي د شخصیت معیار ټاکي، څومره چې ستاسو ارزښتون راڼه وي، په هماغه اندازه به ستاسې کړنې دقیقې او منظمې وي.
په نړۍ کې هېڅ شی بې ارزښته نه دي؛ خو د هر څه د ترلاسه کولو هڅه تاسې له اصلي ارزښتونو لېرې پاتې کوي.
خپل ارزښتونه مو مشخص او د ترلاسه کولو لپاره یې لاس په کار شئ.
رای اې ډیسني وايي (( څومره چې ارزښتونه روښانه وي، په هماغه اندازه به د پرېکړې کول درته اسانه وي.))
۸ ـ خپل راتلونکی تصور کړئ
تاسو هغه څه کېږئ چې تصور یې کوئ، نني بریالي کسان د پخوا هغه خیال پلوه اشخاص دي، چې په ذهني نړۍ کې یې خپل ځان بریالی تصور او فوق العاده ذهن یې کار ته اماده کړی و.
تاسو هم په کراتو کراتو ځان هغه څه ته رسېدلی او بریالی وبولئ، چې په رښتیا یې غواړئ، دا کار تاسو کار کولو ته هڅوي، له کار سره مو شوق زیاتېږي.
ناپلیون هېل وايي (( څه مې چې په ذهن کې تصور کړي، هغه ته رسېدلی یم.))
راځئ؛ له نن وروسته په نوي کال کې، په نوي فکر، نوي پلان او نوي عمل نوي ژوند پیل کړو.
نوی کال مو نېکمرغه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply