د نوکیا نوی ځیرک موبایل په کمه بیه له نویو ځانګړنو سره وړاندې کیږي

0 715

د نوکیا نوی ځیرک مبایل په کمه بیه له نویو ځانګړنو سره وړاندې کیږي.

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نوکیا مشهورې کمپنۍ د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې داسې نوی مبایل وړاندې کوي چې هم یې بیه مناسبه ده او هم یو شمېر ځانګړتیاوې لري.

دغه مبایل چې د نوکیا ایکس لړۍ نوی مبایل دی نوکیا ایکس ۵ (Nokia X5) نومیږي، د روانې جولایي میاشتې په ۱۱مه نېټه په چین هېواد کې وړاندې کیږي، دغه ځیرک مبایل به په چین کې په نوکیا ایکس ۵، او په نورو هېوادونو کې به په نوکیا ۵.۱ پلس (Nokia 5.1 Plus) په نوم یادیږي.

ددغې ځانګړي مبایل انځورونه له وخت وړاندې څرګند شوي، او داسې بریښي چې مبایل د زړه راښکونې ظاهري بڼې ترڅنګ په داخل کې هم یو په شمېر ځانګړتیاوو پوښل شوی دی.

ځانګړتیاوې
دغه مبایل ۵.۸۶ انچه ایچ ډي پلس سکرین لري چې په کې ۱۹.۹ سپیکټ ریشو ورکړل شوی دی، د کوالکوم سنیپ ډراګون ۶۰۰ پیاوړی پراسیسر به ولري.

یاد مبایل په درې نسخو وړاندې کیږي، لومړی یې ۳ جي بي ریم سره ۳۲ جي بي حافظه لرونکی، دویم یې ۴ جي بي ریم سره ۶۴ جي بي حافظه لرونکی او درېیم یې ۴ او ۶ جي بي ریم سره ۶۴ جي بي حافظه لري، چې هر یو یې مختلفې بیې لري.

ددې مبایل شا خواته دوه کامرې ورکړل شوي، چې لومړۍ کامره یې ۱۳ او دویمه یې ۵ میګاپيکسله ده، ترڅنګ یې مخکې یا سیلفې کامره ۸ میګاپیکسله ورکړل شوې ده، سربېره پر دې ۳۰۰۰ ملي امپیره mAh بیترۍ لري، او فینګر پرینټ یا ګوتې کولپ هم لري چې د شاخوا کامرو لاندې ورکړل شوی.

دغه نوي ځیرک مبایلونه له مناسبې او کمې بیې سره وړاندې کیږي، چې د ۳۲ جي بي حافظې والا مبایل بیه به ۱۵۰ امریکایي ډالره، او د ۶۴ جي بي حافظې والا مبایل به تر ۱۸۰ ډالرو بیه ولري، باید وویل شي چې د بیې له لحاظه دغه مبایل د پيرلو لپاره مناسب دی.

په ۱۱م جولایي یعنې سبا به دغه مبایل لومړی په چین او له هغې وروسته به نورو هېوادونو کې وړاندې شي، خو لا تر دې دمه د نوکیا لخوا په نورو هېوادونو کې د وړاندې کیدلو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د یادونې وړ ده چې نوکیا کمپنۍ څو میاشتې وړاندې د نوکیا ایکس ۶ (Nokia X6) په نوم په زړه پورې مبایل په کمه بیه له پوره ځانګړتیاو سره په چین کې وړاندې کړی و چې په خرڅلاو کې يې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ، خو په نورو هېوادونو کې د نوکیا مینوال لا هم ددغه مبایل انتظار باسي، او کمپنۍ تر دې دمه ددې د اعلانولو نېټه هم نه ده په ډاګه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply