د چاندریان-۳ ماموریت

672

د چاندریان-۳ ماموریت”د خطر وروستۍ ۱۷ دقیقې”

سپوږمۍ ته د لیږل شوي هندي چاندریان-۳ ماموریت د (Lander) ناستې ته وروستی ساعت پاته ده.
د هند د فضایي څیړنو د مرکز په وینا د آلاتو صحت او د سپوږمۍ وضعیت ته په کتلو به نن ماښام ۶:۰۴ د چاندریان-۳ بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه کیني.
اوس مهال نوموړی ښکته کیدونکی یا لینډر له سپوږمۍ پۀ دیرش کیلومتري کې ده چې له هغه ځایه به په ثانیه کې د ۱.۶۸ کیلومتر په سرعت د سپوږمۍ د سطحې پر لور حرکت کوي.
د هند د فضایي څیړنو یو سینیر ساینسپوه د خطر دا ۱۷ دقیقې داسې تشریح کوي.
چاندریان-۳ په ارام د سپوږمۍ سطحې ته نږدي کیږي او تمه ده چې ماشام ۶:۰۴(هندي وخت) د سپوږمۍ پر جنوبي قطب کیني خو د ډار او خطر وروستۍ ۱۷ دقیقې کولای شي مشکل را منځ ته کړي.

د فضایي عملیاتو د مرکز ریس د وروستیو ۱۷ دقیقو اړوند وایي؛
د اګست په ۲۳ ماښام به لینډر له ۳۰ کیلومتري په ۱.۶۸ کیلومتر پر ثانیه سرعت سره حرکت وکړي چې همدا بهترینه چټکتیا ده.
همدارنګه د سپوږمۍ جاذبه قوه به نوموړی د خپل ځان پر لور ور کشوي.
په ښکته کیدونکې آلې یا لینډر کې لږیدونکي څلور انجنونه به خپل سرعت د ښکته کیدو په حال کې صفر ته را رسوي.
نوموړی لینډر به له ۳۰ کیلومتري ۷.۵ او بیا ۶.۸ کیلومترو لوړوالي ته را رسیږي.
له هغه وروسته به دوه انجنه بندیږي او دوه به د ناستې لپاره کارل کیږي.
له ۳۰ کیلومترۍ تر ۶.۸ کیلومترۍ به د لینډر سرعت ۳۵۰ متر پر ثانیه ته راشي.
له ۶.۸ کیلومترۍ نه به ۸۰۰ مترۍ ته راځي او بیا به پۀ مناسب او غوره شوي ځای کیني.

همدا پورتنۍ ټوله پروسه ۱۷ دقیقې او ۲۱ ثانیې وخت اخلي چې د خطر ۱۷ دقیقې یې بولي.
هندی ملت د خپل ماموریات د بریا لپاره لاس په دعا دی. د دوئ تر څنګ د نړۍ له ګوټ ګوټ خلک منتظر دي چې څه به کیږي.
هند که په دې ازموینه کې بریالی کیږي، بې له شکه چې د نړۍ مخ به د ځان پر لور ور اړوي چې ورسره به د هند ساینس نور هم پر مخ لاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.