دوه کاناډایي طبي ساینس پوهان

ځیرک یوسفي

492

دوه کاناډایي طبي ساینس پوهان چې نومونه یې سر فریډریک بینټینګ او بل یې چارلس بیسټ وو، د ۱۹۲۲ کال د جولای په ۲۸ نیټه ( پوره ۱۰۱ کاله مخکې) د ټورنټو د جان مکلیډ روغتون د ماشومانو د شکرې ناروغۍ وارډ ته ورسیدل. د روغتون په دې څانګه کې بستر شويو ماشومانو ټولو د دیابیت یا د شکرې ناروغي درلوده او ټول یې د دیابیټ کیټواسیدوزس ketoacidosis له امله بې هوښه او په کوما کې وو او مرګ ته نږدې وو. دواړو طبي ساینس پوهانو له ځانه سره خپله نوي اختراع کړي درمل راوړي و. “دا شیبې په طبي نړۍ کې ترټولو نه هیریدونکې شیبې په توګه پیژندل کیږي”. تصور وکړئ چې مور او پلار په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې خونه کې د خپلو ماشومانو سر ته ناست دي او د خپل د زړه د ټوټو مرګ لپاره شیبې شماري.
دا ساینس پوهان په نوبت هر بستر ته ولاړل او هر ماشوم ته یې یوه یوه ستنه ووهله یانې پیچکاري یې ورته وکړه. ترڅو چې دوی وروستي بې هوښه ماشوم ته رسیدل، هغه لومړني ماشوم ته یې چې ستنه وهلې وه، په هوښ راغی او بیا یو یو ټول ماشومان د شکرې له کوما څخه راویښ شول. له مرګ او غم څخه ډکه کوټه ناڅاپه د خوښۍ او هیلو په ځای بدله شوه.
دې ساینس پوهانو له ځانه سره انسولین ( چې د پانقراص له هورمونو څخه یو هورمون دی) نوي اختراع کړی وو راوړي وو او ماشومانو ته یې تطبیق کړل. دا د شکرې د ناروغۍ او د بشریت د ژغورنې په لار کې یو ستر انقلاب و.
تاریخ د هغو کسانو څخه مننه کوي چې نړۍ ته یې د علم په بڼه، د طب په بڼه یا د اختراع په بڼه نوي څه ورکړي دي، او موږ یو چې لا اوس هم د علم په اباحت او وجوب سره نه سلا کیږو.
اوس تاسې ووایاست چې قهرمانان او اتلان هغوی دي چې ژوندونه ژغوري او که هغوی دي چې له خلکو ژوند اخلي او د بشر د ژغورنې او هوساینې لپاره حتی یو کوچنی اقدام هم په خپله کارنامه کې نلري؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.