د ناټو سازمان د مشرانو غونډې ته د محمد اشرف غني د وینا ژباړه

0 708

د ناټو سازمان د مشرانو غونډې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

 

بسم  الله الرحمن الرحیم

د ناټو سازمان سرمنشي ښاغلی سټولټنبرګ د حکومتونو او دولتونو مشرانو، ښاغلو او اغلو!

موږ د افغانستان خلکو او حکومت د خپل هېواد د بیا تجسم لپاره زیاتې هڅې کړي دي.

زموږ مهمه دنده د جنګ، فساد او جرایمو د خبیثه کړۍ ماتول او د هغې په ځای د ګډون، برخې اخېستو، مشارکت، سولې او پرمختګ د نجیبه کړۍ جوړول او ځای په ځای کول دي. ډاکټر عبدالله او زه دلته حضور لرو چې له تاسې څخه د غوڅ ملاتړ په خاطر مننه وکړو او ستاسو د لوڼو او زامنو د قربانیو په ځانګړي ډول د هغو چې زموږ د آزادۍ او ستاسو د امنیت لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، مننه وکړو او د خپلو اصلاحي هڅو لنډیز وړاندې کړو.

په ۲۰۱۷کال کې د جنوبي اسیا لپاره د جمهوررئیس ټرمپ سټراټيژي د لوبې بدلوونکې وه او موږ ته یې د دې لپاره چې خپلې ستونزې ومنو او له شرایطو سره سمې حللارې طرحه او په نتیجو ولاړې اصلاحي برنامې ترتیب کړو فرصت ایجاد کړی دی. دغې سټراټيژۍ د شرایطو او بستر په اړه له وخت او زمان پورې تړلی لیدلوری بدل کړ او هېواد یې د شرایطو په اساس په نوي لیدلوري د سیمې په کچه بیا تعریف کړ او ټول لوبغاړي او ښکېل اړخونه یې اړوېستل چې په خپلو فرضیو او پالیسیو بیا کتنه وکړي. د ناټو او زموږ د انکشافي شریکانو او همکارو هېوادونو د سخاوتمندانه ملاتړ ـ په دې خاطر له تاسې مننه کوم ـ موږ ته دا توان راکړ چې پر تېر وخت د بریالي کېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو او د یوې ولسواکې او ټول شموله ټولنې، یوې اسلامي او له زغم ډکې

او د متحرک اقتصاد لرونکې ټولنې ته چې د اسیا د څلور لارې په توګه د سیمې د انکشاف لپاره د همکاري په بستر کې په امنیتي همکاریو عمل وکړي، ورسېږو. دغې سټراټيژي نتیجه درلوده. نن تر ۲۰۲۴کال پورې ستاسو د ملاتړ د تمدید لپاره غور او ارزونې موږ ته دا توان راکوي چې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو، طالبان دې ته اړباسو هغه لار چې په مخ کې لرو یو سیاسي بهیر دی او سیمه ییز همکاران د دغو همکاریو ګټو ته وهڅوو.

زموږ مساوات پالونکي باورونه، د ډموکراسۍ غوښتنه ده. د ۸٬۶ میلیون رایه ورکوونکو نوم لیکنه چې ۳۴سلنه یې ښځې جوړوي، په دغه بهیر کې د خلکو د فعالې برخې اخېستو ښودنه کوي. د ۲۰۱۸کال په اکتوبر کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو لپاره ټاکنې او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست لپاره ټاکنې زموږ لپاره حتمي دي.  موږ بین المللي ټاکنیزو سازمانونو ته بلنه ورکوو چې د هر اړخیزې څارنې په هڅو کې په ټاکنیزو بنسټونو کې د اجرائیوي دندو د ترسره کولو په شمول له موږ سره یو ځای شي.

د لارې نقشو، ټاکلو معیارونو او د باور جوړولو شاخصونو څخه په ګټه اخیستنې زموږ امنیتي او انکشافي همکارۍ د بیا رغېدو په حال کې دي. موږ په ویاړ سره ویلی شو چې یا مو کاملاً پر خپلو ژمنو عمل کړی یا د هغو د پوره کولو په حال کې یوو. دې دقیقې شیوې موږ په دې قادر کړي یوو چې په تېرو درې کالو کې خپل عواید ۷۰ په سلو کې زیات کړو. د۱۹ شاخصونو له جملې څخه مو له فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ ۱۴ شاخصونه تطبیق کړي او د اردو او پولیسو۵۳۵ جنرالان مو د امنیتي سکتور د اصلاحاتو د برخې په توګه په۲۰۱۸ کال کې تقاعد ته سوق کړي. موږ د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د نړیوالې او سیمه ییزه همکاریو د پراختیا په حال کې یوو.

موږ پر سوله د ملي اجماع له پیروي سره خپله سیاسي اراده د سولې د مذاکراتو د وړاندیز او د یو اړخیز اوربند له اعلان سره چې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې ومنل شو نندارې ته وړاندې کړه. څلوېښت کاله وروسته د لومړي ځل لپاره زموږ خلکو د سولې ډالۍ تجربه کړه. دې زړور ازمېښت د پخلاینې لپاره زموږ د ملت فوق العاده ظرفیت ، د بښنې اراده او دا چې موږ د اینده خاوندان یوو نندارې ته وړاندې کړ. د اوربند ۹۸ سلنه تطبیق او په ښارونو کې د ۳۳ زره سوله غوښتونکو طالبانو بریالی مدیریت وښوده چې ترلاسه شوې افکار د سولې پر وړاندې د بالقوه موانعو په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري. زموږ د علماو هر اړخیزه ونډه، د دیني علماو نړیوال ملاتړ په ځانګړي ډول د حرمین الشریفین خطیبان او په ټول هېواد کې خودجوشه سوله ییز حرکتونه دا ښیي چې د سولې د ټينګښت وخت را رسېدلی. ډاکټر عبدالله او زه به پایداره او جامع سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړو.

سره له دې چې د پرمختګ بېلګې د تشخیص وړ دي، موږ دقیقاً له ننګونو خبر یوو. ۳۴۲۰۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې ټول یې داوطلب دي، په ورځنیو سرښندنو سره  خپله وطندوستي او همدارنګه د څلور کلن امنتي پلان د موخو ترلاسه کول نندارې ته وړاندې کوي. په افغانستان کې ښځې د سفیرې، قاضي، ښاروالې او وزیرې په توګه د دندې په ترسره کولو سره تاریخ جوړونکې دي. د افغانستان کابینه چې ۴۹ سلنه وزیران یې له ۴۰ کالو کم عمر لري د دې ښودونکي دي چې د دولت په اجرائیوي او قضایي ارګانونو کې نسلي تغیر راغلی دی. د شایستګي په اساس استخدام په یو نورم د بدلېدو په حال کې دی او موږ تراوسه خپله سیاسي اراده د قانون د حاکمیت په برخه کې نندارې ته وړاندې کړې.

متاسفانه د تروریزم پدیدې ټوله نړۍ په وېره کې اچولې او دا ثابتوي چې ولې ناټو ته اړتیا ده او ولې افغانستان د مخکښ دولت په توګه د نړیوالې ازادۍ او امنیت د دفاع لومړۍ کرښه کې قرار لري. هغه مناسبات چې د سپتمبر د یولسمې له فاجعې وروسته ایجاد شو، د ګډو ګټو او ګډو ارزښتونو پر اساس د ژورو او پراخو همکاریو په حال کې دي.

مننه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply