جمهور رئیس غني د ناروې لومړۍ وزیرې سره وکتل

0 637

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په بروکسل کې د ناروې لومړۍ  وزیرې ایرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، دسیمه‏ ییزو مسایلو، انکشافي پروژو، د امنیت د تامین  او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس له لوري د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هېواد یې د اوبو د مدیریت او د سولې د مذاکراتو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ناروې لومړۍ وزیرې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت جدي اقدامات او د اصلاحاتو بهیر وستایه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

جمهور رئیس د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناروې ځواکونو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مننه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ناروې د مرستو او ملاتړ قدرداني وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، په حکومت کې د رهبرۍ په بېلابېلو برخو  او د سولې په پروسه کې ښځې رول لري او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې به هم ښځو ته مهمه ونډه ورکړل شي. هغه زیاته کړه موږ غواړو د اوبو د مدیریت په برخه کې د ناروې له بریالیو تجربو څخه استفاده وکړو.

ارګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply