د ملي اردو ځواکونو ته د فاشیست او صهیونیست ویل ملي خیانت دی

0 564

ودان روښان

پردي پاله کړۍ تل فرصت او موقع ته سترګې پرلار وي چې په کومه پلمه او څه ډول د مالوم الحاله او افغان دوښمنه بهرنیو استخباراتي کړیو په ټونګ ملي ویاړونو او ملي ګټو ته زیان ورسوي. دوی په اصل کې له هغه څه سره دوښمني لري چې ددغه وطن له ویاړ او عزت سره تړاو لري. دوی کله د افغان له نوم، کله د هېواد له تاریخ او کله هم نورو ویاړونو سره دوښمني کوي او پر دوو پښو ناست دي چې څه ډول د خپلو بادارانو خوشالولو له پاره ملي ویاړونو ته ګوزار ورکړي؟  

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې کومه ویډیو خپره شوې او په هغې کې لیدل کېږي چې څو سرتېري یو شمېر لاس تړلي کسان په لغتو وهي، ادعا کېږي چې کوماندو ځواکونه فاریاب کې د ولسي پاڅون په نوم د یوې خپلسره وسله والې ډلې مشر نظام قیصاري کسانو سره دغه ډول چلند کوي. سره له دې چې تراوسه دا په کره توګه مالومه نه ده چې دا ویدیو د کومې زمانې او په چا پورې تړاو لري خو خاینو کړیو له دې مسلې د ومره لویه هنګامه جوړه کړې ته به وایې چې یزید د پیغمبر له لمسي امام حسین سره زور زیاتی کړی وي. په ټوله کې خو ناوړه او ناقانونه چلند د هرچا له خوا له هرچا سره چې وي د منلو نه دی خو دا باید له یاده ونه باسو چې د انفرادي چلند مسوولیت خپله فاعل ته ورګرځي او دا بیا په تحقیق کې مالوم او ثابتېږي چې په دې کړنه کې نورکسان هم مسوولیت لري او که نه؟ د ملي دفاع وزارت او هم په خپله ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه د هراړخیزو څېړنو لارښوونه او امر کړی دی. غوره خو داده چې په دې اړه د څېړنو پایلو ته انتظار ایستل شوی وای او بیا یې وروسته په اړه قضاوت شوی وای خو پردي پالي کله دومره حوصله لري او یا یې بادار کله پرېږدي چې د هرې کړنې کره والی مالوم او بیا یې په اړه قضاوت وشي.

دا خبره کله هم په دې مانا نه ده چې دغه عمل( دلاس تړلو کسانو وهل ډبول) توجیه شي خو که د ملیشو تېرو کړو وړو ته وکتل شي خدای خبر دغو کسانو به څومره نادودې له ولسي خلکو په تېره له هغو سره چې د مخالفینو په نوم یې نیولي وو، کړې وي. په خپله د همدوی یو کلیوال چې د ولسي جرګې غړی یانې د خلکو استازی دی( فتح الله قیصاري) څرګندونې د پام وړ دي چې وایي: « همدغو کسانو یو کس چې خپله میرمن یې ناوغه او ډاکتر ته بیوله له موټر کښته او موضع یې پرې کیندله، سړي چې هرڅومرهعذر او زارۍ ورته وکړې چې میرمن یې اومیندواره او ډاکتر ته یې بیایي، خو دوی ونه منله او په پایله کې د سړي مېرمن او ماشوم دواړو سار ورکړه» خو اوس دغه خلک بشر شوي او ځینې کسان یې دفاع کوي. همدغو ملیشو یو واخت داسې تاریخ پرې ایښی چې له یادولو یې قلم عاجز دی. دا کیسه نږدې د کابل ښار هغه وخت ډېرو اوسېدونکو ته مالومه ده چې د دوستم ملیشو              د رباني واکمني په پیر په کارته نو کې یو موټر درولی وه چې یوه اومیندواره میرمن د زېږون له پاره روغتون ته په کې لېږدول کېده. دوستیمان چې کله پوه شوي وو چې د میرمنې زېږون نږدې دی نو ویلي یې وو چې موټر تلی نه شي ځکه دوی د ماشوم زېږون نه دی لیدلی او باید ویې وګوري. ملیشو د سمندر له جنایتونو یو څاڅکی دا کیسه هم ده چې د تنظیمي انډوخر پر وخت د مزار شریف پر عام سرک د دوستي ملیشو کسان موټرو ته چې ښځینه به هم په کې وې لوڅ لغړ د تالاشي څه بلکې د خلکو لوټ له پاره پورته کېدل. یوه ډېره بوږنونکې کیسه یې دا هم ده چې: «ملیشو به کله چې موټر ودرولو نو سپږه (اشپش) به یې په لاس کې وه او کوم مسافر به چې یو څه پاک او پیسه والا ورته ښکاره شو ورنږدې به شو او ورته وبه یې ویل چې دا( سپږه) په څوافغانۍ اخلې مسافر به انکار وکړ خو هغه بل به د توپک میل ورنږدې کړ مسافر خوار به د ځان خلاصون په خاطر یو څه پیسې یادې کړې د بېلګې په توګه ۱۰ زره یا ۲۰ زره افغانۍ یې اخلم، مسافر به له خپله انده د ځان خلاصون هڅه وکړه، د سپږې والا ملیشې به هم پیسې ترې واخیسې او سپږه به یې په لاس کې ورکړهاو هغه (مسافر) به وغورځوله، شیبه وروسته به ملیشه بېرته راغی ویل به یې سودا ونه شوه پیسې دې واخله او زما مال بېرته راکړه، دغه وخت سپږه چېرې پیدا کېده نو مسافر ته به یې وویل چې زما مال دوه لکه یا له هغه ډېره بیه درلوده، یا زما مال  راکړه یا یې پیسې، په دې پلمه به یې له مسافره خورا زیاتې پیسې واخیستې، لنډه دا چې په دې توګه به یې خلک شکول…» باور دا دی چې دغو کسانو به همدا اوس هم په فاریاب کې تر دې ډېر جنایتونه کړي وي، که قضیه عکس ددې وای یانې ملیشو سرتیري داسې نیولي وای خدای خبر څه به یې ورسره کړي وای ځکه د دوی د مشر(دوستم) کارکړنې ټولو ته مالومې دي(۱) نو د بړیڅو قیاس یې کېدی شي! خو بیا هم وایم چې زما موخه په وروستۍ ویدیو کې د کړنې توجیه نه ده، ځکه د ملي اردو له اړوندانو باید دا تمه ونه شي خو بیا هم اړینه چې خبره سپینه بیا دې قضاوت وشي.

خو پردي پالي او افغان دوښمنه عاصرو د اوبو له لیدو وړاندې موزې ایستلي او ان په ډېره سپین سترګي یې دا موضوع پلمه او د افغانانو ویاړ ملي اردو ته سپکاوی کړی. په دې اړه د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډه کې یو ښکاره پردیپالي په ډېره بې شرمي وویل: «اعمالیکه دراین ویدیو دیده می شود نمونه هایش د اردو آلمان نازی و در عصر حاضر در عملکرد اردوی اسرایل با مسلمانان فلسطین دیده شده است.» که دې کلمو او پرتلې ته وکتل شي له ورایه ښکاري چې ویونکی د احساساتو یا له لاس تړلو وطنوالو سره د خواخوږي په خاطر دا ډول څرګندونې نه کوي بلکې دا څرګندونې له ملي اردو سره د متکلم ژوره کرکه او نفرت په ګوته کوي.

لومړی خو دا څرګندونې داسې ډلې ته د منسوب کس له خولې وتلي چې پر خلو جناتونو یې د نازیانو او صهیونیستوانو مخونه پر زم زم اوبو مینځلي او پاک کړي دي. دهمدغه سړي ډلې او پلویانو یو وخت په کابل ښار کې د انسانانو پر سرونو میخونه ټکوهل، د مړو ګډاوې یې ننداره کړي، له ښځو او نجونو یې تیان غوڅ کړي او دا هغه څه دي چې نه نازیانو کړي، نه صهیونیستانو او نورو ډلو.  

زما وړاندیز دادی چې دغه کس باید پوځي محاکمې ته راکش شي ځکه هغه څوک چې ملي ویاړونو ته چې له تردید پرته ملي اردو د هېواد عزت او ویاړ دی، دغه ډول سپکاوی کوي باید د ملي خیانت په جرم اشد مجازات شي. دا ځکه چې دی په پوهه او علم د دوښمن پر ژرنده اوبه ورسپروي او هغه څه پر خوله راوړي چې د افغانانو قسم خوړلی دوښمن یې غواړي.  

(1) د دوستم کړه وړه د خپل قوم له یو مخور او سپین ږیري احمدخان ایشچي، د ترک توکمو مشر اکبربای او نورو ډېرو ازبیک توکمو سره ټولو ته مالومې دي.  

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply