پر سمه لار نه ځم پر پیچومي خیژم!

0 603

ودان روښان

په داسې حال کې چې افغان دولت لا ډېر پخوا اعلان کړی چې طالبانو او د حقاني شبکې سره د خبرو له پاره هیڅ راز، شرط نه وړاندې کوي او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتلو په ګډون ټولې مسلې د خبرو وړ دي. په دې مانا چې که طالبانو د سولې خبرو په اجنډا کې هره مسله شاملېدی شي.

د تېرې کال کب میاشتې په لومړیو کې د کابل بهیر غونډه  کې طالبانو ته د ولسمشر غني بې ساري وړاندیزونه ښیي چې کابل چمتو دی له قید او شرط پرته طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

که وکتل شي د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د خبرو له پیل مخکې دغه ډول امتیازونهمخالفینو ته نه دي اعلان شوي د بېلګې په توګه د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندنه او د هغوی دفتر پرانیستل کېدل.  

اوربند او د طالبانو بندیانو خوشې کول، له نړیوال تور نوملړه د طالب مشرانونومونو لرې کول او د سولې له بهیر سره یوځای شویو طالبانو امنیت ساتل، ان پر اساسي قانون بیا کتنه د ولسمشر غني په وړاندیزونو کې راغلي وو.

خو په مقابل کې یې طالبان همدا یوه خبره کوي چې له افغان دولت سره نه بلکې چمتو دي له امریکایانو سره خبرې وکړي. ددوی دلیل دادی چې افغان دولت واک نه لري؟!، ددوی غوښتنه له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل او شرعي نظام حاکمول او … دي.

سره له دې چې کومې امریکایي ورځ پاڼې په دې وروستیو کې لیکلي چې ولسمشر ټرامپ امریکایي دیپلوماتانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو لارښوونه کړې ده خو په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جان نیکلسن ویلي چې امريکا د افغانستان د خلکو او يا د افغان حکومت ځايناستې نه ده، خو امريکا چمتو ده له افغان حکومت، طالبانو او افغانانو سره سولې ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي  

دا په یو ډول د افغان دولت دریځ پیاوړی کوي په دې مانا چې د سولې په اړه خبرو او پرېکړو کې امریکایان نه یوازې د افغان دولت مخالفت نه کوي بلکې په دې لار کې مرسته هم کوي.  

له دې سره جوخت افغان دولت هم اعلان کړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو په رهبري ترسره کیږي او امریکا په دغه بهیرکې د اسانتیاو په برابرولو کې له افغانستان سره همکاري کوي. چې په دې سره د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې نفي کېږي او باید هم داسې وي. داسمه ده چې امریکا د افغانانو ستر ملاتړی هېواد دی خو افغان دولت په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی، افغانستان خپلواک، د ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا درلودونکی هواد دی، اساسي قانون، منتخب حکومت او به دمکراتیک ډول ټاکل شوي بنسټونه لري، چې دغو ټولو ته په کتو نه ښایي بل څوک د هغه پرځای برېکړه وکړي.

اوس راځو دې ته چې طالبان ولې د سولې خبرو له پاره دغه ډول شرط وړاندې کوي؟  د طالبانو په دغه دریځ کې څه ډول منطق پروت دی؟ که رښتیا هم خبره د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه وي نو افغان چارواکو خو ویلي چې په دې اړه هم خبرو ته چمتو دي او دا مسله د خبرو په اچنډا کې شاملېدی شي او امریکایانو هم په ډاګه ویلي چې دوی له افغانانو سره سولې ته د رسېدو له پاره مرستې ته چمتو دي نو بیا دوی( طالبان) د امریکایانو په مخونو مین دي که څه چې غواړي له هغوی سره خبرې وکړي؟ په امریکایانو کې یې څه لیدلي دي چې له هغوی سره پر مخامخ خبرو ټینګار کوي؟ خو داسې ښکاري چې طالبان هسې د جګړې دوام، د نورو د ګټو او موخو او یو څه هم د خپلې وړې ګټې چې له سترو هېوادنیو ګټو سره د پرتلې نه دي، له پاره د افغانانو وینې توییدو ته پلمې لټوي. د طالبانو له دغه دریځه داسې ښکاري چې د خبرو او پرېکړو په اړه افغان دولت نه بلکې خپله طالبان واک نه لري، ددې ادعا له پاره کافي شواهد او سندونه هم شته او هغه دا چې په تېرو شاوخوا ۱۵کالو کې چې کومو طالب مشرانو سولې ته لږ لیوالتیا هم ښودلې افغان دوښمنه استخباراتي کړیو یا له منځه وړی لکه په خپله د طالبانو مشر ملاعمر، د طالبانو د واکمني ددفاع وزیر ملاعبیدالله، د طالبانو بل مشر ملا اختر محمد منصور، د طالبانو د واکمني د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر مولوی عبدالرقیب او نور چې په مرموز ډول ووژل شول. دغه راز، ملابرادر چې سولې ته د لیوالتیا په تور لاهم د زندان تورو تنبو تر شا له وحشیانه شکنجو سره مخ دی خو د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر ملااغلاجان معتصم بیا نیکمرغه و چې په ترهګریز برید کې له ټپي کېدو وروسته په تېښته بریالی شو هغه هم چېرته د سولې له پاره ښه نیت شودلی و. اوس نو که طالب مشران د سولې خبرو ته زړه ښه هم کړي نو د یادو کسانو برخلیک یې نیغ سترګو ته درېږي. یو وخت مجاهدین هم له ورته برخلیک سره مخ وو، که هرڅو ډاکتر نجیب د سولې خبرو وړاندیزونه ورته کولو ان یو ځل یې اعلان وکړ چې به مکه مکرمه کې له مجاهدینو سره خبرو ته چمتو دی چې د هغه د وړاندیزونو منل له تردید پرته د افغانستان او افغانانو په ګټه و خو هغې استخباراتي کړۍ چې د افغانستان ورانی یې خپله موخه ټاکلې وه مجاهدین او په ټوله کې افغانان کله پرېښودل چې په خپل هېواد کې سوله او سم سمکی راولي. مجاهدینو هم همدا خبره کوله چې له روسانو سره خبرې کوي خو نجیب سره یې نه کوي، داسې وخت هم راغی چې له روسانو سره یې هم خبرې وکړې خو موږ ټولو ولیدل چې هیڅ  ګټه یې هم ونه کړه، روسان ووتل، د ډاکتر نجیب حکومت خپله د هغه پلورل شویو جنرالانو او له دولت بهر متعصبو کړیو په دسیسه کې ړنګ شو خو ملت ته یې پایله تباهي او د لازیاتو هغو وینو توییدل وه چې که مجاهدین خپلواک وی، ښایي نه وی تویه شوې. همغه مجاهدین چې کله هېواد ته راغلل او په تنطیمي جګړو کې سره ښکر پر ښکر شول نو بیا یې د نجیب بوټپاکانو او دروازه وانانو سره هم خبرې او جوړجاړي وکړل.

طالبان دې هم پر دې و پوهېږي چې دغه ډول دریځ ته د دوی هڅول یوازې او یوازې په افغانستان کې د لاډېرو وینو تویولو او د جګړې دوام ته له پلمې جوړولو پرته بل هیڅ دلیل نه لري، که دوی خپل واک وي او د نورو ګټې نه تمثیلوي نو مهرباني دې وکړي خپلې منطقي، معقولې او ملي غوښتنې دې له افغان دولت سره د خبرو پر ټغر مطرح کړي باور دی چې اوسنیو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو شرایطو ته په کتو تر ډېره شونې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه هم په مناسبه توګه پوره شي چې البته دا نه یوازې د طالبانو بلکې د ډېرو افغانانو غوښتنه هم ده. اوس چې سولې ته د رسېدو لار اواره ده نو که داسې وي چې د دوی غوښتنې له افغان دولت سره د خبرو پر ټغر پوره کېدی شي نو بیا له امریکایانو سره د خبرو څه اړتیا ده؟ مانا دا چې سمه او بې خطره لار شته  نو بیا ولې پر پیچومي وخیژو؟ خو که خدای مه کړه چې د خبرو پر میز د طالبانو منطقي او ملي غوښتنې پوره نه شوې او یا څرګنده شوه چې افغان دولت یې د پوره کولو توان نه لري بیا به هم ولس او هم نړیوالو ته مالومه شي، بیا هغه وخت دوی په ډاګه ویلی شي چې افغان دولت یې د غوښتنو پوره کولو توان نه لري نو ځکه خو دوی غواړي له امریکایانو سره خبرې وکړي، خو له هغه مخکې دا ډول پلمې بې ځایه او د نورو غوښتنې او موخې منعکسوي. په پای کې دا ویل هم غواړم چې که طالبان پر خپل دغه دریځ ټینګ ودرېږي ان که امریکایان خبرو ته هم ور سرهچمتو شي، په زغرده ویلی شو چې افغان دوښمنه استخباراتي شبکه به یې داسې دریځ ته اړ کړي چې د افغانانو ملي ګټو پرځای د نورو پر ګټو به ټینګار وکړي چې دا به افغان ولس ته نه جبرانېدونکي زیانونه ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply