د دوستم زوال او نوې ازبېک رهبري/ اباسین بریال

0 772

کله چې د قدرت په جزیرو بحث کېږي، یوه ترټولو خطرناکه یې په ازبېک میشتو سیمو کې ددوستم یا جنبش هغه وه.
له تېرو دوه کلونو راهیسې څو ازبېک سوداګر غواړي دوستم وکاروي، او څو ازبېک معتدل سیاستوال قلباً غواړي دوستم د ازبېک مشرتابه له صحنې په تدریجي ډول څنډې ته کړي. دوستم په دې دوسنکه پوهېده، ځکه خو یې له هر همقومه حریف سره د زور انتها کارولې ده.
ددوستم د قدرت د جزیرې د ماتولو لپاره د ایشجي موضوع یوه ښه پلمه شوه، دوستم د نظر بند له کبله دومره په تکلیف شو، چې خپله یې له ولسمشر وغوښتل، د امریکایانو پښه دې دده او ایشجي له قضیې وباسي، دی حاضر دی وطن پرېږدي.
په وروستیو دوه کلونو کې فاریاب، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه وو، چې تر ټولو ډیر طالب، داعش او نور وسله وال یاغیان پکې پیدا شوي او منظم شوي دي، حتا د اختر ورځو د اوربند پرمهال همدا درې یوازیني ولایتونه وو، چې طالبانو نه اوربند وکړ نه یې له چا سره وکتل. کله چې دولتي ځواکونو غوښتي هلته منظم او له دفاع وزارت دېکتې شوي‌عملیات تر سره کړي، هر ځل یې د دوستم کسان او شخصاً قیصاري مخې ته درېدلی دی، د قیصاري دلیل به داوه، چې دا زموږ د نفوذ سیمې دي، موږ ته امکانات راکړئ موږ خپله جګړه کوو.
د عام تحلیل برعکس د جنبش ملېشې په جوزجان، فاریاب او سرپل کې له وسله والو یاغیانو سره ژورې اړیکې لري او داسې راپورونه هم شته، چې عملیاتو پسې تللي افغان ځواکونه څو ځله د قیصاري د وسله والو له خوا تاورمار شوي دي.
نه یوازې چې د وسله والو یاغیانو د ځپلو پرمهال قیصاري او ازبېک ملیشې لوی مزاحمت دی، خپله دغه ملیشې د ځمکو په غصب، د غیرجنبشي وګړو په شړلو او جنسي ځورونو کې ښکېل دي.
په تېرو دوه کلونو کې قیصاري ځان په فاریاب او جوزجان کې د دوستم ځایناستی ګڼي او ځینې سیمه ییزې منابع ادعا کوي چې نوموړي ته نوې وسلې رسېدلې وې.
نتیجه:
افغانستان ته ددوستم د راتګ موضوع له مظاهرو سره خاص تړاو نلري، حکومت دا مظاهرې کنټرولوی هم شي، ځکه دواړه تنظیموونکي یې چې سوداګر دي د افغانستان په پارلمان کې ناست دي، خو اساساً دا مظاهرې چې دولتي دفترونه بندوي، د تجزیې نارې اوچتوي، د قیصاري غوندې یو جنایت کار د خلاصون چیغې وهي یا تجارتي بندرونه تړي….. ددولت د اقتدار تر ننګولو زیات د جنبش او په تیره ددوستم نفوذ، اعتبار او بقا ته زیان رسوي.
قیصاري ددوستم او جنبش اساسي‌پایه وه، له قیصاري پرته دوستم په شمال کې ختم دی، دولت په داسې مهال ددوستم راتګ ته زمینه برابره کړه، چې قیصاري په بند کې دی او ایله به له بند څخه نظر بند ته راووځي، خلک به یې لیدو ته راځي، شاید شمال ته لاړ شي، خو د وعدې له مخې خپله خاموشي به ساتي. خو جالبه به داوي، چې دواړه پیلانو غوندې غښتلي اشخاص به د وریښمو په تارونو په پښو کې تړلي‌ وي، یعنې دواړو ته اخلاقي دوسیې پرتې دي، دوستم د ښاغلي ایشجي په رسوایې کې بند دی او قیصاري خپله میرمن او اوښی وژلی دی.
هغه ازبېک مخور چې له ازبېک مشرتابه ددوستم د خلع کولو په تړاو له ارګ سره همغږي او په یوه پل روان دي، سملاسي له دوستم سره د ټکر توان نلري، نو دغه ټوله پاسنۍ سناریو په تدریج سره مخ ته لاړه او شاید څه وخت نور هم ونیسي، څه لوړې ځوړې ولري، خو بالاخره تر دې وروسته به دوستم هغه دوستم نه وي، چې په شمال کې دولتي ځواک او نفوذ وننګوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply