د طالبانو یوې سختې تیارې ته ورمخه ده/ اباسین بریال 

0 884

اوربند: – کوم ډول اوربند چې طالبان یې غواړي‌ له هغو مراجعو یې اجازه ترلاسه نکړای شوه، چې دوی ته د جنګ نقشه ورکوي. شاید د دوی د فیصلو د کمرنګه کولو هڅه وي، چې په کندوز کې یوه ډله طالبانو ته دستور ورکړل شو،‌ چې تر سلو زیات افغان مسافر یرغمل کړي. د طالبانو خپل سری اقدام خو داو، چې د عرفې په ورځ تر درې سوه زیات افغان زندانیان ازاد کړي، خو له دې مجبورۍ سره څه وکړي، چې بلې ډلې یې عادي‌مسافر ونیول؟ دا په طالبانو کې د واحدې او نسبي رهبرۍ د متلاشي کېدو بده هڅه ده او یوازې طالبان پوهېږي، چې له پاکستان علاوه به له څلورو نویو ادرسونو قومانده کېږي.

د غزني جګړه: – پر ښار د برید د هر څلورو ډلو رهبري له پاکستانيانو سره وه، یو نسبي تعداد افغان طالبان اړ وو، چې د غزني ناممکنې جګړې ته اوږه ورکړي، کله چې برید پای ته رسېږي، د پاکستاني جنګیالیو ډیر لږ شمیر یې هم نه مړه نه ژوندي د جنګ په میدان پاتې شول،‌‌ټول یې له ډیورنډ واړول، هم د جنګ بدنامي افغان طالبانو ته پاتې شوه، هم یې لوی تعداد ووژل شول. پاکستاني‌ طالبانو حتا د ښار د رختونو دوکانونه د جنګ د تبلیغاتي لمبو لپاره وسوځول.
په غزني کې د طالب ناتار داسې وخت رامینځ ته کېږي، چې اختر راروان دی، او شاید ځينې طالبان ځینې خلکو ته په همدې خونړیو اما ټیټو سترګو ورمخ شي، خو دا ځل به له طالب عام او پولیسي،‌استقبال هغسې نه وي لکه په کوچني‌ اختر کې یې چې دنیا حیرانه کړه.

د جوړجاړي لپاره مذاکرات:‌ـ 
د مسکو په غونډه سربیره په تاشکند، قطر، دوبۍ کې څلور متواترې ناستې تنظیمیدونکې دي، چې طالبان به پکې ګډون کوي او د افغانستان د سولې او جوړجاړي‌په اړه به خبره کېږي، خو لومړی ځل دی، چې د طالبانو نقش ته د درناوي‌په نسبت د طالبانو د لوبولو شوق او هڅې پکې برجسته دي، که په پځوا کې طالب یوازې پاکستان خپل ډول ته نڅولی اوس روسان، ایران او حتا درې عربي‌هیوادونه هڅه کوي ابزاري استفاده ورڅخه وکړي. روسانو ته د طالب تکلیف په مخ کې ندی پروت روسان، او ایران غواړي، طالبان په هغه جنګ کې وکاروي چې ددوی د اقتدار او تقابل مسله پکې شدیداً مطرح ده. اصل کې له څو میاشتو راهیسې روسان او ایرانیان د طالبانو په اوږو سپاره له امریکا سره د تقابل میدان ته راوتلي‌دي.‌ طالبان ظاهراً‌احساس کوي، چې موږ د قضیې رسمي‌برخه شوو مګر په اصل کې د طالبانو برخلیک د فیصلې له حده د خطرناکې بازۍ وحد ته لاړ او هغه څوک له دې بازۍ ګټه اوچتوي، چې د افغانستان په جګړه کې د نفوذ لپاره یې اوږد انتظار کړی دی.

بلک واټر او نوې جګړه: ـ د بلک واټر مشر اریک پرېنس په خپله وروستۍ مرکه کې په ډاګه کړې، چې په ټرمپ یې فشارونه زیات کړي، ترڅو د افغانستان جګړه دوی ته وسپاري. د پرینس خور په سپینه ماڼۍ کې ارشد سلاکاره ده، او د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان راهیسې په امریکا په تیره د سپینې ماڼۍ په دهلیزونو کې لابي‌ روانه ده چې بلک وآټر ته د افغانستان جکړه وسپارل شي. د معلوماتو له مخې ولسمشر غني‌ هڅه کوله، د امریکا حکومت ددغه ډول فیصلې په مقابل کې ودرېږي، ځکه یې هم له طالبانو سره د سولې ټول چینلونه پرانستل، هم یې د سیاسي ثبات د توجیه لپاره د انتخاباتو د ترسره کیدو بیړنۍ فیصله وکړه هم یې د یو طرفه او له خطرونو ډک اوربند ته زړه ښه کړ، خو داسې ښکاري چې غني‌ د طالبانو د جنګ د شدت په سبب بلک واټر ته دا مسله وبایلي او بلک واټر په افغانستان کې د طالبانو پرضد صحنې ته راووځي.
له معمول سره سم بلک واټر بې رحمانه جنګ کوي، د طالبانو د جبهيي جنګ شدت به ختم کړي، طالبانو ته د مرګ ژوبلې احتمال بیخي لوړېدای شي، خو ورسره عام تنفر هم زیاتېدای شي، ځکه هغوی د جنګي‌ اصولو متابعت ته چندان لېواله ندي. طالب په لوی لاس بلک واټر ته غیر مستقیمه بلنه ورکړه خو هغوی چې د طالب په نوم استخباراتي‌جنګ کوي،‌په لویو ښارونو کې د انتحاري بریدونو زور به زیات کړي.
په ټولو حالتونو کې هم طالب په سیاسي‌میدان کې خپل موقف له لاسه ورکړ، هم د لوبې د ګډوري حیثیت ورته پاتې شو، هم جنګ ورته سختېږي، هم د سولې مسله خطرناکه او له احتمال لرې شوه او هم د افغانستان جنګ د طالبانو د ضد او ناسنجیدګۍ په سبب بدې مرحلې ته داخل شو.
علت واضح دی،‌ طالبانو له هغو فرصتونو او چانسونو روغه استفاده ونکړای شوه چې په تېرو دوه کلونو کې ورته مساعد شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply