پاکستان کې ټاکنې دود دي نه اصل!

0 602

ودان روښان

د پاکستان ټاکنې دا ځل بیا جعلي وختې، ځکه ټول پوهېږي چې پاکستان یو جعلي هېواد دی یوازې مور یې مالومه ده چې د بریتانیا امپراتوري ده خو پلار یې لا هم نه دی مالوم. راویان وایي د بریتانیا امپراتوري د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې له بېبلابېلو توکمیزو، مذهبي، ژبنیو او نورو له یو بله جلا کرکترونو خاوندانو سره په یوځای کېدو یا یو ځای کولو عجیبه مخلوق وزېږاوه چې نوم یې پرې پاکستان کېښود.

هغه ډول چې ډېر کلونه پخوا یو ښاغلي لیکلي و د بریتانیا امپراتوري په دغه لنګون مړه هم شوه نو هغه ډول چې دغه مخلوق په خپله د ناروا اړیکو پایله دی نو ځکه خو یې ټول کړه وړه د خپل خلقت په شان نامشروع او جعلي دي، د نورو هېوادونو په نوم د جعلي شیانو له تولید نیولې بیا له جعلي ټاکنو ان تر جعلي اټوم پورې(۱) یې ښې بېلګې دي.

دادی اوس یو ځل بیا د ولس اونړیوالو دوکه کولو او په سترګو کې خاورو شیندلو په موخه پاکستان کې د ټاکنو ډرامه تکرارېږي. پاکستان په خپل شاوخوا ۷۰ کلن عمر کې یو ځل ولسواکي هغه هم نسبي او د پاکستان ستراتېژیک فرهنګ(پوځي لوړتیا غوښتنېجادو او سحر)تر بشپړ اغیز او سیورې لاندې تجربه کړې(د ۱۹۷۳ اګست تر ۱۹۷۷ جون)

سره له دې چې هند او پاکستان د نړۍ پر سیاسي نقشه د خپلواکو هېوادو په توګه پر یوه نیټه راڅرګند شوي خو هندوستان اوس په نړیواله کچه له سترو او بېلګه ولسواکیوګڼل کېږي خو د پاکستان ولس لاهم له ډموکراسي په خورا ډېر واټن سره د پوځیانو په پټو او ښکاره منګولو کې کړېږي او کړېکې یې تراسمانه پورته کېږي.

یو ښکاره لامل چې ولې هندوستان دموکراتیک او پاکستان ترې لرې پاتې شوې دادی چې په هند کې د جواهر لعل نهرو په مشري د کانګرس ګوند اوږده واکمني چې پر ولسواکي یې باور درلود خو له بده مرغه چې پاکستان دغه ډول جوړښت نه هغه وخت درلود او نه یې اوس لري.  

که وکتل شي د ازادۍ له ورکړې یانې ۱۹۴۷ کال بیا تر ۱۹۵۸ کال پورې پاکستان له سره ټیکاو نه درلوده دا ځکه چې له ازادۍ وروسته محمد علي جناح د لوېدیځ او ختیځ پاکستان (اوسنی بنګلادیش) ګورنر شو ایله یو کال ژوندی و چې له مرګ وروسته یې خواجه ناظم الدین ځای ونیو خو څرنګه چې دغه سړی بنګالی و چندان واک یې نه درلود ځکه چې د پاکستان د قدرت د ثقل مرکز او اصلي ځواک لوېدیځ په تېره پنجاب و او بنګلادیشیانو ته د دویمې درجې وطنوالو او که سپینه یې ووایو د مستعمرې په سترګه کتل پرهمدغه دلیل کله چې په ۱۹۵۱ کال کې د وخت لومړی وزیر لیاقت علي ووژل شو، ځای یې خواجه ناظم الدین ډک کړ او د ګورنر لومړۍ څوکۍ پنجابي ملک غلام محمد قبضه کړه. ملک غلام محمد هم ډېر پاتې نه شو او په ۱۹۵۶کال کې یې خپل ځای له هنده ورغلي کډوال شیعه اسکندرمیزا ته پرېښود، اسکندر میرزا هم ډېر ټینګ نه شو، ځکه چې له دوو کالو وروسته جنرال ایوب خان د پوځي کودتا له لارې واک غصب او ولسواکي یې د هند پرسمندلاهو کړه.  د ایوب خان واکمني شاوخوا یوولس کاله وغځېده، سره له دې چې لږ لږ یې په سمبولیکه بڼه دلته او هلته کنترول شوې دموکراسي نندارې ته وړاندې کوله خو ټول پام یې پر پوځي ستراتېژیک فرهنګ ورټول و او هڅه یې دا وه چې څرنګه شوونیستي– ملیتاریستي موخې وپالي، کشمیر لاندې او افغانستان تر خپلې واکمني لاندې راولي. په همدې هڅو کې یې هند ته جګړه            ( ۱۹۶۵)وبایلله او له افغانستان سره یې هم اړېکې خوراترېنګلې وې. د ایوب خان اداره هم د خپل عمر په وروستیو کې ترغوږونو په فساد کې ډوبه شوه چې له ناچارې ورځې یې خپل ځای په ۱۹۶۹ کال کې بل پوځي حکمران جنرال اقا محمد یحی خان ته پرېښود. یحی خان بیا د چا خبره دومره کودن و چې د خپل قدرت ټینګولو په هڅه کې یې نیمایي هېواد( بنګلادیش) او له نیمایي ډېر نفوس بایلود. خو دغه سړی بیا هم زموږ له برهان الدین رباني (۲)غیرتي و، ماته یې ومنله(۱۹۷۱)په خپله استعفا یې ځای ملکي خو د پوځي شوونیزم اسیر ذولفقا علي بوټو ته پرېښود. علي بوټو په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان له پاره نوی اساسي قانون جوړ او پارلماني نظام یې تینګ کړ. سره له دې چې د علي بوټو واکمني (۱۹۷۱-۱۹۷۷) له ناقانونیو او درغلیو پاکه نه وه خو بیا هم څه ناڅه دموکراتیکه ګنل کېدی شي. د علي بوټو دغه لنډمهاله دمکراسي په ۱۹۷۷ کال کې جنرال ضیاالحق په داسې بڼه ړنګه کړه چې بیا ترننه پاکستان هغه پړاو لا ونه لیدلو. ضیا ددمکراسي ابدي خښولو په موخه علي بوټو په سولۍ وخېژاوه. پر افغانستان د پخواني شوروي سره پوځ یرغل ضیارالحق ته د پوځي دیکتاتوري ټینګولو په موخه ځکه د سرو زرو مرغۍ شوه چې امریکا یې هم تر شاودرېده .

د ضیا خونتایي رژیم نه یوازې د پاکستان ولس بلکې سیمې او نړۍ ته داسې ښاماران و زېږول چې ان امریکا هم ترې خوندي پاتې نه شوه(۳). سره له دې چې ضیا الحق په ۱۹۸۸ کال کې په یو هوایي سانحه کې ژوند بایلود خو میراث یې له همغه وخت راهیسې پوځ د هېواد پر برخلیک منګولې خښې کړي هرڅه پوځ او د هغه څارګره څانګه سمبالوي، حکومت هم پوځ جوړوي او ړنګوي یې هم پوځ، د ولس په کې نه کوم واک او نه هم رول شته. د ضیا له وژل کېدو وروسته پوځ په سمبولیک ډول بي نظیر بوټو د لومړي وزارت پر څوکۍ کینوله خو له لنډې مودې وروسته یې بېرته پسې واخیسته او پرځای یې نواز شریف د واک پر بېواکه څوکۍ کیناوه خو کله چې پوځیان پوه شول دغه مالداره سیاستوال یې له قابو ووځي له لکۍ یې ونیو ایسته وغورځاوه بیا یې وار بې نظیر ته ورکړ له لږ ځنډ وروسته یې بیا هغه دوړه کړه او نواز شریف یې رامخته کړ. شریف دا ځل ډېر پیاوړی او تر دغه وخته هیڅ پاکستاني حکومت دومره پارلماني اکثریت نه و درولودلی یو کمال یې بل هم وکړ چې د پوځ له لاسپوڅي ولسمشره یې د لومړي وزیر لرې کولو قانوني واک هم واخیست خو کله چې یې د سیاست پر پوځ برلاسي کولو مازې هڅه وکړه، پوځ نور ښکار ډګر ته راووت جنرال مشرف د کوتا له لارې شریف راوپرځولو او نیغ یې پوځي مارشلا اعلان کړه. مشرف په خپله اته کلنه واکمني کې د پاکستان او هم افغان ولس ته د سرپه کاسه کې اوبه ورکړې. مشرف په افغانستان کې د لاسوهنې په موخه په یوه ټاکنیزه ډرامه کې د خیبر پښتونخوا واک خپلو لاسپوڅو ملایانو ته ورکړ چې داستان یې ټولو ته مالوم دی. له واکه د مشرف له لاس په سرکېدو ورسته بیا د ستیج سر ته د ملکي لوبغاړو یا د پوځ نانځکو وار راغی. دا پیپلي نانځکې چې خپله مشره یې (بې نظیر بوټو) هم نوره په خوا کې نه درلوده، تېر تاریخ ته په کتو په بشپړه توګه د پوځ ډول ته ونڅېدې او دا ویاړ یې وګاټه چې په لومړي ځل یې خپله له شرم ډکه بې واکه واکمني بشپړه کړه. له هغه وروسته په طبیعي ډول په ډرامه کې بیا د نواز شریف پارټ رامخته شو، پنجابی سوداګر چې د پوځ د جفا داغونه پر زړه خوړلي و په دې خامه تمه چې ځان د پوځ له شره خوندي کړي د خپل تېر قانوني حکومت چپه کولو په جرم د مشرف محاکمې هڅه وکړه خو حریف (پوځ) تر ده ډېر برلاسی او چالاک و لومړی یې د خپل لاسپوڅی عمران خان پر مټ پراخ لاریونونه وکړل او شریف یې غلی کړ خو وروسته یې په محکمه کې د فساد داسې دوسیه ورته جوړه کړه چې له سیاسته محروم او په لس کاله بند یې محکوم کړ. دادی اوس پوځ پتېیلې چې عمران خان واک ته ورسوي خو زورور ګوندونه( مسلم لیګ(ن) او پیپلز) یې نه مني اوس به یا عمران خان په ناندرییزه توګه واک ته رسوي، یا به یو کمزوری حکومت د عمران یا کوم بل چا په مشري واک ته رسوي، یا به بیا ځلي ټاکنې کېږي، پوځ به بیا یوه موده پرشاتګ کوي او یا به ښه په نره د ګډوډي او بې ثباتي مخنیوي په پلمه میدان ته راووځي. که په پاکستان کې ټول دمکرات ځواکونه په یوه خوله او یو لاس د قرباني ډګر ته راونه وځي او نړۍ ته په ډاګه ونه وایي چې په دغه هېواد کې دموکراسي نه شته، دغلته پوځي خونتا په ډېره بې رحمه بڼه واکمنه ده او ځان له پوځي دیکتاتوري بې غمه نه کړي، تر هغو چې د نړۍ پر نقشه د پاکستان په نوم هېواد وي د دموکراسي مخ به په سترګو هم ونه ګوري.  

زه باوري یې تر هغو چې په پاکستان کې په رښتینې مانا واک ولس ته نه وي رسېدلی یانې رښتینې ولسواکي نه وي ټراغلې، د پوځ او د هغه څارګرې څانګې( ای اس ای) په خرمستي، شوونیزم، میلیتاریزم او لوړتیا غوښتنې دسیسو او ماجراغوښتنو په اور کې به پاکستان، افغانستان او ان نړۍ سوزي او وریتېږي به.      

(1) سره له دې چې هندوستان په ۱۹۷۴ کال کې لومړنۍ بریالۍ اټومي ازموینه کړې وه خو په ۱۹۹۸ کال کې یې غوښتل دا کره کړي چې پاکستان رښتیا هم اټومي وسله لري او که نه؟ نو ځکه یې دویم ځلي اټومي ازموینه وکړه، دغه وخت پاکستان هم اړ شو هغه د چا خبره خپل شینګ مالوم کړي نو ځکه خو یې په کوټه کې لومړنۍ اټومي ازموینه وکړه خو هغه ازموینه بریالۍ نه و نو ځکه خو اړه شو چې دویمه اټومي ازموینه وکړي. له دې ښکاري چې هغه اټوم بم یې هم پاکستانی او جعلي و.
(2) برهان الدین رباني چې طالبانو له کابله پسې للوکه کړ څوکۍ یې ان له ځانه سره خپل اصلي وطن کولیاب ته تښتولې او ځان یې ولسمشر ګاڼه.
(3) په پاکستان کې روزل شویو اورپکو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک سوداګریز مرکز غبرګونې برجونه او په واشنګتن کې د پنتاګونو ودانۍ په نښه کړل چې په پایله کې یې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا۳۵۰۰ کسان ووژل شول.  

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply