د افغانستان یا د شخصي ګټو د نجات ایتلاف / عبدالرحیم کاروان

0 618

کابل ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له راتګ سره جوخت د افغانستان د نجات ملي ایتلاف هم جوړ شو. د دغه ایتلاف هدف د روانو ناخوالو د حل لارو لټول او عملي کول اعلان شوي دي.

په دیموکراتیکو ټولنو کې د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو موجودیت یوه ضروري مساله ده چې د ولسواکۍ ټينګښت په برخه کې ارزښتمن رول ادا کوي. د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د فعالیت، برنامو او کړنو په نتیجه کې ده چې د حکومتونو ستونزه په ګوته کېږي، د اصلاح لپاره یې مشخص وړاندیزونه کېږي او په نتیجه کې یې حکومت، دولت او ټولنه سم او مثبت لوري ته رهنمايي کېږي.

خو په افغانستان کې ستونزه دا ده چې نه ګوندونه او نه هم ایتلافونه برنامه نه لري. پر دې سربېره چې افغانستان کې ګڼ شمېر ګوندونه فعالیت لري خو هېڅ یو یې هم د روان وضعیت سمون لپاره طرحه نه لري. د طرحې او برنامې نشتوالی پر دې منتج شوی چې د سیاسي احزابو فعالیت یوازې د شخصي او ګروهي ګټو تامین پر محور راوڅرخي.

د افغانستان د نجات نوی رامنځته شوی ایتلاف هم له ورته ګوندونو څخه جوړ دی چې تر ټولو اساسي ستونزه یې د پلان، برنامې او طرحې نشتون دی. کوم ګوندونه چې پدغه ایتلاف کې شامل دي د سیاسي فعالیت برعلاوه پوځي فعالیت هم لري. دغه ګوندونه له نامسوولو وسلوالو څخه ملاتړ کوي، د وسلو او مخدره توګو په قاچاق کې ګرم پېژندل شوي او په وروستیو کې پرې فشارونه هم زیات شوي دي.

ایتلاف وروسته له هغه د موجودیت اعلان وکړ چې هم پر نامسووله وسلوالو فشارونه زیات شوي او هم د سیاسي ډلو نارواو او له قانون څخه پورته غوښتنو ته حکومت منفي ځواب ورکړی دی. د حکومت د فشارونو له امله په ایتلاف کې د شاملو کسانو، ډلو او ګوندونو شخصي او ګروهي ګټې له خطر سره مخ شوي دي. دوی د دې لپاره چې خپلې ګټې، نامسووله وسلوال او پاتې قدرت وژغوري، ایتلاف یې رامنځته کړ. خو دغه ایتلاف به دوام وکړي؟

د تېرو ۱۷ کلونو په اوږدو کې هر کله چې د سیاسي ګوندونو ګټې له خطر سره مخ شوي، په یوه ټغر را ټول شوي او د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره یې ایتلافونه رامنځته کړي. خو همدا چې د ایتلاف د یوه غړي ګټې له بلې لارې تامینې شوي، نو له ایتلاف څخه وتی دی. د ایتلاف د هر یوه وتل پر دې منتج شول چې ایتلافونه لمنځه لاړ شي. تېرې تجربې دا په ګوته کوي چې دا شان ایتلافونه دوام نشي کولای.

د دغه ایتلاف یو اساسي مشکل دا دی چې واحده رهبري نه لري. د واحدې رهبرۍ نشتوالی د هرج و مرج باعث کېږي. که چېرې د حکومت یا هم بهرنیو لخوا په مجموعي توګه ایتلاف ته کوم امتیاز منل کېږي نو دوی به یې پر ویش نه سلا کېږي. هر یو به یې د خپلو شخصي ګټو د ټينګښت په لټه کې وي چې دا کار مستقیمه د دغه ایتلاف پر پایښت منفي اغېز پرې باسي.

بل لور ته که څه هم د افغانستان د نجات ایتلاف غړیو پر حکومت او د حکومت پر سیاستونو نیوکې وکړې، خو د اصلاح لپاره یې هېڅ ډول طرحه نه درلوده. دوی یوازې پر نیوکو اکتفا وکړه. د ستونزو د حل لپاره حللاره نه لري او پر دې یې بسنه وکړه که چېرې زموږ حق رانکړل شي نو حکومت ته به سرخوږی جوړ کړو. د دوی له خبرو دا ښکاره کېږي چې دوی تګلاره نه لري، د ستونزو حللاره نه لري او یوازې د دې لپاره را ټول شوي چې خپلې ګټې خوندي او زیات امتیازات ترلاسه کړي.

دا چې دغه ایتلاف، برنامې، طرحې او تګلاره نه لري او یوازې د شخصي ګټو خوندیتوب په هدف سره را ټول شوي، نو دا ویل کېدای شي چې د دوی د شخصي او ګروهي ګټو په خوندیتوب سره به ایتلاف لمنځه لاړ شي. یوازې کافي ده چې دغه ایتلاف ته یو عادي ټکان ورکړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply