د اسلام‌اباد بهرنۍ پالیسي کې تغیرات د عمران خان د وسې کار دی؟

0 665

ضمیر ساپی 

په پاکستان کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د دې هېواد په ټولټاکنو کې تر اکثریت څوکیو ګټلو وروسته خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال ويلي، د افغانستان امنیت د پاکستان امنیت دی، تر افغانانو وروسته دویم هېواد پاکستان دی چې دلته سوله غواړي.

نوموړي همدازا زیاته کړې، هيله لري لکه د اروپايي ټولنې په څېر له ګاونډي افغانستان سره پرانيستې پوله ولري، تر څو د دواړو هېوادونو خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي. زموږ ډېری هېوادوالو د سیاسي بې‌شعورۍ له کبله د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دې څرگندونو ته خوشبیني څرگنده کړې چې نوموړی به واک ته تر رسېدو وروسته وکولای شي د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې سمې ورغوي یا به د افغانستان په سوله او ثبات کې له کابل سره رښتینې مرسته وکړي.

د پاکستان کرېکټ ټیم پخواني ستوري ته د یوه هېواد واګې ورکولو مخکې باید څو ټکي په پام کې ونیسو. د پاکستان پوځ او استخباراتو له لورې په دې هېواد کې د بېلابېلو دسیسو له جوړولو وروسته زندان ته د پخواني صدراعظم نواز شریف اچول او پرځای یې د واک پر گدۍ په خټه پښتون کېنول هېڅ‌کله د افغانستان په گټه نه‌دی. د پاکستانیانو د راتلونکي صدراعظم پښتونولۍ ته به نه خوشالېږو. هلته پوځ او استخباراتي اداره (ISI) ټول واک او ځواک په لاس کې لري چې د خپلو گاونډیو له پاره د لسیزو په اندازه اوږدمهاله سیاسي او استخباراتي برنامې لري چې د عمران خان په څېر مشرانو په وسیله یې عملي کوي، ځکه دوی هیڅکله نه غواړي چې په خپل بهرني سیاست کې د خپلو ګاونډیو یا نړیوالو فشارونو په خوښه او غوښته، تغیرات راولي او خپلې ملي ګټې د نورو له‌پاره قرباني کړي، ځکه په ځلونو اکثرو لوړپوړیو پاکستاني چارواکو او سیاست‌والو ویلي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه یوازې د خپلو ملي ګټو په خاطر کوي.

پاکستان چې په‌خپل ۷۰ کلن تاریخ کې یې تر دې دمه کوم صدراعظم هم د پوځ د دسیسو له کبله خپله ۵ کلنه دوره نه ده پوره کړې، د پاکستان راتلونکی صدراعظم عمران خان به یې هم بشپړه نه‌کړي. پوځ او استخبارات به يې د یوه پر نفوذه سیاسي رهبر په توگه ترې بشپړه ګټه پورته کړي، خو نور به یې په نیمه لار کې لکه د پخوانیو لومړیو وزیرانو په څېر پرېږدي. ځکه هلته اِسټبلېشمنټ، د نخبه‌ګانو ټیم، سیاسي سېسټم، قانون او اوږدمهاله موخې په منظم شکل برابرې دي چې بشپړ واک او صلاحیت يې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په لاس کې دی. که هر شخص دې تالاب ته وردانگي، اړ دی چې په سېسټم کې ټول اجباري شرایط پر خپل ځان عملي کړي چې په دې صورت کې ټول فرمایشات ورته د پوځ او استخباراتو له لورې ورکول کېږي چې د تګلارو یوازینی هدف یې خپلې سیاسي او ملي گټې په نظر کې نیول دي. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د سیاسي گوندونو، مذهبي مشرانو، د پاکستان فقیر ولس، کابل، نوي ډهلي او واشنګټن په خوښه زندان ته وانه‌ستول شو.

هغه ته د پاناما کېس یوه پلمه شوه، ځکه یې د پورتنیو لاملونو له کبله زندان کې واچوه. د نورو لاملونو تر څنگ د نواز شریف د لرې کېدو یو ستر لامل دا هم کېدای شي چې نوموړي په دې وروستیو کې له افغان جمهور رئیس اشرف غني او د هندوستان له صدراعظم نریندرا مودي سره، اړیکې خوږې کړې وې. وړم کال مودي افغانستان ته تر رسمي سفر ورورسته هندوستان ته تر ستنېدو وړاندې په اسلام اباد کې یو ناڅاپي ښکته شو چې هلته د پوځ له تمې خلاف د نواز شریف له تود هرکلي سره مخ شو.

له کابل او نوي ډهلي سره د پاکستان دومره خوږې او ټینگې اړیکې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته په هېڅ صورت د زغم وړ نه‌دي. په دې کارونو سره د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د نوزا شریف په اوړو کې شگې ښکاره شوې. سم دستي یې د پاناما کېس ته هوا ورکړه چې په همدې پلمه یې د قانوني اجرائتو لهمخې نوموړی د لسو کلونو له‌پاره نااهل اعلان کړ او د ټاکنو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وړاندې يې جېل ته واستوه. د نواز شریف د لرې کېدو یو بل لامل دا هم کېدای شي چې په دې وروستیو کې د افغانستان بریالي بهرني سیاست د نړیوالو له لورې نواز شریف تر فشار لاندې راوست چې نسبتاً په رښتینې توگه یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د مثبت ګام پورته کېدو هېلې راټوکېدلې وې.

پاکستان چې افغان طالبان له پیله تر دې دمه د افغانستان پر وړاندې د سیاسي حربې په توګه کاروي؛ هېڅ‌کله نه غواړي چې د افغانستان د ضعف دا نقطه (طالبان) له لاسه ورکړي. د افغانستان او جنوبي اسیا له‌پاره د امریکا د جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ سټراټيژۍ تر اعلان وروسته پاکستان د افغان طالبانو پر سر له واشنګټن سره ظاهري اړیکې تتې شوې چې د اسلام‌اباد د مرستې لاس ان تر مسکو پورې وغځېده.

که څه هم عمران خان په تېر کې هم په ځلونو له افغانستان سره په ښو اړیکو ټینګار کړی دی، خو په ټاکنو کې د بري تر ادعا وروسته د نوموړي له لورې په ناببره توګه د خپل هېواد بهرنۍ پالیسي کې یوازې د افغانستان له‌پاره داسې تغیرات وړاندیز کول د نوموړي د وس خبره نه‌ده.

ښايي واک تر رسېدو وروسته به عمران خان په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د سولې، پخلاینې، اقتصادي او سوداګریزو ښو اړیکو په برخه کې څو نمایشي ګامونه پورته کړي. ښایي د اړیکو د رغولو له‌پاره یې د پاکستان د صدراعظم په توګه لومړی سفر هم کابل ته وي. په کابل کې به یې تود هر کلی هم وشي، خو دا هڅې به یې یوازې د پردې مخ کې وي.

نوره ټوله اصلي سېناریو به لکه د پخوانیو مشرانو په څېر د پردې تر شاه وي، ځکه د پاکستان اِسټبلېشمنټ، پوځ او استخباراتي اداره د افغانستان له‌پاره اې، بي، سي او ډي پلانونه لري چې هر یو په‌خپل وار سره په مناسب وخت کې پلي کوي. دوی هېڅ‌کله د خپلو ملي ګټو دریځونه او اوږمهاله پلانونه د نورو له‌پاره نه بدلوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply