د زړو رټل شويو جنايې څېرو نوی سياسي ائتلاف

0 857

سید حسین پاچا

د زړو رټل شويو جنايې څېرو نوی سياسي ائتلاف

پخواني ولسمشر او مؤتلفينو يې خپل ايماني، دندوي و اخلاقي سپېڅلتوب ساتلی نه دی. خائنين، مفسدين، متکبّرين، مسرفين وظالمين الله تعالی نه خوښوي (القرآن الکريم)

رواني ((اخلاقي))، ايماني و دندوي ناروغان به د ملت څه پر درد وخوري؟

نوټ : چا د خلکو غوږونه خوړلي، چا پر سپينروبو جنسي تېری کړی، چا د خلکو په سرونو کې مېخونه ټک وهلي، وينې يې څښلي او د مېرمنو تويونه يې غوڅ کړي، چا د زمرودو ولاجوردو قيمتي کاڼي و پيسې او چا ټول شمال لوټلی، د چا پلار عارض ته د خپلې برمته شوې مېرمنې په تړاو ليکلي ((زنش بدهېد!))، زوم يې حجّاج لوټلي او هم يې افغاني رباط پلورلی او زوی يې بيا ځان افغان نه بولي چې هر يو يې جُرمي واخلاقي بدنامه مخينه لري، نو د دوی د شخصي ځانغوښتنو ائتلاف به ولس ته څه ګټه ورسوي؟

پخوانی ولسمشر :

پخوانی خانزاده هېواد مشر چې تل يې د متمردو پر وړاندې انعطاف کړی او هغه يې تر خپل چتر او چپنې لاندې ساتلي دي. د خپلې واکمنۍ وخت يې ايله په معاملو او په دې و هغه تېر کړی او د هېواد د راتلونکې لپاره يې داسې بنسټيز رغنيز کارونه او د ملي ټولګټو بنسټونو وخت ترې ايله يوځای وبل ځای په سفرونو او ګاونډي هېواد ته په تلو راتلو تېر شوی. داسې ملي، سيمه ييزې او نړيوالې اجماع په جوړونه او داسې نورو کارونو کې پاتې راغی. خو د خپل توان يې چې څه کړي د قدر وړ دي، خو نور دې هسې بېځايه يوځای او بل ځای خپل سر د چا په غړوندي کې نه ننباسي.

ښاغلي کرزي ځينې د شنګهايي او نورو نړيوالو غونډو کې ځينې نزاکتونه له پامه وغورځول چې د هغې له امله خپلو نژدې ملګرو ته بې اعتباره شو او هېواد له يو ډول خطرناک حالت سره مخ شو، خو سياسي، اقتصادي او هم ستراتيژيکې ګټې نورو ترلاسه کړې او دی دې کچې ته ورسول شو چې نور يې پياز چا پر خوله نه خوړ. د شنګهای له غونډو راواخله تر نورو سيمه ييزو او نړيوالو غونډو پورې ځينې داسې بې پامه وبې احتياطه خبرې وکړې چې د هېواد په تاوان وې. ان تر دې چې زموږ ګاونډي له دې موقع ښه ګټه پورته کړه او سپينه ماڼۍ يې دېته قانع کړې وه چې د هغه وخت مرستيال مشر ورته په ارګ کې په زغرده وويل : ((له تاسې نه هغوی موږ ته پنځوس ځله ښه دي)).

د نړيوالې ټولنې په تېره بيا له امريکا سره اړيکي ډېرې ټيټې کچې ته راغلي وو، خو د ښاغلي غني د هڅو او نړيوالو متحدينو د قانع کولو له برکته د سپينې ماڼۍ نوي مشرتابه د خپل نوي زيږدي کال له پيل سره هماغه ګاونډي ته پخپله نېغ پر نېغه داسې يو پرېکنده نړيوال پيغام وسپاره چې هر اړخيزه څېره يې نړۍ ته په ډاګه او د ستونزو د اصلي عامل په توګه وپېژندل شو او د هغو ټګيو برګيو يادونه يې هم ورته وکړه چې پر بېلابېلو پلمو يې له خپلو متحدينو نه په ميلياردونو ډالره شکولي ول چې دا ستر تاريخي کار د ښاغلي کرزي له واکه او سياسي درايته پورته وو، خو ښاغلي غني په ډېر مهارت او لنډ وخت کې داسې ترسره کړ چې ګاونډي هېواد ته تر قيامته په تاريخي اسنادو کې پاتې شو.

دا چې ښاغلی کرزی له کومې سياسي قبلې راغلی او اوس خپله قبله بل لور ته ګرځوي، نو خطرناکې پايلې به ولري. له مرحوم داود خانه دې درس واخلي چې د ثور د اوومې خطرناکه کودتا يې وزېږوله. ولس له دې نورو دبله مارو خو ګيله نه کوي، خو له نوموړي نه د يو پښتون مشر په توګه ګيله ګيږي چې له دې پرديپالو به درته غني سل ځله ښه وي. نوموړی خو خلکو په خپلو غونډو کې هم ورټه او د يو ولسمشر په توګه خو لا څه ان چې د يو سپينروبي درنښت يې هم د نوموړي ونه کړ، نو له دې وروسته به يې څه درناوی وکړي؟

زموږ دواړه ګاونډيان چې اوس يې زموږ له شمال ستر ګاونډي سره اړيکي ښه او ژور دي، نو چې د نوموړي د هغې نه پاملرنې او احساساتي وينا له امله ګټه پورته کړې وه چې د وخت د سپينې ماڼۍ يې ديته قانع کړې وه چې افغانستان دې خپله بهرنۍ پاليسي او نورې اړونده پرېکړې د ګاونډي له غوښتنو سره سمې کړي، نو څه تضمين شته چې همدغه لوبه به بيا زموږ په تړاو زموږ له ستر ګاونډي سره ونه کړي چې هغوی هم هوبهو غوښتنه وکړي او همداسې هغه بل شمال ختيځ ګاونډي؟ همدېته ورته غوښتنې خو يو وخت دلته د برتانيا د چيسټر په ښار د هغه وخت لومړي وزير په خاصه مېلمستيا کې هم شوې وې.

نو فاعتبروا يااولی الابصار.

يا للعجب!

غوږ خوړونکی ((ګوشخور)) :

د شمال د غلو ولوټمارو سرلښکر چې له ډېر کبرو غروره د خلکو پر غوږونو خوړلو هم ډېل نه شو او خپل درنده توب يې په زباد ورسولو، هغه نن حکومت ته ګواښنه کوي چې ((که حکومت خپلې چارې سمې نه کړي، نو د هېواد په ګوټ ګوټ کې به خلک پورته شي، هېواد به د تجزيې په لورې لاړ شي ….)).

دغه ښاغلی چې له حکومته د چارو د سموالي خبره کوي، نو دی خو هغه وخت واکمن والي وو او د خپلې واکمنۍ په وخت کې يې د خپل يو سياسي مخالف غوږ خوړلی، نو دی څنګه د سمون خبره کوي؟

په کار خو دا ده چې اوس نوموړی محاکمې ته راکش او حساب ورسره وشي. همداسې هغه نور چې هر يو يې يو له بله بدتره مخينه لري، نو د چارو د سمون لپاره ښه دا ده چې حکومت يې لاس تړلي راکش او ترې ګروېږنې وکړي، ځکه چې دوی خپله د رسنيو له ليارې حکومت ته د چارو د سمون سپارښتنه کړې چې اوس بايد حکومت خپل مسووليت ترسره کړي.

د شمال پخوانی چارواکی چې حکومت د سمون ګواښنه او د تجزيې ډنډورې غږوي، نو اوس دې حکومت نر شي چې د نوموړي ټوله هغه منقول ونامنقول پانګه، زمکې او جايدادونه او د هغه دوه ميليارده پانګې حسابي ورسره وکړي چې له جهادي پيره مخکې او له هغې راوروسته تر ننه يې لاسته راوړې.

دغه دروغژن لاپو چې د هېواد د تجزيې خبرې کوي، خو نوموړی خپله له خپل هويته منکر او د بل چا پر دروغژن هويت يې نازل، نو له سمون سره خو په کار دا ده چې نوموړی د يو ملي خاين او هېواد و ولس ته د يو سپک کتونکي په توګه محاکمه او سخته درنه سزا ورکړل شي.

په سرونو کې د مېخونو ټک وهونکی :

په سرونو کې د مېخونو ټک وهونکی، وينې څښونکی او د مېرمنو سينې غوڅوونکی چې حکومت ته سمون خبره کوي، نو حکومت ته په کار ده چې دغه متعصب او نه بښوونکی جنايتکار او پردی پال نه نيسي او ولې سيما سمر له دغسې يو خونخوار ملاتړ کوي او له نړيوالې جنايي محکمې يې ژغوري؟

د ښې حکومتولۍ چارواکی :

د ښې حکومتولۍ چارواکی چې د حکومت د سمون خبره کوي، نو حکومت ته په کار ده چې هغه د ميليونونو ډالرو دوسيه رامخته کړي چې پخواني ولسمشر يې د خلاصون هڅه کړې وه. خلک دې د ملت له ماله بېځايه خاني نه کوي، نر دې شي د خپل پلار جايداد دې ورکړي نه د ملت مال.

د چترالي ملا زوی او د بهرنيو چارو لوړپوړی چارواکی :

د برحال حکومت د بهرنيو چارو لوړپوړی چارواکی چې هم په بهر کې د حکومت استازولي کوي او هم د دولت پر ضد په هر ائتلاف کې يې له ځانه سمڅۍ جوړه کړې او پکې ګډون کوي. دا چې نوموړی د نوي ائتلاف او د خپلې ډلې له اجرائيوی مشر سره سرخوځوي او دولت ته د سمون لارښوونې او نور خطرناک زنګونه وهي، نو مهرباني دې وکړي د خپلې ټولې شتمنۍ له جهادي پيره مخکې او ترې راوروسته سپيناوی وکړي او هم دې د خپل هغه اوښي د حاجيانو هغه د بېسکټ پيسو او د ((افغاني رباط)) مسالې سپيناوی وکړي چې لا ترننه همداسې لاينحله پاتې دي. پخوانی ولسمشر دې هم د هغې سپيناوی وکړي چې ولې له دغسې غلو نه ملاتړ کوي چې لا ترننه د اريانا افغان او د اوبو هغه پيسې يې ايران ته پرېښې وې، ايا ايراني هغه کڅوړې چې د وخت حکومت ته ورکول کېدې د هغې پور پرې کونه وه او که د نورو استخباراتي موخو لپاره کارول کېدې، نوبيا هغه پيسې ولې د پخواني ولسمشر په سلا د د داودزي پر لاس وېشل کېدې؟

د سروبي افغانملتی :

د سروبي افغانملتي چې له خپلې دکتوری سره يې د مجرمينو لکۍ راټينګه کړې په زباد ورسوله چې نوموړی ملت ته د چوپړ ژمن نه، بلکې د خپل واک او شتمنۍ وږی دی. نوموړی که د نورو غلو غوندې په واک کې وي، خو هر څه سم دي او کنه، نو هر څه ناسم دي.

د حکومت لومړی مرستيال :

د حکومت لومړی مرستيال چې له خپلې بښنې سره سره پر خپلې ژمنې ونه پايېده بيرته له واکه ناوړه ګټه پورته ان تر دې چې د خپل قوم پر يو مخور سپينروبي پر شخصي عزت هم اړ نه شو، نو داسې يو تن چې جُرمي دوسيه يې لا په محاکمو کې پرته او تر څېړنې لاندې ده، د حکومت لوړپوړی چارواکی هم دی، نو نوموړی خپل حکومت ته د سمون ګواښنه کوي، نو دا سمون ولې له خپل ځانه نه شروع کوي؟ ولې خپله له محاکمو او قانون نه سرغړونه کوي؟

يوه شريکه پوښتنه :

د حکومت د لا ښه سمون لپاره به دا ښه وي چې دوی هر يو لومړی له خپل ځانه او بيا په ائتلاف کې دننه هر يو له يو بله وپوښتي چې څه يې کړي او د څه لپاره له حکومته د سمون غوښتنه کوي؟ نو يو څوک چې خپله ناروغ وي د بل به څه پر دود وخوري؟

بناء د فاسد پر فاسد باندې فاسده ده، يا په بله مانا کوږ بار تر منزله نه رسيږي. داسې ائتلافونه چې هغه خپلې شخصي غوښتنې او ناولې سياسي موخې لري هېڅکله بريا ته نه رسيږي.

مهمه خبره دلته د ښاغلي غني پر ضد له هېواده بهر د ځينو مغرضو ګاونډيو هغه تشويشونه دي چې د افغانستان پرمختګ، ښېرازي او سوکالي زغملی نه شي. ښاغلی غني بايد په دې پوه شي چې خبره ټوله ستاسې د ښو برنامو او پروګرامونو د مخنيوۍ لپاره ده چې ځينو يې په ښکاره او په زغرده ويلي او ځينو يې

مذهبي نوم ورکړی، خو خبره له مذهبه ورآخوا ده او هغه د افغانستان پرمختګ، ښېرازي او سوکالي ده او دا هغه ستونزه ده چې زموږ معاند ګاونډيان يې نه شي زغملی.

د “افغانستان لوی ملي ائتلاف” په نوم سياسي ائتلاف جوړ شو

https://www.pashtovoa.com/a/new-political-parties-coalition-formed-in-kabul-/4500636.html

حامد کرزي د افغانستان لوی ملي ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ

https://www.pashtovoa.com/a/former-president-kraxi-extended-his-support-to-newly-formed-coalition-/4502263.html

پخواني ولسمشر حامد کرزي د (افغانستان د لوی ملي ائتلاف) څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

http://rohi.af/fullstory.php?id=69291

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply