د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

0 664

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

لومړۍ برخه :

     د جرمني هیواد د کولن په ښار کي د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۱ نیټه د افغانستان د ملی تحریک په نوښت په اروپا کی د میشتو افغانانو لخوا تر ( افغانستان نن او سبا ) سرلیک لاندي یو علمي سیمینار را بلل شوی او په منني سره باید ووایم چي د سیمینار سمبالونکو ماته هم د ګډون بلنه راکړی وه . په سیمینار کي د بحث او مقالو لوستلو د پاره یو شمیر په زړه پوري موضوعګاني ټاکل شوي وې چی د سیمینار د سرلیک سره یې سر خوړی . د سیمینار د موضوعګانو له ډلي نه یوه موضوع یې هم ( د هیواد د طبعي زیرمو سمه کارونه ) وه . دا چي زه د کانو او ځمکی پیژندني د شاګردۍ ویاړ لرم ، و می پتیئل چي پدی برخه کي د هیواد د ځمکی لاندي طبعي زیرمو ( کانونو ) او د هغوي د سمي کاروني په هکله څه لنډ غوندی مالومات د سیمینار د ګډونوالو او ددې برخي د مینه والو هیوادوالو سره شریک کړم .

     د افغانستان کانونه چي پخوا مي یې هم په هکله لیکني کړیدي ، پدې وروستیو کلونو کي کله ناکله د هیواد دننه او بهر رسنیو د لومړی مخونو موضوع ګرځیدلی ده ، زه په دقت سره څارم . دا ځکه چي ما د وظیفوی مکلفیت له مخی د کابل پولي تخنیک انستیتوت چی اوس یو پیاوړی پوهنتون دی ، د استادۍ پر مهال ددغو زیرمو سره سر و کار درلود او همدارنګه د کانو او صنایعو وزارت د کانو او جیولوجي د سروې رئیس په توګه مي د ټول افغانستان په کچه د کانو د لټولو او اکتشافي چارو مسئولیت  پر غاړه درلود . په همدې خاطر مي سیمینار ته د وړاندي کولو په موخه ددغی موضوع په اړه خپل د تیرو لیکنو څخه په ګټه اخیستلو سره د یوې لنډي لیکني تابیا و نیول . ددي لیکنی څخه مي موخه دا نده چي د افغانستان د کانو په اړه یوه علمي څیړنه و کړم ، بلکه غواړم د عامو پوهاویو په کچه د هیواد په نن او سبا کي د هیوادوالو د سوکالی د پاره د کانو رول څرګند کړم . البته ددي د پاره چي لیکنه د ټولو د پاره د پوهیدلو وړ و ګرځي ، زه به کوښښ وکړم چي د بیخي ډیر اړین حالت نه پرته ددې برخي د پیچلي مسلکی ترمینالوژۍ څخه تیر شم .

      کله چي د یوه هیواد د طبعي زیرمو په اړه خبره منځته راځي ، په ظاهره داسی ښکاری چي ګویا دا یوازی یوه اقتصادی موضوع ده او بس . خو دا مقوله باید هیڅکله هم له یاده و نه باسو چي « سیاست د اقتصاد یوه کښیکښلې ( فشرده ) بڼه ده . نو غواړو یا نغواړو ، مجبور یو دې موضوع ته په یوه یا بل شکل د سیاست سره هم تړاو ورکړو .

     د افغانستان د کانونو موضوع د ۲۰۱۰ کال راهیسي په کور دننه او یو په بل پسی د نړیوالو رسنیو د مهمو خبرونو سرخط ګرځي . دا خبره هغه وخت منځته را ولویده چی د امریکا یوې مشهوری ورځپاڼي چی فکر کوم واشنګټن پست به وو ، د یو زر میلیارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان تر ځمکی لاندي زیرمو د شتون خبر خپور کړ . نوموړي ورځپاڼي دا خبر د پنتاګون ( دفاع وزارت ) د جیولوجستانو د څیړنو د راپور له مخي چي په افغانستان کي یې پدې اړوند یو لړ کارونه تر سره کړي وه ، نشر ته سپارلی وو . هلته لیکل شوی وه چی « د افغانستان غرونه او دښتونه یو رښتینی طلایي کان دی ، ددې هیواد تر ځمکي لاندي د نورو مهمو کانو تر څنګ په لویه پیمانه د اوسپني ، مسو ، کوبالت ، طلا او لیتیوم زیرمی شتون لري . لیتیوم یو ډیر ارزښت لرونکي فلز دی چی له هر څه نه زیات یې په بطریو کي کارول ورځ تر بلي پراختیا مومي » . په راپور کي دا هم ویل شوی دي ، لکه څنګه چي سعودی عربستان د تیلو په بحر کي لاهو دی او له دې کبله یې نړیوال شهرت لري ، افغانستان به د لیتیومو د استخراج له مخي همدومره شهرت و مومي اود لیتیومو عربستان به شي .

     ډیری کتونکی دا د تعجب او حیرانتیا وړ خبره بولي چي پنتاګون د څه پخاطر د جنګ پدغه حساس وخت کي دا راپور خپور کړ . همدغی خبری د څیړونکو تر منځ بیلابیل غبرګونونه را و پارول . ځینو لودیزوالو څیړونکو دي موضوع ته په سربیرن ډول یوازی په اقتصادی سترګه و کتل او دا یې له اقتصادي پلوه یو په زړه پوری خبر و ګاڼه او لدې لاری یې د موضوع په تبلیغ او خپرولو کی ونډه واخیسته . ځینو بیا د سیاسی موخو په پام کی نیولو سره دا خبره و شنل . ډنمارکي رسنیو هم دلته په ډنمارک کي دا خبره د راز راز سرچینو په حواله پرله واړول را واړول . د بیلګي په توګه د جیم لیوني پنامه د ( ای پي اس ) خبری اژانس یو ژورنالیست وایي چي ددغو معدنو کشف خو د تیري پیړۍ د اتيایمو کلونو لاسته راوړنه ده چي د شوروي اتحاد کان پیژندونکو په مټ تر سره شویده . د نوموړو کارونو پایلي په ۲۰۰۷ کال کي د امریکا د جیولوجیکي خدمتونو د انستیتوت لخوا او همدارنګه د برټانیا د جیولوجیکي څیړنو په مجله کي هم په ډاګه شویدي ، بیا نو د څه پخاطر پدې وخت کي دومره پام ور اړول کیږي ؟ د مارک امبینډر په نظر چي د اتلانتیک په مجله کي یې څرګند کړیدي ، دا د پنتاګون د تبلیغاتي لوبو یوه برخه ده چي پدغه وخت کي یې د افغانستان کاني شمني د نړیوالو رسنیو ږيږه سرلیکونه و ګرځول .

       لکه څنګه چي یاده شوه ، پدې لوبه کي د پنتاګون سره یو ځای لویدیزوالو هم لویه ونډه واخیستل . ډنمارکی رسنیو هم خپله ونډه ادا کړه او ژورنالیست جیم لیوبي چي پدې ډله کی یې موضوع ته لږ غوندي په ژوره کتلي ، دهغه په حواله لیکي چي پنتاګون دا موضوع پدې خاطر را منځته کړیده چی د روان منفور جنګ څخه دعامه ذهنیت پام بلي خواته واړوي او د دوام د پاره یې د خپلو خلګو څخه یو څه نور فرصت او وخت تر لاسه کړي . دی لیکي : « اخیرنیو ټولپوښتنو و ښوده چي امریکایان نور د واشنګټون د هغو پریکړو ملاتړ نه کوی چي د جنګي حل لاری ته باید دوام ورکړل شي . واشنګټن اود ناټو انډیوالان یې اوس ډیر لږ وخت لري چي خپل خلګ پدې قانع کړي چي د طالبانو په وړاندي د دوی ستراتیژی اغیزمنه او کاري ده . دی زیاتوی چی د افغانسان د معدني زیرمو په اړه د پنتاګون تبلیغات ددې د پاره دی چي خپلو خلګو ته دا وښئي چي پدې جنګ کي زموږ درانه لګښتونه بیځایه نه ځي اود طالبانو ماتول هم دا ګړی یوازۍ او اصلی موخه نده بلکه د افغانستان معدني شتمنیو ته لاسرسۍ هغه څه دي چي باید په ستراتیژیکي موخو کی له پامه و نه غورځول شی » .

      زه پخپله هم سره لدې چي د نوموړي ژورنالیست ددغه نظره سره همږغی یم چي په افغانستان کي د کاني زیرمو شتون څه نوې خبره نده او سره لدې چي دا ډار هم را سره شته چي ددغو زیرمو شتون به خدای مکړه د روان جنګ پر اور باندي غوړي توي کړي ، خو خوشبین نظر او اپتیمیزم تل په شر کي خیر لټوی . ځکه نو زه پدې کار کي یو مثبت ټکی هم وینم او پدې خاطر یې ګټور بولم چي د نړۍ د پانګوالو پام یې د افغانستان و کانو ته را واړاوه او هغوی یې پدې باندي ډاډه کړل چی هلته په ر‌ښتیا هم هغه څه شته چي په پانګي اچوني او لګښتونو باندي ارزي . دا زیرمي که هر څومره ستري هم وي ، خو تر څو چي استخراج نشي ، هیڅ ګټه ور څخه تر لاسه کولای نشو . د لویو کانو را ایستل بیا ولویي پانګوني ته اړتیا لري چي افغاني جنګ ځپلي بودجي لا له بده مرغه تر اوسه پوري د دومره لویو لګښتونو توان ندي پیداکړي . د نړیوالو پانګو را ماتول بیا دومره ساده او اسانه کار ندی . نړیوال باید د پانګوني په موخه پدې باندي ډاډمن کړل شی چي د اړوند کان د استخراج د پاره پانګه اچونه بیځایه نده . که ما غوندي د هیواد سلګونه متخصیصین هره ورځ په ساعتونو دتلویزیوني کامرو مخته کښیني او زر سوګندونه وخوری او پوره علمي دلایل هم وړاندی کړی چي موږ پریمانه معدني زیرمی لرو ، د نړۍ پانګه وال به تر هغه وخته دا و نه منی څو خپل ماهران یې راغلي نه وی او دلته یې اړیني څیړني تر سره کړی نه وي . مګر د پنتاګون د جیولوجستانو نظر دوی ته په ټوله مانا د ډاډ وړ دی . که د امنیت له پلوه لږ و ډیر ډاډ تر لاسه کړی ، پانګي اچوني ته لیوال کیږي . لنډه دا چي دا هغه خیر دی چي په روان شر کی لټول کیدلای شي .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply