د زورواکۍ پر وړاندې د ولسي او عملي اقدام اړتیا

0 697

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د ډېرو بدبختیو، ناامنیو، تښتونو، غلا، وژنو، قاچاق، غصب، زورواکیو او نورو ناخوالو او نادودو تر شا د اوسني پارلمان د زیات شمېر وکیلانو مستقیم او غیر مستقیم لاس دی او د دوی له ظلمونو او وحشتونو څخه ولس تر پوزې راغلی دی.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو ته معلومه ده چېرې چې د ځمکو غصب، اختطاف او د خلکو ځورول وي، نو چې را وې سپړې معلومه به شي چې یا د وکیل له لوري کېږي، یا د ده د کورنۍ د غړو، ملاتړ، پلویانو او کمېشنکارانو له لوري دغسې کړنې ترسره کېږي.

همدارنګه د حکومت د اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ همدې پارلمان ایجاد کړی دی، ځکه دوی له حکومته باج غواړي مګر حکومت باج نه ورکوي. دوی له حکومت څخه پخوا قراردادونه او پروزې اخیستې وې، مګر اوس یې ورباندې بند کړي دي، له همدې امله دوی عقده یي چلند کوي او غواړي چې حکومت باندې فشار وارد کړي او دېته یې واداره کړي چې د دوی شخصي ګټې له خطر سره مخ نه کړي.

د وزیرانو په انتخاب او د قوانینو په تصویب کې هم وکیلان د ملي ګټو، اهلیت او وړتیا پرځای یوازې نغدي او شخصي ګټې په پام کې نیسي، که چېرې وزیر ورته پیسې ورکړې او یا حکومت ورته باج ورکړ، نو هم وزیر ته رایه ورکوي او هم قانون پاس کوي، خو که پیسې یې ورنه کړې، هر څه ته منفي رایه ورکوي. حتی د افغان او افغانستان پر وړاندې هم همدا وکیلان ودرېدل، نو همدا یې وخت دی چې له دغو معامله ګرو افغان او افغانستان ضد وکیلانو څخه ځان بېغمه کړو.

که ولس واقعاً غواړي چې د دوی وحشتونه ختم کړي، نو همدا یې وخت دی، ځکه د ولسي جرګې ټاکنې رانږدې دي، نو په لومړي ګام کې دې ولس اخلاقي جرئت وکړي او د زورواکو او غاصبانو پر وړاندې دې عملي اقدام وکړي. اقدام دادی چې کومو کسانو چې د ولسي جرګې ټاکنو ته ځانونه نومولي دي که د دوی په اړه هر ډول اعتراض، شکایت او سند لري، نو لطفاً دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري، تر څو په لومړي ګام کې دوی د نوماندانو له لېست څخه حذف شي.

که چېرې ولس په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او جرئت وکړي، نو باور دی چې د افغانستان او خپل راتلونکی به یې ژغورلی وي، ځکه د یو خاین، زورواکي، غاصب او فاسد مخه به یې نیولې وي او د هغه پرځای به یو بل وړ او مستحق کس پارلمان ته لاره پیدا کړي. د دې ګټه داده چې هم به له یوې خوا ولس له زورواکو خوندي شي او له بل لوري به هغوی له خپل زوره راولوېږي.

که بیا هم ولس خدای مکړه دا اخلاقي جرئت ونشو کړای او له دې وېرې چې شخصي ستونزه ورته جوړه نشي ځانونه غلي کړل، نو بیا دې حداقل دا مېړانه وکړي چې د بدنامو، زورواکو او غاصبانو په کمپاینونو کې برخه نه اخلي او نه به هم ورته په ټاکنو کې رایې ورکوې. د دوی زور او زر ته دې نه تسلیمېږي. د خپل وجدان له مخې دې قضاوت وکړي او خپلې رایې دې هغو کسانو ته ورکړي چې وړتیا یې لري او مستحق یې دي.

مقصد که ولس همدا اوس اقدام ونه کړي او بدلون رانه ولي، نو بیا نه د ګیلې حق لري او نه هم د شکایت حق. حتی که وکیل هره ناروا کوي نو همدا ولس چې دوی ته یې رایې ورکړي دوی به په هغو ګناهونو، جرمونو او جنایتونو کې مستقیم ورسره شریک وي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply