کانونه مو له مالي کړکېچ او احتیاجه اېستلی شي/اېمل پیاوړی

0 657

افغانان د سرو زرو او طبیعي منابعو په زېرمو ناستو بې وزله، ناچاره او احتیاج ولس دی. دلیل یې روان جنګ او بدبختۍ دي، ځکه همدغو ناخوالو له خپلو زېرمو او کانونو څخه د موثرې ګټه اخیستنې لپاره زموږ لاسونه تړلي او زموږ امکانات یې محدود کړي دي.

که سوله او ثبات تامین شي او افغانستان د ارامۍ ساه واخلي، نو باور دی چې داخلي امکاناتو او کانونو سره نه یوازې دوی له اوسني مالي کړکېچ او پردي احتیاجه ځان خلاصولی شي، بلکې نورو سره هم مرسته کولی شي، ځکه افغانستان پرېمانه کانونه او طبیعي زېرمې لري. داسې زېرمې چې په قانوني کېندنې سره یې هم د پانګونې زمېنې برابرېدلی شي، هم د وزګارتیا بحران ورسره ختمېدلی شي او هم داخلي عواید ورسره فوق العاده لوړېدلی او افغانانو ته د هوسا ژوند زمینې زیاتولی شي.

له همدې امله له کانونو څخه معقوله او تلپاتې ګټه اخیستنه او د واضح میکانیزم  پر بنسټ د کانونو قانوني کېندنه د حکومت له سیاسي لومړیتوبنو څخه دي. حکومت کوښښ کوي چې په لومړي سر کې د کانونو امنیت تامین کړي، د زورواکو او وسله والو مخالفینو د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي. د راتلونکو نسلونو د حقونو او د هېواد راتلونکي ته په پام د کانونو په قوانینو، مقررو، تفاهم لیکونو او قراردادونو کې شفافیت تامین کړي او شوي تړونونه بیا له سره وارزوي.

دا سمه ده چې افغانستان په اوسني وخت کې د کانونو د کېندنې لپاره کافي امکانات او ظرفیت نه لري، مګر حکومت کوښښ کوي چې په دې برخه کې د میکانیزم، قوانینو او ګټورو برنامو په رامنځته کولو سره د نړیوالو له تجربو او امکاناتو ګټه واخلي، له همدې امله وخت پر وخت یې بهرني پانګوال د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي.  

افغانستان سره له دې چې په تېرو دریو کلونو کې له مالي پلوه چندان عواید نه لرل، خو د کانونو د بې ځایه لګولو او غیر قانوني د کېندنود مخنیوي په برخه کې اساسي ګامونه اخیستل شوي او په دې برخه کې لا هم هڅې جریان لري.

د شبرغان د ګاز لرونکي یتیم چاق د ۳۱ او ۳۷ سیمې د څاګانو  تست او تجهیز، د AMCS + سیسټم کې د کانونو لپاره یو شمېر لاسلیک شوي قراردادونو ثبتول او  د ولایتونو له لارې د ساختماني موادو د کانونو کېندنې لپاره د ۲۲۸ قراردادونو ارزونه په دې برخه کې د عملي ګامونو څرګندې بېلګې دي.

د دې ترڅنګ د کانونو سکتور انکشاف لپاره د لارې نقشې  د مسودې طرحه جوړه شوې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو  د پروسس طرزالعمل جوړ شوی، د نفت او ګازو ملي پالیسۍ جوړه شوې، د هېواد د اقتصادي زونونو د جیولوژیکي مطالعو راپور برابر شوی، د منرالونو، نفتو او ګازو د ملي پالیسۍ جوړول ، د استخراجي صنایعو د لومړیتوبونو پیژندنه، طرحه او ترتیب، د کانونو د تخنیکي مقررې تدقیق او نهایي کول، د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تطبیق پلان جوړول، دهېواد د اوو اقتصادي زونونو د جیولوجیکي مطالعاتو د راپورونو ترتیب، د ۲۰ معدني جواز لیکونو بشپړول، په شبرغان ښار کې د ګازو تصفې دستګاه بشپړیدل،  په هېواد کې د منرالونو کشفولو لپاره کیمیاوي تجزیه، پتروګرافي، منرالوجي، اسلاید جوړونه او د ۳۷۱۲ نمونو برابرول هغه موثر اقدامات دي چې له کانونو څخه د موثرې استفادې په پار ترسره شوي دي.

که چېرې حکومت د جنګ له مدیریت څخه را وزګار شي، نو باور دی چې په دې برخه کې کافي او عملي اقدامات کولی شي، داسې اقدامات چې د هېواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره ګټور تمامېدلی شي، ځکه په اوسنیو شرایطو کې یوازې او یوازې د کانونو موثره استفاده زموږ د ستونزو په حل کې اساسي رول لرلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply