يو افغان مهاجر د پاکستان پارلمان ته بريالی شوی

0 687

که څه هم د پاکستان په ورستيو پارلماني ټاکنو کې ډېری داسې پاکستانيان ناکامياب شوي چې ناکامېدل يې ناممکن ښکارېدل، خو له چمن سيمې څخه يو افغان مهاجر د دغه هېواد پارلمان ته بريالی شوی دی.

نهه ورځې وړاندې، د جولای پر پنځه‌ويشتمه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې وشوې چې د پارلمان اکثريت څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف ډلې وګټلې.

په دغو ټاکنو کې مسليم لېګ ن، عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي، جمعيت علما اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځينو نورو سياسي ډلو حيرانوونکې ماتې وخوړې، خو له چمن څخه د مولوي صلاح الدين په نامه يو افغان له اين اې ۲۶۳ حلقې څخه په ۳۷۹۷۴ رايو د پاکستان پارلمان ته بريالی شوی دی.

مولوي صلاح الدين چې ايوبي تخلص کوي، د جمعيت علما اسلام ډلې له خوا پارلمان ته کانديد و او په سيالي کې ورسره له همدې حلقې د عوامي نېشنل ګوند کانديد اصغر اڅکزی ولاړ و چې په۲۱۴۰۰ رايو ناکام وبلل شو.

شپږ څلوېښت کلن مولوي صلاح الدين د حاجي عبدالسلام اکا زوی دی، د چمن پر روغاني واټ، د چمن دارالعلوم په نامه يوه لويه ديني مدرسه لري چې سلګونه طالبان پکې اوسي او د ملا فضل الرحمان له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي.

دی د يوې شتمنې کورنۍ غړی دی او د کورنۍ نور غړي يې له هند څخه پان پرک را واردوي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، مولوي صلاح الدين په خټه اڅکزی، په اڅکزيو کې ګوجنزی، په ګوجنزيو کې نصرت‌زی، په نصرت‌زيو کې هوسي‌زی او په هوسي‌زيو کې اردُوزی پښتون دی.

ده او د ده کورنۍ په افغانستان کې د طالبانو د واکمني پر مهال، بيا تر اوسه له طالب وسله‌والو سره نېغ په نيغه کلکې اړيکې لري.

د ده مشر ورور مولوي عبدالرزاق د طالبانو د واکمني پر مهال د مزار او شبرغان په جګړو کې له طالبانو سره برخه اخيستې وه، په يوه جګړه کې ټپي شوی او په بله کې فيصله شوی دی.

صلاح الدين د حاجي مولاداد اردُوزي چې په پيس مولاداد مشهور دی واوره دی او د همدې کاکا زوی يې حاجي عبدالظاهر د کندهار په هوايي ډګر کې يو مجهز هوټل لري.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې مولوي صلاح الدين ايوبي او کورنۍ يې په اصل کې د کندهار د ډنډ ولسوالي د کلانترو د کلي اوسېدونکي دي او پاکستان ته څو کاله وړاندې مهاجر تللي دي.

دوی اوس هم په ډنډ ولسوالي کې دوه باغونه او يو نيم سل جريبه حاصل‌خېزه ځمکه لري چې دهقانان ورباندې کار کوي او کال په کال يې عايد دوی ته لېږل کېږي.
ځينو سرچينو سرخط ته ويلي دي چې ښاغلي ايوبي د طالبانو له يوه مشهور مشر ملا اختر محمد عثماني سره هم کلکې اړيکې او راشه درشه درلوده.

ده ديني زده‌کړې د مولوي محمد نبي محمدي په مدرسه محديه کې کړې او هغه مهال يې پر ځان تخلص کندهاری ايښی و.

د چمن ډېری خلک پر دې باور دي چې مولوي صلاح الدين د پاکستان د استخباراتي شبکې ای‌ايس‌ای يو له مهمو کسانو څخه دی او پراخې اړيکې ورسره لري.

ده او کورنۍ ته يې د پاکستان د استخباراتو له خوا د هغه هېواد شناخت کارټونه هم ورکول شوي دي چې څه موده وړاندې د افغان مهاجرو په ډله کې بند شوي، خو بېرته د همدې استخباراتو له خوا له تور ليسټ څخه ايستل شوي وو.

ځينو سرچينو خو سرخط ته ويلي دي چې د پاکستان استخباراتو د دوی له کورنۍ سره د کاروبار په جوړولو کې هم مرسته کړې ده او په هند کې يې ورته تجارت جوړ کړی دی.
د ښاغلي ايوبي د يوه نږدې ملګري په خبره، ايوبي، کورنۍ يې او د طالبانو د کوټې شورا ملګري يې په افغانستان کې ټاکنې حرامې بولي.
دا يوازېنۍ پېښه نه ده، بلکې هلته د بلوچستان اسمامبلۍ ته پر يوه بريالي شوي هزاره هم نيوکې شوې چې د افغانستان دی.

دغه کس علي احمد کوهزاد نومېږي، د هزاره ډيموکراټيک ګوند مشر دی او د کوټې د مرستيال کميشنر په مشري يوه پلاوي، پاکستانی نه، بلکې افغان بللی دی.
د ده پاکستانی شناخت کارټ او نور اسناد تړل شوي، خو علي احمد کوهزاد بيا وايي، پاکستانی دی او د خپل حق پوښتنه به کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply