د ايران اوښکې / منيب الرحمان رحماني

0 593

له اونۍ ډیر وخت کېږي د ايران په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه روان دي، دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې د ايران حالت خرابېږي.

که څه هم ايران يو څه موده اقتصادي ساه واخيسته خو اوس بيا د امریکا له بنديزونو سره مخ شو، د دې بنديزونو په لړ کې د پترولو اخيستل به ايران څخه کم شي، په بهرکې به د ایران بانکي حسابونه بند شي، د طیارو پرزې به هم په ايران نه خرڅېږي.
که څه هم دا بنديزونه ډېر زيات دي خو يوازی د امریکا له طرفه لګول کېږي ددې سره امریکا دا اعلان هم وکړ که څوک د ايران سره معامله وکړي نو دوي به ئی په تور ليست کې واچوي او هيڅ امريکايي سره به معامله او تجارت ونشي کړي.
د ايران ترټولو لوی ملګري روسیې هم نسبتا ددې بنديزونو د عملي کولو هوکړه کړې، د نړي ترټولو لوی د اوسپنې روسي شرکت MMK، لوی د انرژي شرکتونه Lukoil او Gazprom همدا اوس د ايران سره خپل تجارت بند کړ.
اروپايي ټولنې او انګلستان اعلان کړی چي دوي به خپل شرکتونه حمایت کړي او د ايران سره به تجارت ته دوام ورکړي.
د November په مياشت کې به د بنديزونو دوهمه لري پيل شي چې دا به ايران په پوره معنا سره فلج کړي.
خو ددې ټولو سره سره ايران تر دې لويو جنجالونو سره لاس او ګریوان دي چې هغه د ايران د ننه،فساد،دسيستم بندوالي او زوړوالی دی چې نور د کاره لوېدلی دی.
په لومړي درجه ستونزه فساد، د اقتصاد ناسالمه رهبري او د سيستم زوړوالی دي، خامنه يی، سپاه پاسداران، قضا او ميډيا ځان د ملک اصلي څښتنان ګڼي او هيڅ بدلون نه مني،دبدلون هر غږ د ځان په ضد دسیسه او بغاوت ګڼي.
د حسن روحاني تر انتخاب يوه ورځ وروسته هغه په يوه غونډه کې وويل د اقتصاد ۶۰٪ زه نه کنترول کوم نو زه څنګه دا حالت سم کړم،يعنې دا ۶۰٪ خامنه ايي او د هغه په شاوخوا کې حلقه کنترول کوي.
د قضا په سيستم کې هم د خامنه يي ډله ده دا په دې معنا چې ددې دومره لويې برخې کنترول او پوښتنه کوونکي هيڅوک نشته او داسې څوک نه دي پاتې چې په فساد او رشوت نه وي ککړ شوي، په دي ټولو اصلي مقامونو کې ټول خپل او خپلوان راټول شوي.
پرون د ايران د مرکزي بانک د ريس لومړي معاون د ۳۰ ميليارده ډالرو په فساد ونيول شو،د پخواني ولسمشر احمدي نژاد نه نيولي تر خامنه ايي ټول په لوی فساد کې تر ستوني پورې غرق دي.
تيرکال هم ولسمشر روحاني په يوه غونډه کي ويلي و: په يوه لاس کې ددومره واک ورکول د فساد سبب کېږي که دومره واک سليمان فارسي ته هم ورکړل شوی وی د لارې به وتلی و د روحاني اشاره خامنه ايی او د هغه ډلې ته وه.
نن د ايران ولسمشر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې امريکا غواړي د ايران ملت ووېشی،دولسمشر روحاني په دې خبرو کې د هغه بحران هوا چې ايران به ورسره ژر مخ شی له لرې ښکاري.
د يو طرفه فساد، د‌ امريکا سخت بندیزونه،دننه د ايران د يوی خاصي ډلې له لوري د واک او اقتصاد انحصار، په لږکيو ظلم او د هغوي انساني حقوق نه ورکول ددې سره سره د سختې وچ کالی سره مخېدل ايران د لوی داخلی پلان شوی داخلي جنګ خواته وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply