پښتانه او ټاکنې / منيب الرحمان رحماني

0 732
په هېواد کې د ولسمشری او ولسي جرګې ټاکنې راروانې دي،په دې ټاکنو کې ډېری پښتانه په مختلفو سببونو ګډون نه کوي،ځينې یې د شرعيت خلاف ګڼي ځينې یې په مشروعيت باور نلري.
اوسنی ټاکنې د قانون جوړولو لپاره نه کېږي، په هېواد کې يو قانون شته دی، دا چې دا قانون څومره اسلامي دی بېله موضوع ده چې تراوسه موږ د دې قانون هم لوی اکثریت نه دی عملي کړی.
ډېری دا‌ انګېرو چې هسې هم ولسمشر بهرنيان ټاکي او ولسي جرګې ته هم زورمندان او پيسه دار خلک تللی شي. دا خبره‌ تر يو ځایه سمه ده، خو سل په سلو کې نه. زموږ د‌خلکو مفکوره په ډېرو برخو کې همداسې ده چې پېښې يا کارونه مخکې له دې چې په وړو برخو ووېشي ويې څېړي فورا ورباندي د اول استدلال په اساس دهو يا نه حکم ورکوي.
ما چې ترکومه طالب طرفدارو ته غوږ نيولی هغوی په دې اند دي يا‌ ما دا اند ترې اخيستی چې که خلک په ټاکنو کې ګډون ونکړي نو حکومت او ټاکنې به په‌ کورنی او نړيواله سطحه خپل مشروعيت له لاسه ورکړي.
خو دا خبره څومره سمه ده ؟
د افغانستان خلک بې پروا خلک دي په اصل کې خو اوسنی حکومت هم قانوني مشروعیت نلري خو بيا هم حکومت دی او حکومت کوي،په ټاکنو کې که ځمکه او آسمان يو شي هم يو برخه خلک به ګډون وکړي او نوماندان يا حکومت به خپل مشروعيت ورڅخه واخلي که لږ خلکو اشتراک کړی وي يا ډیرو.
په نړيواله سطحه هم نه‌ پخواني ټاکنې مشروع وې او نه د راتلونکو ضمانت شته خو نړیوالو هغه هم قبولې کړې او دا به هم قبولې کړي، ځکه يو خو په داسې هېوادونو کې هېڅ وخت په پوره معنا قانون نه مراعات کېږي او مصلحت او معامله خپله د قانون تشه ډکوي لکه تېرو ټاکنو کې او بل دا چې نړيوال بل انتخاب نلري.
نو دا خبره به چې که خلک په ټاکنو کې ګډون ونکړي  حکومت او ټاکنې به داخلي او خارجي مشروعیت له لاسه ورکړي په ازادو او ريښتيني ديموکراتيکو هېوادونو کې سمه ده نه په افغانستان کې.
په دې به هر روغ او لېونی قناعت کړی وي چې د لږو يا ډېرو سمو يا ناسمو هرڅه سره سره به ګوډې ماتې ټاکنې وشي.
ټاکنې کېدونکي دي،اوس مسله داده چې که موږ پښتانه ګډون وکړو څه کېږي او ویې نه کړو څه کېږي؟
دا خبره تر يو ځایه پورې سمه ده چې د ولسمشری ټاکنو ته به په لوی تعداد هغه کسان نوماندان شي چې د امريکا هسې يا داسې طرفدار وي خو په دوی کې هم فرق شته،زموږ مخ ته به دوه ډېر مشهور او مطرحه کسان مخته شي په دوی کې به حتما يو پښتون بل غیرې پښتون وي،يو به حتما بد او بل به بدتر وي.
خو‌اوس په‌ددې دواړو کې که موږ په ټاکنوکې ګډون وکړو بد انتخاب شي او که یې ونکړو بدتر،ډېری بد حدا اقل د هېواد هويت ‌د ملت هويت ته وفادار وي او دا بد که ۷۰٪ خاين وي نو بدتر بيا نه په خاوره نه په هويت نه په پښتون نه په افغان په هېڅ بند نه دی‌،ده ته که وار ورغی نو هم مړه يو پړه،دی به ۹۹٪غلام او خاين وي.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې بيا هم فقير هم امیر هم غل هم صادق خلک تر يو حده نوماندان کېدلی شي،په تاسف سره باید ووايم چې غريب او صادق خلک ددومره اعلانونو او مهمانیو وس نلري چې د خلکو پام ځانته راواړوی،دا اوس د خلکو کار دی چې زورمندان وپېژني او باقی هغه نوماندانو ته رايه ورکړي چې حدا قل په امتحان کولو خو وارځي.
ډېری پښتانه د ټاکنو ځان لرې ساتي او همدا دليل چې د پښتون غږ بيا هرطرف کې ټيټ وي او يا بېخي نه وي،هغه نوماندان چې که په ظاهر نه وي په باطن د اشغال خلاف وي يا حدا اقل ددې مظلوم ولس د هويت دفاع وکړي بايد پښتانه رايه ورکړي.
په ټوله کې غيرې پښتانه اشخاص چې  چوکی ونيسي بيا د امريکا غلامی خو ورته فخر ښکاري خو د پښتون پښې وهل هم ورته د فرض نه کم نه ښکاري،دهويت او ملی منافعو ملی نواميسو حتئ په پوهنتونو کې د ثقافت اسلامي مخالت کوي،هغوی چې ځانته د جهاد مشران وایې د اسلام په نامه یی حکومت او ملت دواړه چور کړل بېرته په ډېره سپين سترګی په ولسي جرګه کې د همدې اسلامي ثقافت د مضمون د لرې کولو پېشنهاد کوي.
دا بايد ښکاره ووایم چې په دې ټاکنو کې ګډون زموږ مجبوري ده دننيو حالاتو په شتون کې ترټولو ښه کار همدا کولی شو،موږ مجبور يو چې په بد او  بدتر کې يو انتخاب کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply