د خپلواکۍ په پيژندنه کې دمحمد ولی خان دروازی مهمه ونډه(۱)

0 769

ډاکټر عبدالرحمن زماني

نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ په پيژندنه کې

د محمد ولی خان دروازی مهمه ونډه

(لومړۍ برخه)

 

ارواښاد محمد ولی خان دروازي چې په اماني دوره کې د بهرنيو چارو د وزارت،   د حربيې د وزارت او دغازي امان الله خان د سلطنت د کفالت لوړو مقامونو ته ورسيد، زمونږ د هيواد يو هغه رښتينې بچې ؤ، چې د انگريزي استعمار په وړاندې مبارزې او د افغانستان د خپلواکۍ په معرفي او نړيواله  کچه د رسميت په پيژندلو کې يې ستره او مهمه ونډه درلوده.

هغه د اماني دولت د فوق العاده گرځنده استازي او سفير په توگه، د لومړي ځل دپاره،  نړۍ سره ديوه آزاده او خپلواکه افغانستان سياسي روابط ټينگ  کړل، او د نړۍ بيلابيلو هيوادو ته يې د افغانستان د خپلواکۍ او ملي هويت د معرفۍ په موخه سفرونه  وکړل .

محمد ولی خان دروازي د غازي امان الله خان د گوتو په شمير هغو ملگرو او پلويانو په ډله کې وو، چې د ژوند تر پايه هغوې او اماني نهضت ته وفاداره پاتې شول ، او پدې لاره کې يې نه يوازې خپل سرونه قربان کړل، بلکې اولادونو او کورنيو يې هم د غلام نبي خان چرخي، غازي ميرزمان خان کونړي او لس گونو نورو آزادي غوښتونکو او مشروطه غوښتونکو کورنيوپه شان  زندانونه وليدل، کړاوونه  او تکليفونه وگالل او حتی ماشومان يې هم د مکتب او تعليم له نعمته محرومه پاتې شول .

د اماني رژيم د ديپلوماتيکو اړيکو پيل  

د خپلواکۍ گټل او بيا نړيوالو ته  د هغې ورپيژندل، د اماني رژيم  د لومړنيو لاسته راوړنو او سياسي برياليتوبونو څخه وو. غازي امان الله خان د ۱۹۱۹ کال د فبروري د ۲۸ مې نيټې په خپلې تاريخي اعلاميې کې د خپل سلطنت د مهمو اهدافو په هکله ويلې  «کله چې زما ستر ملت شاهې تاج را په سر کړ، ما ژمنه وکړه چې د افغانستان دولت بايد د نړۍ د نورو خپلواکه قدرتونو په شان خپلو کورنيو او بهرنيو چارو کې آزاده او خپلواکه اوسي. د افغانستان ملت د هيواد دننه بشپړه آزادي ولري او د هر راز تيري او ظلم نه خوندي اويوازې او يوازې د قانون اطاعت وکړي …حکومت به مو په افغانستان کې داسې اصلاحات وکړي چې ملت او مملکت مو د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په منځ کې خپل مناسب مقام تر لاسه کړي ».

اماني رژيم انگريزانو ته د ۱۹۱۹ کال د مارچ د مياشتې د دريمې نيټې د ليک د استولو نه وروسته، په کوم کې چې د مساوي حقوقو په اساس يوه نوي تړون ته تيارې ښودل شوې وو، سمدلاسه پرته له دې چې د هغوې ځواب ته تم شي، په عملې توگه خپل آزاده او خپلواکه سياست پيل کړ. د يوه بشپړ خپلواکه دولت د جوړولو په لاره کې يو اقدام هم د افغانستان د انزوا د ختمولو په موخه  د بهرنيو چارو د شعبې جوړول وو، چې مشري يې د بهرنيو چارو د لمړني وزير په توگه ارواښاد محمود طرزي کوله .   غازی امان الله خان  د هماغې مياشتې د يولسمې نيټې په فرمان کې په پيښور کې افغان استازي (د افغان پسته خانې آمر) ته لارښوونه وکړه چې د يوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې د هندوستان مطبوعات  د امان الله خان د واکمنۍ نه خبر کړي : « د افغانستان حکومت به په کورنيو او بهرنيو چارو کې خپلواکه او آزاده وي . يعني ټول هغه حقوق چې دخپلواکه قدرتونو حکومتونه يې لري، افغانستان به هم ترې   برخه مند شي.»[1]

محمود طرزى هم دهماغه مياشتې په ٢٩ مه نيټه د بريتانوي هند حکومت ته خبر ورکړ چې تر دې وروسته به د بريتانوي هند او افغانستان تر منځ ټول ارتباطات د ده له لارې ترسره کيږي . او پدې ډول يې هغه پخوانې تعامل ، چې د امير او  وايسراې تر منځ اړيکي وو، ختم کړ. [2]

نوي دولت، حتی دمخه تر دې چې انگريزان د افغانستان د بشپړې آزادۍ منلو ته مجبوره شي، د نړۍ د آزادو هيوادونو سره د ديپلوماتيکو روابطو د ټينگولو کوښښ پيل کړ، او د جاپان، ترکيې، ايران، فرانسې او د امريکې متحده ايالاتو په گډون گڼ شمير هيوادونو ته يې د ليکونو په استولو سره د هيواد خپلواکي اعلان کړه.

پدې ترڅ کې دوه مکتوبونه شوروي اتحاد ته هم واستول شول ، چې يو يې د محمود طرزي لخوا  د شوروي خارجه وزير او بل يې د امير لخوا لنين ته ؤ.

څرنگه چې د افغانستان او شوروي اتحاد دواړو هيوادونو د اړيکو تاسيس او پراختيا ته اړتيا درلوده، يعنی هم امان الله خان د بريتانيا په وړاندې يوه متحد ته اړتيا درلوده، او هم شوروي اتحاد غوښتل، په هر قيمت چې وي، خپل دښمن لويه بريتانيا کمزوري کړي، او ددغه گډ دښمن (انگريز) په وړاندې يې د افغانستان دوستۍ او ملگرتيا ته اړه درلوده؛ شوروي اتحاد له لومړنيو هيوادو څخه وو چې د ۱۹۱۹ کال د مارچ په ۲۷مه نيټه يې په رسمي توگه  د افغانستان خپلواکي، بې له قيدو شرطه  په رسميت وپيژندله .

په کابل کې د انگريزانو  وکيل، حافظ سيف الله خان، د اپريل په ۱۵مه نيټه بريتانوي هند ته خبر ورکړ چې محمد ولى خان په بخارا کې د افغانستان د لومړني استازي په توگه ټاکل شوې دئ .

هو، د انگريزانو سره د افغانانو دريمه جگړه لا پيل شوې نه وه چې محمد ولي خان دروازي د خاص سفير په توگه وټاکل شو تر څو د نړۍ هيوادونو سره  ديپلوماتيک روابط ټينگ کړي . غازي امان الله خان لينن ته د ۱۹۱۹ کال د اپريل د ۲۱ مې نيټې په خپل نوي پيغام کې وليکل چې د خپل فوق العاده سفير، جنرال محمد ولي خان په مشرۍ يو ديپلوماتيک هيئت (پلاوې) اروپا ته استوي، او مسکو به لومړنې پايتخت وي چې افغاني هيئت به ترې کتنه وکړي . محمد ولي خان اجازه لري چې خبرې اترې وکړي او د دواړو هيوادونو تر منځ  د دوستۍ د رامنځته کولو او د دوه اړخیزو ګټو د تامين زمينه برابره کړي .

د افغانستان او شوروي اتحادتر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو ټينگول  پر گډ دښمن، بريتانيې، باندې  يوه  ټينگه او حساسه  ضربه وه .

د يادونې وړ ده چې د شوروي روسيې او منځنۍ ايشيا د خلکو تر سره د افغانستان د اړيکو په ټينگولو کې د هندوستان مشهوره آزادي غوښتونکي شخصيت، برکت الله، هم مهم رول درلود.  برکت الله مخکې لدې چې ارواښاد محمد ولي خان مسکو ته ورسيږي، د افغانستان د نوي پاچا لخوا  د يوه غير رسمي هيئت په چوکاټ کې ځينې دندې درلودلې ، او د افغانستان د پلويتوب او ملاتړ د جلبولو دپاره يې لارې چارې لټولی . په هغه وخت کې دغه اقدامات د گډ دښمن (انگريز) سره د مخالفت تر پردې لاندې تر سره کيدل . هغه د مې په ۶مه نيټه د «ايزويستيا» د خبريال سره په يوې مرکې کې اعلان وکړ چې «هغه نه يو کمونيست دئ او  نه هم سوشلست، بلکې يو ايشيايي وطنپرسته  او نشنلست دئ چې د ايشيا څخه د بريتانيا ويستل غواړي . هغه زياته کړه چې  روسان او د ايشيا نشنلستان سره  طبيعي متحدين دي [3].

بهرنيو هيوادونو سره د افغانستان د سياسي مناسباتو په تاسيس کې د محمد ولی خان دروازی خدمتونه

اروپا او امريکا ته د جنرال محمد ولى خان دروازى  تر رياست لاندې استول شوي ديپلوماتيک هئيت د بلجيم، فرانسې، انگلستان، د بالټیک د سمندرگوټي د سيمې د هیوادونو، پولنډ، ايټاليا و د امريکې د متحده ايالاتو نه کتنه وکړه .

ارواښاد غبار ددغه هيئت په هکله ليکي چې «د دغه لوې هيئت رئيس د دربار يو ليبراله روښان فکر محمد ولی خان بدخشانې ؤ، او يو مهم غړې يې د افغان مشروطه غوښتونکو يو فاضل شخصيت  مير ياربيک خان بدخشاني ؤ، چې د کابل نه د حرکت په ورځ يې د آس په شا سکته وکړه،  له نړۍ يې سترگې پټې کړې او د هيواد د روښانفکری  کړۍ يې غمژنې کړی».[4]

د فوق العاده استازي، محمدولى خان دروازى ، د سفر هدف  د نړۍ د ټولو هيوادونو لخوا د خپلواکه او نوي افغانستان پيژندل او د ديپلوماتيکو او تجارتي مناسباتو ټينگول وو.   امان الله خان  د خپل  هيواد دپاره د ټولو پلازمينو سره د ديپلوماتانو تبادله، په افغانستان کې د پانگې د اچونې، د افغاني مالونو د اخيستلو او خپلو مالونو د خرڅولو د پاره د سوداگرو د تگ راتگ، او د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانانو د روزنې، خوبونه ليدل[5].

د بهرنيو هيوادونو سره تعليمي قراردادونه

محمد ولی خان دروازی  اروپايې مهمو هيوادونو ته د افغانستان د لومړني فوق العاده سفير په توگه، د اروپايې مشرانو سره په خبرو اترو کې پراخه وړتيا وښودله ، او د هغو هيوادو لخوا يې  د افغانستان په رسميت پيژندنې ته زمينه برابره کړه .  نه يوازې  د فرانسې، آلمان، ترکيې او ايټاليا په شان هيوادونو په افغانستان کې خپلې سفارتخانې پرانيستلې، او افغانستان هم پدې توگه  دغو هيوادو کې خپلې سفارتخانې خلاصې کړې، بلکې  آلمان  د «لیسه عالی امانی» په نامه د هلکانو يو ښونځې، او فرانسې هم د مکتب امانيه او ليسهٔ ملالۍ په نامه ه هلکانو او نجونو دوه ښوونځي جوړ کړل (داماني دولت د سقوط نه وروسته  د اماني مکتب نوم په نجات او د امانيه مکتب نوم په استقلال بدل شول) .

څلويښت (۴۰) تنه هلکان د لوړو زده کړو دپاره فرانسې او آلمان او يو شمير نجونې هم د عالي تحصيلاتو دپاره ترکيې ته واستول شوی . يو شمير افغاني ځوانان چې د کشتۍ په وسيله د بمبئي له لاري فرانسې ته استول شوي وو، د ۱۹۲۱ کال د اکتوبر په مياشت کې هلته  ورسيدل، محمد ولی خان دروازی هم ددغه نوو راغلو ځوانانو سره د کتنې دپاره هلته تم شو.

يوه ډله  آلمانی، فرانسوی، ایتالوی او ترکی متخصصين هم د تعليم او تربيې، لرغون پيژندنې، صنعتي او پوځي چارو د پرمختگ او پراختيا دپاره افغانستان ته راغلل ، چې حتی زمونږ هيوادوال  تر ننه هم د هغه وخت د اساسي پروژو څخه گټه اخلي .

(نور بيا)

[1] . د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد، د خارجي څانگې د سرحد څانگه، د ۱۹۲۰ کال د اکتوبر مياشت ٧٠٥-٨٠٦، گڼې

[2] .  هماغه ځای  ٧١٣ پاراگراف .

[3] .  هاشمى، سيد سعدالدين (٢٠٠٤)، ص ١٨٤.

[4] . غبار، صفحه ۷۸۶، جلد اول افغانستان در مسیر تاریخ.

 

[5] .  Stewart, Rhea Talley (1973). Fire in Afghanistan (آتش در افغانستان)، ص  ١٦٧.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply