زه دي ولي لوی خنځیر نه کړم ؟! -طنز/محمود نظری

0 829

یوسړی په ماجد کې لاس  اسمان ته لپه کړئ اوپه ګیله یې ویل

ربه زه هم چکه چور یم ولي دي داب او برق وزیر نه کړم؟!

زه هم غل یم ولي دي رییس د سولې یا د ګمرک مدیر نه کړم

ښه پوره ناروا زنا کاره او ښه پوره زنانه  مردانه لواطت کاره یم

الهی ښه درواغجن او فریب کاره یم زه دي ولي لوی سفیر نه کړم

ښه  په خړپ ډوزن یم  لوی  باټک یم  او دیویشتمې پیړۍ پوخ تیزک یم

ولي دي په دې داول نمبرو په  پارلمان کي  لاپو همایون قدیر نه کړم

له اړخ يې ږغ سو دملا لخوا ول دپردو اګۍ په لاس تلای سې!

ول نه توبه ! له اوله چا زه  په دې اصلي کارنامې ولي خبیر نه کړم

ول اصلي شرط ددې مقلامونو د پردو داګیو په لاس تلل دي

زه نه پوهیدم دې خیانتونو  زه لا  ولي له خاورې اکسیر نه کړم

ملاول لاره دې غلطه کړې دا مقامونه ورکول کا ر د شیطان دي

په رښتیا ماجد کې رب ته دعا کولو ځکه زه خاین د غلو میر نه کړم

ترازو چې ولرې هر شی کولای سې او هر څه کیدالای سې

شکر خدایه چې په دومره ګناهونو دي لا  رټلی  او بې ضمیر نه کړم

خوراښه لوچک یم ځای زما دی پارلیمان

 دکارتوس پوچک یم ځای زما دی پارلیمان

کوم بدعمل په دي دنیا زما نه پاته نه دی

په خیانت کم دکوم  غړی پاته یم د پارلیمان

ښه باټک یم خوراترټولو غلو هم درواغجن

د داسې ډوزمارو لکه زماځای دی پارلیمان

ما یووار د پارلیمان خوند په دووسترګو لیدلی

زه وایم یاکفن یا تر ژوند  وروسته لا پارلیمان

وطنپلوري ، خیانت غصب هر څه په کښې چلیږي

جان جان دا زموږازاداو دخیانت ځاله پارلیمان

د ټولو دقانون د ناقضانو ازاده سیاسې  هډه ده

دلویو بلاو دپټولو لپاره  ښه ځای دی پارلیمان

په اشغال کي د هغو مرییان دواک په ګډۍ ناست دي

باید طویله سي  د پردو سپیانو او خرو ته پارلیمان

 دهغه چې د وطن نوم نه مني  بیا  هم ځای سو پارلیمان

یاني   بې بهزاده، پدرام  اومنصور مکمل نه دی  پارلیمان  

رښتیا چې دا کمیسیون رښتیاهم سم دم ازاد دی

څوپښتانه یې بند څو وطنپلور يي ورسول تر پارلیمان

ګیله مه کوه «نظری» د ډیګ هر څه په چمچه کې راوځي

دا مرییان دپردو نو چیري ولاړسي بیله خپل کور پارلیمان

یوروحاني ته می وښودل دوطن وکیلان

ماویل دا فلان دا فلان دا هم فلانی دی

هغه ددوی په لیدو کټ کټ په ژړا سو

ول په دې کې کوم یو یې  راوښییه چې سړی دی

ما ته د دې وطن په حال  پړینګ ژړا راغله

ما ویل  دا فلان دا فلانی یې دایران سپی دی

ول  داچا دانه دانه غوره کړي او  راکښ کړې

انسانان په کښې لږ ډیر خره او یویو غويی دی

ول ولي نه غواړي چې پارلیمان ته راسي سړیان؟

اوس هغه سړی دی چې  دیو پردي تړلی سپي دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply