د فساد مخنیوی د حکومت او ملت ګډ مسوولیت

0 617

محمد بشیر یوسفزوی

د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د حکومت د اقداماتو تر څنګ د ولس عملي ملاتړ ته اړتیا لري، له دې مه واره نه  ملي یووالي حکومت د خپل مهم لومړیتوب په توګه دغه شومه پدیده له منځه وړلی شي او نه هم ملت د فساد له عذاب څخه خوندي کېدلی شي.

دا سمه ده چې حکومت  په دې برخه کې عملي  مېتودونه لري او له هغو څخه به استفاده وکړي، مګر تر هغو چې ملت لاس ورنه کړي او د فساد په مخنیوي کې په صداقت د حکومت ملا ونه تړي، نو د حکومت هڅې هغومره چې تمه یې کېدلی شي، موثرې نه تمامېږي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اساسي موخې له دولتي ادارو څخه د دې پدیدې لمنځه وړل، له د ولتي سرچینو څخه موثره او مثمره استفاده، له تبعیض خالي  ادارې رامنځته کول، د ټولنیز عدالت او قانون حاکمیت تامین دی.

په تېرو دریو کلونو کې د دولت اجرائیه قوې په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې چې په ټوله کې کولی شو نتیجه یې د بین المللي شفافیت سازمان له خوا د ۱۵ امتیازونو  او د دغه سازمان  د ۲۰۱۶ کال په راپور کې ۵ رتبه یي صعود ووینو. په دې راپور کې، افغانستان د اداري فساد له پلوه له دریم په فساد ککړ هېواد څخه اتم ځای ته صعود کړی او د نړۍ د درې  فاسدو هېوادونو له لېسته وتلی دی. مګر که چېرې د دولت د دغو هڅو ترڅنګ په بېلابېلو ځایونو کې ولس هم په جدي توګه له دولت سره همکار وای، نو باور دی چې موثریت او پایلې به یې په مراتبو تر دې ښې وې.

د ملي یووالي حکومت په عمده اقداماتو کې د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا جوړېدل، له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز تاسیس او فعالیت، د قوانینو تصویب او اجرایي کول لکه د تدارکاتو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د جمهوررئیس په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون  جوړول او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست په تشکیل کې د ملي تدارکاتو ادارې جوړول، د پرانیستې دولتدارۍ (OGP) مشارکت سره یو ځای کېدل، په بېلابېلو برخو کې د الکترونیکي سیسټم پیلول، د دولتي مقاماتو د شتمنیو ثبت او په کابل بانک کې د فساد قضیو ته جدي رسیدګي او د اصلي مجرمینو زنداني کول له فساد سره د حکومت د جدي مبارزې او کلکې ارادې څرګندونه کوي او تر بل هر وخت اوس ولس په دې باورمند دی چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې صادق او جدي دی. 

ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې هېودوالو ته د عامه ادارو پر ځواب ویلو او حساب ورکولو ټینګار کړی او دا د سالمې ادارې له عمده شاخصونو بولي. همداراز د مرستندویه هېوادونو د همکاریو د ساتنې په موخه د حکومت د انکشافي پروګرامونو د پراختیا، حساب ورکول او ځواب ویل او په ترڅ کې یې د افغانستان لپاره د شفافیت رامنځته کول مهم ګڼل کېږي. حکومت د بېلابېلو سیسټمونو په رامنځته کولو سره د حساب ورکولو زمینې برابرې کړي. په ټوله کې له فساد او مفسدینو سره په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت اراده اوس خلکو ته واضح شوې، مګر ولسونه هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي، تر څو د حکومت هلې ځلې په دې برخه کې لا ښه رنګ راوړي او په مثبتو پایلو بدلې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply